Ab Ahmadzai | [email protected]

د کندهار پوهنتون

یادونه: دا لیکنه په مسیر ورځپاڼه کې خپره شوې چې معلومات یې په ۱۳۹۷هـ لومړیو کې راټول شوي، ممکن وروستیو کې ځیني تغیرات هم په کې راغلی وي، خو دلته یې د عمومي معلوماتو لپاره کټ مټ خپروو. كندهار پوهنتون په ۱۳۶۹ كال كې تاسيس شوی دی. په دغه پوهنتون کې د كرنې پوهنځی په ۱۳۶۹کال، طب پوهنځی په ۱۳۷۲کال، انجنیري پوهنځی په ۱۳۷۹کال، ښوونې او روزنې پوهنځی په ۱۳۸۲کال، شرعياتو پوهنځی په ۱۳۸۸کال، اقتصاد پوهنځی په ۱۳۸۹کال، ژورنالېزم پوهنځی په ۱۳۹۱کال، حقوقو او سياسي علومو پوهنځی په ۱۳۹۲کال، د عامه ادارې پوهنځی په ۱۳۹۲ کال او د ژبو او ادبیاتو پوهنځی په ۱۳۹۳ کال کې جوړ شوي دي . دغه پوهنتون له تاسيس څخه تر دې مهاله د هېواد د ځوان نسل د سالمې روزنې لپاره په خورا سختو شرایطو كې خپل كار ته دوام ورکړى دی. تر دې مهاله یې له بېلا بېلو پوهنځيو څخه ګڼ شمېر کسان فارغ شوي دي. کندهار پوهنتون د جنوب لويديځ زون په سطحه د ټولو دولتي او شخصي لوړو زده کړو موسسو د څارنې مرکز دی. د کندهار پوهنتون د رسنیو مسوول محمود شکوري وایي، کندهار پوهنتون اوسمهال ۱۲ پوهنځي او د ۹ زرو په شاواخوا کې محصلین لري، چې له دې ډلې یې ۵۰۰ تنه نجونې دي. په کندهار پوهنتون کې اوسمهال ۲۴۵ تنه استادان په بېلا بېلو پوهنځیو کې په تدریس بوخت دي چې له سلو زیات یې د ماسټرۍ په کچه زده کړې لري او اووه تنه نور په بهرنیو هېوادونو کې په ماسټرۍ بوخت دي. کندهار پوهنتون تر ١٣٨٢ کال پورې خپل تاسيسات نه درلودل، کله به يې په يوه دولتي ودانۍ او کله به يې په بله دولتي ودانۍ کې ورځنۍ چارې پر مخ بېولې، خو دغه پوهنتون اوسمهال ٩٣ هکټاره ځمکه لري. دغه پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ مرکز هم لري چې د ناټو د نوري فايبر (Optical Fiber) پروژې له خوا تاسيس شوی او د هغه تر څنگ ٥ نور د پوهنځيو په چوکات کې د کمپيوټر کلاسونه لري چي ټول ١٦١ پايې کمپيوټرونه پکې موجود دي. يو مرکزي او ٨ نور د پوهنځيو او څانگو په کچه مسلکي کتابتونونه لري. د پوهنځيو تحصيلي نصاب یې د هېواد اوسنیو شرايطو ته په کتو او د سيمې د هېوادونو د پرمختللو پوهنتونونو سره سم ترتيب شوی. په کندهار پوهنتون کې انجنیري پوهنځی د ۱۳۷۹ کال د مېزان په میاشت کې جوړ شوی دی. دغه پوهنځی څلور فعالې تدریسي څانګې، لکه سيول، د اوبو او چاپېریال انجنیري، انرژي او مهندسي څانګې لري. په انجنیري پوهنځي کې پنځه نوي سلنه کتابونه، تدریسي مواد او کورنۍ دندې په انګلیسي ژبه دي. د کندهار پوهنتون انجنیري پوهنځي تر اوسه پورې ګڼ شمېر انجنیران ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي. کمپيوټر ساينس پوهنځی د ۲۰۱۴ کال د جون په مياشت کې د کندهار پوهنتون په اډانه کې تاسیس شوی دی چې د ډېټابېس او معلوماتي سیستم، سافټ وېیر انجنیرۍ او نېټورکېنګ په برخو کې محصلین روزي. دغه علمي مرکز ۸ تنه فعال استادان لري، چي له دې جملې څخه یې ۴ تنه ماسټران او پاتې ۴ تنه دا مهال په اروپايي او اسيايي هېوادونو کې د ماسټرۍ په کچه پر زده کړو بوخت دي. کمپيوټر ساينس پوهنځی دا مهال د خپل تعمير د نه شتون له امله د کندهار پوهنتون د معلوماتي ټکنالوژۍ په مرکز