Aminullah Aminullah | [email protected]

افغانستان او د وریښمو لاره

د وېښمو لار

افغانستان له ډېرې اوږدې مودې راهيسې د خپلو لاجوردو، زراعتي محصولاتو، مجسمه جوړولو، لاسي صنايعو، مالداري او ساختماني چارو له امله شهرت درلود. د تاريخي اريانا ځمکنۍ لارې د ورېښمو تر لارو وړاندې هم د تګ او راتګ لپاره کارېدلې.

اريايانو ۵۶۹۶ کاله وړاندې د بلخ ښار جوړ او په کرنه، لاسي صنايعو، او طبيعي منابعو څخه په ګټې اخېستنې يې پيل وکړ. له مېلاد څخه ۲۰۰ کاله وړاندې اريايان د افغانستان، ايران، پاکستان او هند په سيمو کې خپاره شول او د يادو سيمو تر منځ د ځمکنيو لارو په جوړولو سره يې خپلمنځې اړيکې او راکړه ورکړه پيل کړه. د چين هان امپراطوري د ۲۰۶ قبل المېلاد او ۲۴ مېلادي کلونو تر منځ د مرکزي آسيا او اريانا لور ته تجارتي لارې وغزولې او په بلخ، بدخشان، کابل، باميان او نورو ښارونو کې يې له افغانانو سره د ورېښمو، اوسپنې، لاسي صنايعو، منسوجاتو، شرابو، اوښانو، او نورو تجارتي اموالو راکړه ورکړه پيل کړه.

د آی خانم، بودا، تخت رستم، هډې، او نورو تاريخي سيمو څخه ښکاري چې د ورېښمو لار د افغانستان او د ورېښمو پر لار پرتو نورو هېوادونو ترمنځ يوازي د تجارتي اموالو د تګ او راتګ لاره نه بلکه د تمدنونو، دينونو، کلتورونو، مهارتونو، او کسبونو د تبادلې وسيله هم وه.

بلخ، کندز، کابل، غزني، هرات او باميان د پېړيو لپاره لوی تجارتي مرکزونه وو چې د ختيځ او لوېديځ تجارتي اموال به پکښې پلورل کېدل او د ورېښمو پر لارو به له چين څخه مرکزي آسيا او وړاندې د هند لويې وچې او له هغه ځايه د مديترانې سمندرګي، افريقا او اروپا ته لېږدول کېدل.

وروسته له هغې چې عربو افغانستان اشغال کړ، د افغانستان د ګاونډيانو تر منځ تجارتي راکړه ورکړه او اړيکې لا پراخې شوې. تجارتي کاروانونه غټ او خوندي شول. افغانستان د نړيوال تجارت دهلېز جوړ شو.

له يو څه مودې وروسته (۵-۶) مېلادي پېړيو کې، په مروه او ايټاليا کې د ورېښمو د صنعت رواجېدل او پيلېدل د دې لامل شول چې په مرکزي آسيا او اروپا کې د چين د ورېښمو مارکيت کمزوری شو خو د افغانستان له لارې د هنديانو، عربو، چينايانو، ايرانيانو، روسانو او اروپايانو تر منځ د نورو تجارتي توکو راکړه ورکړه د هرې ورځې په تېرېدو سره مخ پرزياتېدو وه.

افغانستان د يوه نړيوال تجارتي دهلېز په توګه:

افغانستان د خپل ځانګړي ستراتېژيک موقعت په اساس تل د سيمې په امنيت، اقتصاد، ثبات او هراړخيز پرمختګ کې مهم رول لوبولی دی. د آسيا د زړه په حيث، د افغانستان پلازمېنه کابل د ورېښمو لارو د اتو لويو کرښو د تقاطع نقطه ده.

ټول تجارتي کاروانونه افغانستان ته له ننوتلو وروسته مخامخ کابل ته تلل او يا د حلقوي سړک له لارې نورو هېوادونو ته تېرېدل. حلقوي سړک اوس هم په هماغه پخوانۍ بڼه شتون لري چې ډېرې برخې يې اوس په اساسي او پاخه ډول جوړې شوې او يو شمېر نورې برخې يې لا هم د کليوالي لارې په توګه پاتې دي او د اساسي اړتياوو او خدماتو د وېش او تګ راتګ لپاره کارول کېږي.

د ورېښمو لارې په اتو نقطو کې د افغانستان له پولو څخه تېرېږي:

1.  له ترمز څخه بلخ ته

2.  له مروې څخه هرات ته

3.  نېشاپور څخه هرات ته

4.  له کوټې او بولان څخه کندهار (پخواني بُست) ته

5.  له بنو څخه د ګومل درې او خوست له لارې غزني ته

6.  له پېښور څخه ننګرهار ته

7.  له کاشغر څخه فيض آباد ته

8.  او له خُتن څخه تاشقرغان، کندز او بلخ ته

د ورېښمو لارې له پورتنيو نقطو څخه تر ننوتلو او له بېلابېلو ولايتونو څخه تر تېرېدلو وروسته په کابل کې له يو بل سره يو ځای کېږي.

