Abdulrab Rahmani | [email protected]

نیوزیلینډ لوبډلې بنګلادیش لوبډلې په یو ورځینو لوبو کې کلین سویپ کړه

نیوزیلینډ لوبډلې په وروستې لوبه کې بنګلادیش ته ٨٨ منډو ماته ورکړه او د یو ورځینو لوبو جام خپل کړو د لوبې پچه د بنګلادیش لوبډ‌لې کپتان وګټله او لومړې یې بال کولو پریکړه وکړه چې نیوزیلینډ لوبډلې په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځیدو سره ٣٣٠ منډې وکړې چې نیوزیلینډ لوبډلې د توپوهونکو له لورې روس ټایلر ٦٩ ، هېنرې نیکولس ٦٤ ، ټام لېتم ٥٩ ، جیمز نیشن ٣٧ ، کولین ډی کرنډ هوم ٣٧ ، مارټېن ګوپټل ٢٩ منډي جوړکړې بنګلادیش لوبډلې د بالرانو له لورې مستفیظ الرحمان ٢ ، مهیدی حسن او روبېل حسین یو یو لوبغاړي وسوځوول بنګلادیش لوب‌ډلې دغه ستره هدف په پوره کولو کې ناکامه شوه چې ٤٦.٢ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ٢٤٢ منډي جوړکړي چې بنګلادیش لوبډلې توپوهونکو له لورې شبیر الرحمان ١٠٢ ، محمد سیف الدین ٤٤ ، مهیدی حسن ٣٧ مشفیق الرحیم ١٧ ، محمدالله ١٦ منډي جوړکړي چې نیوزیلینډ لوبډلې د بالرانو له لورې ټیم سوټي ٦ ، ټرینټ بولټ ٢ ، کولین ډی کرنډهوم ١ لوبغاړي وسوځوول د لوبې غوره لوبغاړی ټیم سوټي شو او د سیریز غوره لوبغاړی مارټېن ګوپټل شو.