Ab Ahmadzai | [email protected]

Missile – توغندی

په ډېر لوړ سرعت چاودېدونکی سروکی په ډېره دقیقه توګه تر خپل هدف پورې رسونکې وسله ده. توغندی له کوچني نیولې کوم چې په څو سوه فټه کې هدف په نښه کولای شي او یوه تکتیکي وسله وي تر غټ توغندي پورې شته کوم چې ستراتیژیکه وسله ګڼل کیږي او تر څو زره مایله پورې لرې واټن کې هدف په نښه کولای شي. تقریبا په ټولو توغندیو کې د هدایت سیستم او د کنټرول میکانیزم شامل وي او له همدې امله ورته (guided missiles) اصطلاح هم کاریږي. کوم چې د هدایت کېدو وړ نه وي او یا هم د سټلایټ یا سپوږمکۍ فضا ته لېږدونکی وي د راکټ په نامه یادیږي. کوم توغندي چې د اوبو لاندې توغول کیږي او د اوبو لاندې تګ کوي د (torpedo) نوم ورته اخیستل کیږي. د کوم توغندي چې جیټ انجن هوا تنفس کوي او د ځمکې یا اوبو سطحې ته نږدې په ټیټه ارتفاع کې تګ کوي د کروز توغندي ( cruise missile) په نامه یادیږي. هر توغندی په داخل کې انجن لري او په دې انجن کې دواړه مایع او جامد سونګ توکي کارېدلای شي. په پوځي توغندیو کې ډېر جامد سونګ توکي کاریږي او لامل یې د چاودېدو کم خطر او هر وخت د توغونې لپاره د چمتو ساتنې وړتیا لرنه ده او که چېرې چمتو نه وي نو د ژر تر ژره چمتو کوونې پر وخت یې د چاودنې خطر کم دی. تکتیکي توغندي د روانې جګړې په میدان کې کاریږي تکتیکي توغندي تل واړه او له غږ تقریبا دوه ځلې چټک سرعت لري. کوم چې ستراتیژیک غټ توغندي دي د لرې واټن لپاره وي او ډېر وخت یا بالاستیک توغندي وي او یا کروز توغندي وي. په کروز توغندیو کې جیټ انجن کارېدلی وي او له غږ سره برابر یا کم سرعت لري خو بالاستیک توغندی راکټ انجن کاروي او څومره یې چې ارتفاع له ځمکې زیاتیږي او د ځمکې د جاذبې قوه پرې کمیږي همدومره یې سرعت لوړیږي بلاخره سرعت یې له غږ څخه څو ځلې زیات چټک کیږي. په توغندي کې تر هر څه اړینه برخه د هدایت کولو سیستم ده. په تکتیکي توغندیو کې برېښنایي سېنسورونه د هدف موقیعت مالوموي. څرنګه یې مالوموي ؟ کله چې هدف انرژي تولید کړي لکه الوتکه چې تودوخه تولیدوي همدا برېښنایي سېنسورونه د انرژۍ لټون کوي. کوم توغندي چې تودوخه لټوي او تعقیب کوي دا توغندي د انفرارېډ سېنسورونه لري. د وړانګې ضد توغندي رادار لټوي او په نښه کوي. یو ډول یې ځانګړی اخیستل شوی انځور په نښه کوي په دې مانا چې انځور اخیستل کیږي او د توغندي سیستم ته ورکول کیږي او له توغیدو وروسته یې توغندی لټون کوي. د تګ پر وخت یې که چېرې هدف ناسم وي له توغونکي سیستم څخه سمون پکې راوستل کیږي تر څو توغندی هدف په نښه کړي. په بالاستیک توغندیو کې د لارښونې جبري سیستم (inertial guidance system) کاریږي. په دې سیستم کې د توغندي اوسنی سرعت له موقیعت او موقیعتونو سره پرتله کیږي په ورته وخت کې د هدایت سیستم لارښونې تولیدوي تر څو سیستم کنټرول او توغندی په خپل هدف وغورزوي. د د هدایت یا لارښوونې سیستم کې تر ټولو عامه کارول شوې طریقه د وړانګې یو شکل کارونه ده لکه انفرارېډ، لایزر او د راډیو څپې تر څو د هدف لوري ته د توغندي لارښونه وکړي. وړانګې یا انرژي ممکن د هدف لخوا تولید شوي وي لکه د انجن لخوا تولید شوې تودوخه او یا هم د دښمن د رادار لخوا خپرېدودنکې راډیویي څپې. ممکن خپله د توغندي لخوا تولید شوې وي لکه په توغندي کې رادار او یا هم د درېمې ډلې لخوا لکه د توغونې سیستم د بېلګې په توګه لکه د لایزر وړانګه. کومې چې