په (816مېلادي) کال کې افغانانو د کورنيو او بهرنيو تجارتي کاروانونو د خونديتوب او پراختيا په موخه په ټول افغانستان کې د ورېښمو لارو په اوږدو کې کاروانسرايونه جوړ کړل. کاروانسرايونه (رباطونه) د کاروانيانو لپاره د شپې تېرولو خوندي ځايونه وو، هغوی ته يې خواړه چمتوکول او د لارې رهنمايي به يې ورته کوله. پر دې ټولو برسېره د پوستي خدماتو لپاره هم کارول کېدل. د کاروانسرايونو د شاوخوا سيمو اوسېدونکو به له کاروانسرايونو څخه په استراري حالاتو کې د پټنځايونو په توګه هم کار اخېست.

د ورېښمو لارو په اوږدو کې د مختلفو سيمو اوسېدونکو به خپل حيوانات لکه آسونه، اوښان او خره د تجارتي اموالو د لېږد رالېږد لپاره په کرايه ورکول چې له اوسني ترانسپورتي شرکتونو سره يې ورته والی درلود. د رباطونو پاتې شوني اوس هم د افغانستان په ډېری برخو کې د لويو لارو پر شاوخوا ترسترګو کېږي.

هغه لوی ښارونه چې د ورېښمو لارې ورڅخه تېرېږي:

د ورېښمو لار د بلخ، هرات، کندهار، غزني، کندز، بُست، باميان، بګرام، خوست، بدخشان، او هډې له لويو ښارونو څخه له تېرېدو وروسته په کابل کې چې يو نړيوال تجارتي مرکز وو، يو او بل سره قطع کوي.

هغه ښارونه چې حلقوي سړک ورڅخه تېرېږي:

حلقوي سړک د ميدان وردګ، غزني، پکتيا، خوست، زابل، کندهار، هلمند، فراه، نيمروز، هرات، بادغيس، فارياب، جوزجان، بلخ، پل خمری، سرپل، پروان، کاپيسا، لغمان، ننګرهار، او لوګر ولايتونو څخه تېرېږي.

هغه تجارتي توکې چې افغانستان د ورېښمو له لارو څخه صادرول:

کابل:                             منسوجات، هليله، نيل

بُست(هلمند او کندهار):    وچې مېوې، صابون، کتان، او شراب (تراسلام وړاندې)

بلخ:                              اوښان، غلامان، صابون، کنجد، وريجې، چارمغز، بادام، خوراکي غوړي، چرم، سرپ، ورلګيت، د انارو شربت او د انګورو شربت

بدخشان:                        لاجورد، مشک، رنګه ډبرې

هرات:                           سټيل، منسوجات، ديبا، کشمش، پسته او وريجې

پنجشېر:                         ياقوت، سپين زر، لاجورد، سره زر، او جواهرات

جوزجان:                        د قره قل پوستکي

باميان:                          نيل

واردات:

افغانستان ته د هوان تسنګ د سفر پر مهال د افغانستان او هند په سرحدي ښارونو کې سره زر، عنبر، ورېښم، سپنې وړۍ، ياقوت، او بېلابېل جواهرات پلورل کېدل. د کابل په شمال کې د بګرام په تجارتي ښار کې نژدې هر ډول تجارتي اموال تر لاسه کېدای شوای.

1.     ورېښم، مشک او عنبر د واخان او تخار له لارې له چين څخه واردېدل. د دې وارداتو يوه لويه برخه بېرته ايران، هند، خليج او اروپا ته صادرېدل. د دې توکو واردات په پنځمه او شپږمه مېلادي پېړۍ کې هغه مهال کم شول چې په مروه او روم کې د ورېښمو کارخانو په کار پيل وکړ.

2.     عود، قرنفيل، ناګيل، لوښي، ورېښمينې جامې، الماس، او پيلان له هندوستان او سند څخه واردېدل. د هندي عود لس کيلو په ۲۰۰ ديناره پلورل کېدل. افغانانو له عود څخه د ټاپو (مُهر) د جوړولو لپاره کار اخېست.

3.     له کشمير څخه رنګينې جامې واردېدې.

4.     کاغذ، نوشادر، مشک، او کوټونه له ماوراءالنهر (بغداد) څخه واردېدل. په بغداد کې خليفه منصور د افغانانو لپاره يو ځانګړی کاروانسرای جوړ کړ او د بغداد يوه دروازه يې د باب الخراسان په نوم جوړه کړه.

5.     له بخارا څخه فرشونه او پنبه واردېدل.