کې خپل فعالیتونه مخ ته وړي. دغه پوهنځی د ټولو دولتي، شخصي او صنعتي سکټورونو د اړتياوو په نظر کې نيولو سره‎ څلور کلن نصاب لري چې د لوړو زده کړو وزارت له خوا تصويب شوی دی. د پوهنځي تدريسي مواد لکه: کتابونه، لکچرونه، ازموينې او کورنۍ دندې د نورو نړيوالو پرمختللو پوهنتونونو د نصابونو څخه په ګټه اخيستو ۹۵ سلنه یې په انګليسي ژبه ترتيب شوې دي. طب پوهنځی په ۱۳۷۲ کال کې د کندهار پوهنتون په چوکاټ کې تاسيس شوی دی. له پيله تر اوسه طب پوهنځي په ۱۳ دورو کې له ۵۰۰ زيات محصلین چې ۲۰ یې ښځې وې دMD په کچه ټولنې ته وړاندې كړې دي، چې زيات شمېر يې د کندهار ولايت د عامې روغتيا اړوند په ميرويس حوزوي روغتون، د هېواد د ۳۴ ولايتونو په ګوټ ګوټ او حتی د هېواد څخه بهر په نورو روغتيايي مرکزونو کې په دندو بوخت دي. کرنې پوهنځى په ١٣٦٩ کال کې په کندهار پوهنتون کې پرانيستل شو. په پيل کې یې ‎ ١٨ تنه محصلين او ٨ تنه استادان درلودل، خو د وخت د شرايطو او ناخوالو په پايله کې د يوه كال لپاره یې تدريسي او اداري چارې له خنډ سره مخ شوې. له ډېرو هڅو وروسته یې په ١٣٧٦ كال کې بیا خپل فعالیت پیل کړ. د تدريسي ادارې او ځاى د نشتون سره، سره د كرنې پوهنځي استادانو او اداري کارکوونکو وكولى شول چې په ١٣٨٠ كال کې د اګرانومي له څانګې څخه د لومړي ځل لپاره اووه تنه محصلين فارغ كړي. کرنې پوهنځي تر دې مهاله په ۱۷ دورو کې ۹۵۷ تنه محصلین ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړې دي. د ښوونې او روزنې پوهنځی په ۱۳۸۲ کال کې د کندهار پوهنتون په چوکاټ کې تاسيس شوی دی. په پيل کې یې يوازې۲۰ تنه محصلین درلودل چې د څلورو تنو استادانو له لوري یې تدریسي چارې پر مخ بېول کېدې. دغه پوهنځي له تاسیس څخه تر دې مهاله ۳ زره محصلین چې ښځینه هم پکې شاملې دي جذب کړي دي. د دغه پوهنځي محصلین په مختلفو څانګو کې په دوو وختونو‎ (سهار او ماسپښین) کې پر زده کړو بوخت دي چې د ۶۴ تنو استادانو له خوا ورته تدریس کېږي. دا پوهنځی په خپل چوکاټ کې د شپې پوهنځی هم لري چې د لومړي ځل لپاره په ۱۳۸۹ کال کې یې په فعالیت پيل وکړ او په پرله پسې توګه د پښتو، رياضي، بيولوژي، انګليسي، دري، کیميا، اسلامي ثقافت، جغرافیې، بدني روزنې او تاریخ څانګو کې محصلین جذبوي. په کندهار پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځی د وخت له اړتیاوو سره سم په ۱۳۸۸ کال کې تاسیس شو. په لومړي سر کې یې یوازې د منجمېنټ او تشبثاتو ادارې څانګې درلودې. اقتصاد پوهنځي ته د لمړي ځل لپاره په ۱۳۸۹ کال کې د لوړو زده کړو وزارت د کانکور ازموینې له لارې ۱۱۷ تنه محصلان معرفي شول چې د هغوی له ډلې دوې یې ښځینه او پاتې نور یې نارینه وو. دغه پوهنځي تر اوسه پنځه دورې فارغان ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړي دي. په ۱۳۹۲ کال کې د اقتصاد پوهنځي په اډانه کې د شپې څانګه هم منظوره شوه او د ۵۵ تنو محصلانو په جذب سره یې په تدریس پیل وکړ. اوسمهال د اقتصاد پوهنځی دوه وختونه (ورځې او شپې) له خوا په دوو څانګو (ملي اقتصاد او د منجمېنټ او تشبثاتو ادارې) کې محصلانو ته تدريس کوي. اقتصاد پوهنځی اوسمهال پنځه څانګې لري چې د منجمېنټ او تشبثاتو ادارې، ملي