Ab Ahmadzai | [email protected]

vote of confidence – د باور رایه

vote of confidence – د باور رایه دې مو ته پام وي چې د باور رایه په هغه سیستم کې چې جمهور ریس لري له هغه سیستم سره توپیر لري چې لمړی وزیر لري. باور رایه یو بهیر ده چې مقننه قوه یې د لمړي وزیر او د هغه د کابینې له واکه د لرې کولو لپاره کاروي. کوم حکومتي سیستم چې جمهور ریس لري مقننه قوه یوازې د رایې له لارې د حکومت یوه کړنه ردولای شي او یا تصدیق کوي مګر ولسمشر له واکه نشي لرې کولای. د باور رایه په هر ملک کې توپیر لري. په انګلستان او ټولو هغو ملکونو کې چې د لندن د ویسټمنسټر ماډل کاروي د باور رایه اکثریت رایې ته وایي. خو ځینې هیوادونه د باور رایه د باور ورکولو یا سلب لپاره کاروي چې د رایو اکثریت یا د باور د سلب یا اخیستلو او یا باور کولو لپاره وي. په انګلستان کې د حکومت د یوې کړنې لپاره رایه نه اخیستل کیږي بلکې د حکومت د پاتې کېدو او یا لرې کېدو لپاره پارلمان رایه ورکوي. د بېلګې په توګه په کال ۱۹۷۹ کې د انګلستان لمړي وزیر جیمز کالاهان چې باید د حکومت ګټلو لپاره یې له پارلمانه ۳۱۱ رایې ترلاسې کړې یوازې ۳۱۰ رایې ترلاسه کړې او پارلمان د واک پرېښودو ته مجبور کړ. په جرمني او سویډن کې جوړونکې یا مثبتې د بې باورۍ رایې (constructive, or positive, vote of no confidence) نوم ورته اخلي او کولای شي یو لمړی وزیر له واکه لرې کړي او بل یې ځای ناستی کړي. په هغو پارلمانونو کې چې له زیاتو تنظیمونو جوړ شوی وي او له یو بل سره سیاسي مخالفت لري د باور رایه د بې ثباتۍ سرچینه ګڼل کیږي. د بېلګې په توګه په فرانسه کې درېم جمهوریت چې د ۱۸۷۵–۱۹۴۰ کلونو ترمنځ وو او څلورم جمهوریت چې د ۱۹۴۶–۵۸ کلونو ترمنځ وو کابینې یوازې تر ۹ میاشتو پورې دوام کوه. تر اوسه پورې ډېر کم حکومتونه د باور په رایې له واکه لرې شوي او لامل یې داده چې مخکې تر رایو اخیستو زېاتو حکومتونو استعفا کړې. په جرمني کې هم د کابینې د بې ثباتۍ لړۍ د ۱۹۱۹–۳۳ کلونو ترمنځ وه له کومې چې هټلر واک ته د رسېدو ګټه پورته کړه. په هغو ملکونو کې چې حکومت پارلمان کې اکثریت چوکۍ لري لکه د اوس وخت جرمني او انګلستان د باور رایه برعکس پایله لري.