پورتنيو صادراتو او وارداتو ته په کتو سره ويلای شو چې افغانستان له چين، عربي هېوادونو او مرکزي آسيا سره اقتصادي، کلتوري، او ټولنيزې اړيکې درلودې او د آسيايي، افريقايي او اروپايي توکو د پېر او پلور او لېږد رالېږد لپاره يې يوه خوندي فضا رامنځته راکړې وه.

د ورېښمو لارې پاتې شونې:

د ورېښمو لارې يوازي د تجارتي اموالو د لېږد رالېږد لپاره نه کارېدلې، بلکه د يادې لارې په مټ کلتورونه، دينونه، عقيدې، فلسفې، او حتی ناروغۍ هم انتقالېدلې. په افغانستان او سيمه کې د بوديزم خپرېدل په ډاګه کوي چې د ورېښمو لارې د مشترکو ارزښتونو او ګټو په پياوړتيا کې مهم رول لوبولی دی.

د افغانستان په ډېرو سيمو کې بېلابېل ابدات، سيمې، کاروانسرايونه، منارونه، سکې، او نور آثار شتون لري چې د ورېښمو لارو مسيرونه په ډاګه کوي.

1.     تنګي ابرېشم

2.     په غزني کې بېلابېل منارونه

3.     د کابل بالاحصار

4.     د لويو لارو په اوږدو کې کاروانسرايونه

5.     په ننګرهار ولايت کې د هډې سيمه

6.     په باميانو کې بودا

7.     په کابل کې د رستم تخت

پورتنۍ سيمې او آبدات د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د ورېښمو لارې مسيرونه په ډاګه کوي.

په اوسني عصر کې د ورېښمو لارې د بيا راژوندي کولو ګټې:

د ورېښمو لارې بيا احيا کول په تجارت، ټرانزيټ، امنيت او ثبات کې بې شمېره ګټې لرلای شي:

1.     د تجارت اوټرانزيټ په برخه کې:

                             I.           له چين څخه اروپا ته د تجارتي اموالو د لېږد موده له (20-40) ورځو څخه تر (11) ورځو پوري را کموي او د هر ټن تجارتي اموالو د لېږد قېمت له (167) امريکايي ډالرو څخه (111) امريکايي ډالرو ته راټيټوي. کولای شو ووايو چې د لېږد موده ۵۰ سلنه او بيې ۳۰ سلنه راټيټولای شي.

                           II.           د افغانستان حکومت د روانو سترو اقتصادي او بنسټيزو پروژو په بشپړولو او له مرکزي آسيا سره د افغانستان د نښلولو په مټ به تجارتي راکړه ورکړه (۱۲) مليارده امريکايي ډالر زياته شي.

                         III.           په افغانستان کې دننه د لويو لارو او سړکونو په ترميم او اعمار سره به د افغانستان د ګاوڼډيانو تر منځ تجارتي راکړه ورکړه (۱۶۰) سلنه او د افغانستان له لارې د تجارتي اموالو لېږد رالېږد به (۱۱۳) سلنه زيات شي. په دې سره به د افغانستان صادارت هم (۸.۵) مليارده امريکايي ډالر او واردات (۶.۷) مليارده امريکايي ډالره زيات شي.

                         IV.           که د سيمې هېوادونه د تجارتي راکړې ورکړې په برخه کې له يوبل سره مرسته وکړي، د مرکزي آسيا په کچه به کورنی ناخالص توليد (GDP) د يوې لسيزې په موده کې (۵۰) سلنه زيات شي.

                           V.           د نړيوال تجارت د ودې له امله  به د افغانستان کورنی ناخالص توليد (8.8 – 12.7) سلنه وده وکړي.

2.     د امنيت او ثبات په برخه کې:

د ورېښمو لارې بيا احيا کول به درېيمه او څلرمه درجه ګټې هم له ځان سره ولري چې له اقتصاد څخه ورهاخوا به نورې برخې هم متاثرې کړي. د بېلګې په توګه اقتصادي وده به د محروميت د پراخې کچې په راکمولو او د تشدد په له منځه وړلو کې مهم نقش ولوبوي. د هېوادونو تر منځ به د ټکنالوژي، فرهنګ، پوهې، او تجاربو شريکولو ته هم زمينه مساعده شي.

نقشه:

د نقشي اصلي بڼه د پوهاند محمدرسول باوري له لورې چمتو شوې، يوازي د غزني او لاهور تر منځ کرښه د دې لپاره ور زياته شوې ده چې د غزني، پکتيکا، ګومل درې، خوست، پنجاب، او بلآخره لاهور تر منځ مسير په نښه کړي. ياد مسير پوهاند عبدالحي حبيبي په خپل کتاب (تاريخ افغانستان بعد از اسلام) کې د راه ابرېشم تر عنوان لاندې ذکر کړی دی.