اقتصاد، انټرپرونیورشېپ، مالي او بانکي او د احصائیې او اکونومټري څانګو څخه عبارت دي. د اقتصاد پوهنځی اوسمهال ۲۲ تنه استادان لري چې د هغه جملې څخه ۱۰ تنه یې ماسټران دي او ۱۱تنه یې د ماسټرۍ او یو تن د دوکتورا لپاره د هېواد څخه د باندې په خپلو زده کړو بوخت دي. په ۱۳۸۸ کال کې په کندهار پوهنتون کې د شرعیاتو پوهنځي بنسټ هم کېښودل شو. په لومړي کال یې اويا ٧٠ تنه محصلین په دوو څانګو؛ اسلامي تعلیماتو، فقې او قانون کې درلودل چې د پنځو تنو کادري استادانو او يو شمېر نورو همکارو استادانو له خوا يې تدريسي چارې پر مخ بېول کېدل. د۱۳۹۱ کال په لومړیو کې د لوړو زده کړو وزارت له خوا کندهار پوهنتون کې د ژورنالېزم پوهنځی منظور او د شپږو نورو پوهنځیو ترڅنګ یې په ډېرو لږو امکاناتو په کار پیل وکړ. د رسمي استادانو او ودانۍ نشتون هغه خنډونه وو چې دغه پوهنځی ور سره مخ و. د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی په ۱۳۹۲ کال د دوو تحصیلي څانګو (قضا او څارنوالۍ او اداري او ډیپلوماسۍ) په لرلو سره د کندهار پوهنتون په چوکاټ کې تاسيس شو. د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی په ۱۳۹۲ کال کې ۱۲۳ تنه محصلان جذب کړل چې له دې ډلې څخه ۱۱۷ تنه یې نارينه او ۵ تنه یې ښځينه وو. اوسمهال دغه پوهنځی ۴۹۲ تنه محصلان لري. د لوړو زده کړو وزارت د ستراتيژيک پلان سره سم د لوړو زده کړو وزارت او کندهار پوهنتون په هڅو د عامه ادارې او پاليسي پوهنځی په ۱۳۹۲ کال کې د کندهار پوهنتون په چوکاټ کې پرانیستل شو. د دغه پوهنځي د کريکولم په جوړولو، تدريسي موادو په برابرولو او د استادانو د ظرفيتونو په لوړولو کې دGIZ مؤسسې په تېرو ۳ کلونو کې ډېرې مرستې کړې دي. د ژبو او ادبياتو پوهنځى چې د کندهار پوهنتون په جنوبي برخه کې موقعیت لري، د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کندهار پوهنتون په چوکاټ کې په ١٣٩٣ کال کې تاسيس شو. اوسمهال دغه پوهنځی په یوه درې پوړیزه ودانۍ کې خپلې چارې مخ ته وړي. په ستراتیژیک ډول دغه پوهنځی پلان لري چې په راتلونکي کې نه یوازې د ملي ژبو او ادبیاتو څانګې جوړې کړي، بلکې د نړیوالو ژبو او ادبیاتو څانګې هم پرانېزي. کندهار پوهنتون لوی کتابتون لري، چې استادان او محصلین پکې خپله مطالعه کوي. د کندهار پوهنتون د رسنیو د مسوول شکوري په خبره، د کتابتون لپاره یې په ډېره لوړه کچه یو سېستم فعال کړی تر څو استادان او محصلین وکولی شي په ډېرې اسانۍ سره د خپلې خوښې وړ کتاب او معلومات تر لاسه کړي. د کندهار پوهنتون مسوولین وایي، دا چې د کندهار پوهنتون د محصلینو شمېر زیات او د دوی امکانات کم دي، نو دمګړۍ دوی د محصلینو لپاره لیلیه نه لري، خو په شرایطو برابرو محصلینو ته بیا بدل اعاشه ورکول کېږي. کندهار پوهنتون هم د هېواد د نورو پوهنتونونو په څېر له ګڼو ستونزو سره مخ دی. د برېښنا، لیلیې، سپورتي میدانونو، لابراتوارونو، جمنازیوم، تالارونو او لویې شنې ساحې نشتون هغه ستونزې دي چې دغه پوهنتون اوسمهال ورسره لاس او ګرېوان دی. د دغه پوهنتون مسوولین له اړوند چارواکو څخه غوښتنه کوي چې دغه پوهنتون ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د ستونزو په حل کې ور سره مرسته وکړي.