Ab Ahmadzai | [email protected]

د میني تعریف

د میني تعریف خپل فزیکي او رواني خصوصیات د مخاطب په وجود کی لټول او هغه خوښولو ته مینه واي. مانا دا چه هر څوک چه یو بل شخص په هر اړخیزه ډول د ځان سره مشابهی پیداکړي غیر ارادی یی خوښیږي. زړه یی غواړي چه ورسره کیني او پاڅی قیصی او مرکی ورسره وکړي. کله چه دوی په خپلوکښی قیصی او مرکي کووي نو د یوبل په مطلب ډیر زر سره پوهیږي ځکه چه ددوي روان سره یو وي. همدا باعث شی چه ددوی ناسته سره دوام پیداکړی او حتی دا دوام د پختګي حد ته ورسیږي. داسی وخت راشی چه د یو بل څخه یو لحظه بیلوالی او جداولی ورته ستونزمن ښکاري یو بل ورته سم کتاب ښکاري او غواړي چه سره کیني او قیصی او مرکي یی حتی هیڅ خلاصون نلري. دوي بیا هم نه پوهیږي چه څومره سره خواږه دي او ولی؟ مګر دا نورانسانان چه دوی ګوری نو بیا ور باندي پوهیږي چه دا دواړه مین دي. ځکه خو خلک واي چه مینه ړنده ده. د انسانانو په تعریف کي منیه صرف په ښایست کښی خلاصه شوي ده. البته دا ډیر بی منطقه تعریف ده مګر نوموړی تعریف کله کله په یو طرفه مینه کی صدق کووي. لکه چه وايي؛ په لیلا هر سړي مین دي سړي هغه دي چه لیلا پري مینه وي؛ مانا دا چه دا یو طرفه مینه ده ممکن لیلا ښایسته وی نو ځکه هر سړي پری مین دي خو بیا لیلا په هر سړي نده مینه ځکه چه لیلا حقیقی مینه لټوي کوم چه زما تعریف دي او دا نور هسی مجازی د ښایست میننان دي چه اصلن دا نورو ته مینان نه بلکي دښایست غله ویل کیږي. دوی صرف د ښایست غله دي که لیله بدرنګه شوه زړه شوه ماته ګوډوه شوه او یا یی نور مشکلات پیدا کړل نو بیا دا مجازي مینان ورڅخه لاس اخلي.او که زما د تعریف له لوري مین وي نو هغه یی بیا ترمرګه او حته د مرګ څخه وروسته هم نه پریږدي. زما د تعریف سره سم د ریښتینی دوطرفه مینی سره د ښایست څخه زیات مذهب، کلتور، عمر،د پوهیدلو کچه، د تفاهم وسیله(ژبه) او داسی نور .... ډیر رول لري. ځکه دا پاسني ورته والی انسانان یو له بل سره ډیر نژدي کووي او تفاوت یی یو له بل سره ډیر لري کووي.که مونږ او تاسو د پخوانیو مینانو او یا اوس کومه کیسه وجود ولري د ژوند تاریخچه وګورو او د دواړو مینانو فزیکي او فزیالوژیکی تعملات د ژوري مطالعی لاندی ونیسو او بیا یی د یو بل سره مقایسه کړو نو له ورایه به مونږ ته اندازه ولږیږی چه هغه کوم ورته والی ووه چه نوموړي یی سره دومره نږدي کړی وو چه د میني سرحد ته یی رسولي وو. او په دی خو ډیر پو هیږو چه لیله له رنګه ښایسته نه وه نو چه ښایست معیار نه وو نو بیا څه وو؟ ایا چا هم تر اوسه دا پوښتنه کړي ده؟ او بله دا چه مونږ همیشه یوه بله خبره کوو وایی (چه زړه مین شی ښایست نه غواړی او چه خوب ورشي بالخت نه غواړی ) دا ټولي فلسفی دي خو څوک نشته چه ورباندي کار وکړي. تاسو وګوري ډیر کم به تاسو دا سي پیداکړی چه یو سپین ږیري او ځوانه جیلکی، یو بی دینه او کلک مذهبی شخص، د غره یوه کوچی د یو ښاري ازاد خیاله سره او د یوي ژبی ویونکی د بلی زبی د ویونکی سره چه د تفاهم وسیله ونلري په دوطرفه مینه ښکیل وګوري. که د ښایست خبره مطرح وي نو بیا به اوس ډیر خلک د پاسنیو مشخصاتو په نه وجود کی سره مین وای ځکه هغه خصوصیات چه د خلکو په نیز ښایست یی بولیي او خلک یی مینی ته منصوبوي خو په هر ځاي کي شته او ښه ډیر دي. ایا تاسو پوهیږي چه دنړي په هر ګوډ کی ډیر زیات ښایسته نارینه او ښځینه سره یو ځاي ژوند کووي؟ او بیا هم تاسو د ریښتینی میني هیڅ یو سم مثال نلري. ولی؟ ځکه چه دمیني کولو اسباب صرف ښایست نه بلکی نور داسي شروط دي چه د هغي پوره کول دواړو جانبینو ته په عین حال کی ډیر ستونزمن کار دي. نو مهرباني وکړي دمین او د ښاست دغلو ترمینځ په فرق ځان پوه کړي