لمړۍ دوه طریقې دي د (fire-and-forget) په نامه یادیږي په دې مانا چې توغندی فیر کړه یا یې وتوغوه او نور یې هېر کړه ځکه چې توغندی خپل هدف تر هغې په خپله تعقیبوي تر څو چې په نښه کیږي لکه یو پیلوټ له خپلې الوتکې د دشمن الوتکه په نښه کړي له توغندي توغولو وروسته یا بل هدف په نښه کوي او یا له سیمې تېښته کوي دې ته اړتیا نلري چې توغندی په لاره کې د هدف په لور هدایت کړي. بله طریقه د تلویزیوني لارښونې ده کومه چې څرګندې وړانګې لري او یا د انفرارېډ تولید شوي انځورونه وي ترڅو هدف ولیدلای شي. تولید شوی انځور یا انسان کاروي تر څو توغندی د هدف په لور هدایت کړي او یا یې کمپیوټر کاروي تر څو توغندي ته د هدف په لور لارښونه وکړي. زیات توغندي دوه یا د ډېرو طریقو ترکیب کاروي ترڅو په دقیقه او بریالۍ توګه هدف په نښه کړي. د هدف په نښه کوونې سیستم په توغندي باندې چې کله هدف په نښه شي توغندی باید په دې پوه شي چې د هدف موقیعت چېرې دی. د موقیعت پیدا کولو لپاره پکې (INS, TERCOM) او یا د سټلایټ لارښونې سیستم (satellite guidance) کاریږي. د لارښوونې سیستم د هغه وخت د توغندي لارښونه کولای شي چې د توغندي او هدف موقیعت مالوم کړي او له دې وروسته د لوري د واټن محاسبه کوي. یاده چاره کمپیوټر او انسان دواړه ترسره کولای شي. انسانان یې د کیبل یا د راډیو ریموټ کنټرول پر بنسټ کوي او کمپیوټر یې په اتومات سیستم کوي. د الوت سیستم د هدایت کېدو وړ توغندی د الوت سیستم ته اړتیا لري. د الوت سیستم هم مالومات ته اړتیا لري او خپل مالومات یا د هدف له موقیعت څخه تر لاسه کوي او یا د لارښونې یا هدایت له سیستم څخه یې ترلاسه کوي. تر څو توغندي ته په هوا کې مانوري خوځښت ورکړي. په دې چارې سره هدف په دقیقه توګه په نښه کوي او یا هم د خوځښت په حال کې هدف پسې تګ کوي. د الوت سیستم دوه ډولونه لري یو (vectored thrust) ده او په هغو توغندیو کې کاریږي چې تر هدف پورې رسېدو کې د الوت پر وخت هدایت کیږي دوېم (aerodynamic maneuvering) ده په دې کې د هدایت لپاره په توغندي کې وزرونه، لکۍ کې وزرونه او داسې نور شامل دي. د توغندي انجن توغندي کې دوه ډوله انجن کارېدلای شي یا راکټ انجن لري او یا جیت انجن لري. راکټ انجن لرونکی توغندی جامد سونګ توکي لري. خو ځینې بالاستیک توغندي بیا د مایع کارونکو سونګ توکو راکټ انجن لري. په کروز توغندي کې ډېر وخت جیټ انجن کاریږي او په کروز توغندیو کې د جیټ انجن ډېر عام ډول ټوربو جیټ انجن ده. په نورو توغندیو کې بیا د جیټ انجن ټوربوفان او رم جیټ ډولونه عام دي. په ټولو توغندیو کې هر ډول انجن کارېدلای شي. کوم چې د اوږد واټن لپاره توغندي دي انجن یې د څو مرحلو وي په ځانګړې توګه هغه توغندي چې د ځمکې له سطحې توغول کیږي. دا مرحلې ممکن د یوه انجن وي او یا ممکن د څو انجنونو وي د بېلګې په توګه د کروز توغندي د توغونې لپاره لمړۍ مرحله د راکټ انجن تر سره کوي دوېمه مرحله یې د تګ پر وخت جیټ انجن وي. همداسې ځینې توغندي د ټانک له میل څخه هم توغول کیږي. سروکی په یوه توغندي کې یو یا څو د چاودېدو وړ سروکي موجود وي. سروکی یې د لویې چاودنې وړتیا لري همداسې نا سوزېدلي تیل هم پکې موجود وي. د چاودېدو لپاره یې ډېر وخت د چاودېدو چارج کاریږي په انګرېزۍ کې ورته (shaped charges) نوم اخلي. په توغندي کې اټومي سروکی، بیولوجیکي سروکی، اور لګونکی سروکی، خوشيي سروکی او یا هم عام دودیز سروکی کاریږي.