Ab Ahmadzai | [email protected]

لاجورد لار؛ افغانستان له کراچۍ بندر پرته نړۍ سره نښلول کېږي

لاجورد لار؛ افغانستان له کراچۍ بندر پرته نړۍ سره نښلول کېږي افغان ولسمشر نن د ډیسمبر پر ۱۳ هرات کې لاجورد لار پرانیسغونډه کې وویل، د دې لارې پرانیستل په دې مانا نه دي چې سوېلي اسیا سره لارې بندې شي، بلکې موخه دا ده چې سوېلي اسیا له منځنۍ اسیا او اروپا سره ونښلوو. له دې مخکې تر ډېره افغانستان د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې له نورې نړۍ سره ټرانزېټ سوداګري درلوده. خو اشرف غني دې غونډې ته وینا کې وویل، درې یا څلور کاله مخکې خلکو ګواښلو چې که دا یا هغه سړک بند کړو له لوږې به مړه شئ، خو اوس افغانستان نښلېدلی دی. "موږ بېلتون نه غواړو، اړیکي او همکاري غواړو. دا لار چې پرانیستله شوه، په دې مانا نه دي چې سوېلي اسیا سره لارې بندې شي، بلکې موخه دا ده چې سوېلي اسیا له منځنۍ اسیا او اروپا سره ونښلوو". ښکاريده چې د ولسمشر اشاره پاکستان ته ده. ځکه چې له پاکستان سره په ټرانزيټي برخه کې د ستونزو پر وخت لارې تړل کېدې او د افغان سوداګرو مالونه به په کراچۍ بندر کې په میاشتو میاشتو پاتې وو. * اروپا ته د افغانستان پر لاره هوکړه وشوه * د لاجوردو لاره افغانستان تر کومه رسولی شي؟ ولسمشر غني په ازمایښتتي ډول د لسو موټرو د لېږد په مهال افغان رسنیو ته وویل، چې افغانستان د سیمې څلور لارې ده: "د لاجورد په څېر به لسګونو نورې لارې ووینئ او دا وطن به په پښو درېږي". افغانستان لاجور لار سره په نوې او ارزانه لار خپل توکي تر منځني ختیځ، اروپا او افریقا رسولی شي. افغان ولسمشر محمد اشرف غني درې کاله مخکې ویل، چې د دې لارې سره به افغانستان ۸۰ سلنه صادرات او واردات له اروپا سره ولري. د افغانستان د ټرانزیټي او سوداګري اسانتیاوو لوی مشر ډاکټر سید یحیا اخلاقي بي بي سي ته وویل، د لاجور لار پرانیستلو سره افغانستان د څلورو هېواونو له لارې اروپا سره نښلي: "د افغانستان بهرنۍ سوداګري پراخوي او بهرنۍ سوداګرۍ کې انډول راولي". د لارې پرانیستلو په وخت لس افغان لارۍ د ترکیې په لور وخوځېدې، چې د چارواکو په وینا ۸۳ ټنه مالوچ، ۲۳ ټنه ممیز، ۲۶ ټنه د هندواڼې زړې او ۲،۵ ټنه کونځلې پکې دي. د لاجورد لار تړون لاجورد لار د افغانستان له د منځنۍ اسيا د هېوادونو په منځ تېرېږي او د ترکيې له لارې ازادو اوبو ته رسېږي. د دې لارې تړون د ۲۰۱۷ کال نومبر پر ۱۵ د افغانستان، ترکمنستان، ګورجستان،ازربایجان او ترکیی د بهرنیو چارو وزیرانو په عشق اباد کی لاسلیک کړ. * د افغانستان او پاکستان سوداګریزې اړیکې: د چا ګټه او د چا تاوان؟ * 'اروپا ته د لاجوردو له لارې ۸۰٪ افغان صادرات او واردات' د لاجوردو لار د افغانستان د هرات له تور غونډۍ او د فاریاب له اقینې بندرونو پیلېږي او د ترکمنستان د ترکمن باشي بندر ته رسېږي. دغه لار له ترکمنستان، ازربایجان او ګورجستان څخه تر تورې بحیرې او د ترکې نه په تېریدو افغانستان له ازادو اوبو سره ونښلوي. له کراچۍ بندر څه ښېګڼې لري؟ افغانستان چې سمندر ته لار نه لري تېر کې یې د خپلو صادراتو او وارداتو لپاره تر ډېره د پاکستان کر او ايران بندرونه کارول. افغانستان له ګاونډيو په ځانګړي ډول له پاکستان سره په ترانزيتي برخه کې ستونزې لري او ځينې وخت د افغان سوداګرو مالونه په مياشتو مياشتو کراچۍ بندر کې ايسار وي. کابل په وروستيو کلونو کې هڅه کړې چې د پاکستان او ايران پر ځای د خپلو صادراتو او وارداتو لپاره نورې لارې ولټوي، او وروسته له دې به يې تکيه د لاجوردو پر لار وي. افغان ولسمشر محمد اشرف غني درې کاله مخکې ویل، چې د دې لارې سره به افغانستان ۸۰ سلنه صادرات او واردات له اروپا سره ولري. ویل کېږي افغان سوداګر د کراچۍ پرتله په کم وخت او کم لګښت سره خپل توکي له دې لارې لېږدولی شي. چارواکی وایی د کراچۍ د بندر پر تله، له دی لاری اروپا ته د صادراتي توکو د لیږدولو چاره به درې یا څلور ورځې کم وخت اخلي. دا راز هره لارۍ به د کراچۍ د بندر پر تله، له دې لارې په دوه نیم یا درې زره ډالره کم لګښت رسیږي. ولې لاجورد نومېږي؟ ااشرف غني د لاجورد لار غونډې ته وینا کې دا هم وویل، چې ولې دې لارې ته لاجورد نوم ور کړل شوی دی. د هغه په خبره، لاجورد لار څلور زره کاله پخوا ایجاده شوې وه: "څلور زره کاله مخکې د بدخشان لاجورد له دې لارې مصر او هندوستان ته تلل او د ورېښمو لار دوه زره کاله مخکې جوړه شوه". افغان چارواکي وايي، لرغونې لاجورد سره د افغانستان لاجورد او نورې ګرانبیه ډبرې اروپا، روسیې او د افریقا شمال ته هم لېږدېدلې. د ارګ وېبپاڼې د یوې ویډیو خپرولو سره وايي، د دې لار بیارغول افغانستان او سوېلي اسیا په لنډه او ارځانه لار له اروپا، منځني ختیځ او افریقا له شمال سره نښلوي. چارواکي دا هم وايي، چې د لارې په اوږدو کې د ټولو ټرانیزيټي اسانتیاوو لپاره پټلۍ او نوي بندرونه جوړېږي. د ارګ د ویډیو له مخې، لاجورد لارې سره د افغانستان لپاره ټرانزیتي لارې زیاتېږي، ټرانیزیټ لګښت او وخت کمېږي، ګمرکي خنډونه او تعرفې له مڼځه وړل کېږي. د افغانستان د صادراتو لپاره نوي بازارونه پرانیستل کېږي او په کم قېمت د باکیفته توکو واردولو ته فرصتونو برابرېږي. دا لار رغول د اسیا په ټرانزیټي او سوداګریزې څلور لارې د افغانستان بدلولو کې مهم ګام دی. کاري اسانتیاوې په هرات کې د بي بي سي خبریال محمد قاضي زاده وايي، لاجورد لار به د سیمې او هېوادو په کچه د ګټو ترڅنګ د افغانستان لویدیځې حوزې ته هم د اقتصاد له پلوه ځانګړې ګټه ورسوې ځکه په ټرانزیټي چارو کې به خلکو ته د کار زمینه پيدا شي. ویل کیږی افغانستان عملا له دې لارې د ګټی اخستنی امکانات لري خو په افغانستان کې د ننه د دې لارې سره د پټلۍ او نورو سړکونو د نښلولو لپاره به دوه ملیارده ډالرو ته په اوږد مهال کې اړتیا وي.