Ab Ahmadzai | [email protected]

Aleppo – حلب

Aleppo – حلب د سوریې په شمال لوېدیځه برخه کې واقع ده. د ترکې له پولې تقریبا ۳۰ مایله (۵۰ کیلو متره) سوېل لور کې پروت ده. حلب د سوداګرېز لارو لپاره څلور لارې ګڼل کیږي. تقریبا ۶۰ مایله په لوېدیځ کې له مدیترانې سمندر او په ختیځ کې له فرات سیند (Euphrates River) څخه واټن کې پروت ده. په ۲۰۰۴ کال کې یې نفوس ۲۱۳۲۱۰۰ وو. د حلب تاریخ د حلب ښار دقیق عمر تر اوسه نده مالوم شوی خو د نړۍ تر ټولو د زوړ ښارونو په منځ کې یو ګڼل کیږي چېرې چې په دوامداره توګه خلک مېشت شوي. ګمان کیږي چې په حلب کې لمړي مېشت شوو خلکو د عصري ښار په مرکز کې د غونډیو له پاسه خپل کورونه جوړ کړي وي تر څو له غونډیو د سیمې دفاع وکړي، د غونډیو لاندې د کرنې وړ ځمکه وکري خو تر نن پورې په سیمه کې په دوامداره توګه د خلکو مېشت کېدنې لرغون پوهانو ته د ښار عمر مالومول ستونزمن کړي. اوسنی عربي حلب نوم یې له سامي ژبو (Semitic) سرچینه اخیستې. د پخواني اېبلا ښار په ارشیف کې له زېږېدیز کال څخه تقریبا ۳۰۰ کاله وړاندې د عبادت اړینه سیمه ګڼل شوې چېرې چې د حداد په نامه د توپان د خدای عبادت کېده. د ۲۰ پېړۍ په پای کې لرغون پوهانو یاده عبادتخونه د حلب ښار د منځنیو پېړیو په کلا کې راووېسته کومه چې د ښار په منځ کې د غونډۍ له پاسه ده. د عبادتخونې تر ټولو زړې برخې له زېږېدیز کال څخه د ۱۰۰۰ کالو وړاندې ترمنځ دي او په همدې زرو کلونو کې د عبادتخونې ودانۍ څو ځلې جوړه شوې. د ورانو شوو دیوالونو ډبلوالی یې ښي چې عبادتخونه یو لوړ برج وو کوم چې له لرې سیمې ښکارېده. له زېږېدیز کال څخه ۱۸ پېړۍ وړاندې حلب د یامخاد د اموري سلطنت مرکز وو خو وروسته له زېږېدیز کال څخه وړاندې د ۱۷ او ۱۴ پېړۍ تر منځ هیتیت، مصریانو، میتانیانو او بیا بېرته د هیتیت د تسلط لاندې شو. د پېړیو له تېرېدو سره یې موقتي استقلال تر لاسه کړ لکه د هیتیت شهزاده سیمه کېدل. له زېږېدیز کال څخه وړاندې په ۸ پېړۍ کې اشوریانو یا عاشوریانو ونیوه او له دوي وروسته له زېږېدیز کال څخه وړاندې د ۶ او ۴ پېړۍ تر منځ یې کنټرول د ایران هخامنشیانو ترلاسه کړ. د اشوریانو او د ایران د هخامنشیانو پر وخت د ښار د تاریخي یادون نشتون ښي چې حلب په دې وخت کې خپل ارزښت له لاسه ورکړی وو. له زېږېدیز کال څخه درې پېړۍ وړاندې د سېلیوسیدیانو لاسته ولوېده چا چې له حلب څخه د مکدونیا مستعمره جوړه کړه، بېرویا (Beroea) نوم یې پرې کېښود او د هلنستي دورې (Hellenistic period) تر ټولو با ارزښته ښار شو. له زېږېدیز کال څخه یوه پېړۍ وړاندې د سوریې د روم ولایت یوه برخه شوه او ګمان کیږي چې په همدې وخت کې یهودان هم په حلب کې مېشت شول او له زېږېدیز کال څخه وروسته پکې عیسوۍ ټولنې هم جوړې شوې. د بایزانتین (Byzantine) تر واک لاندې حلب ښار د سوداګرو د کاروان لپاره مرکز شو خو د پارس د ساسانیانو پاچا لمړي خسرو په ۵۴۰ زېږېدیز کال کې چور کړ او ښار یې وسوزوه. په ۶۳۷ زېږېدیز کال کې د حلب ښار عربو ونیوه. په ۱۰ پېړۍ کې حلب ښار د حمدانیانو کورنۍ ونیوه او بلاخره دې کورنۍ حلب ته بیا ځلې ژوند را وګرځوه د دې تر څنګ یې د شیعه مذهب مدرسې جوړې کړې. په دې وخت کې د الفرابي په نامه فیلسوف او الموتنابي په نامه شاعر هم حلب کې مېشت وو خو په ۹۶۲ کې د بایزانتین پوځونو د فوکاس دوېم نیسفوروس تر واک لاندې په سیمه برید وکړ او ښار یې لوټ کړ په دې موده کې حلب د واک ترلاسه کولو لپاره د مختلفو ډلو ترمنځ د جګړې په میدان بدل شو. په ۱۲ پېړۍ کې حلب د مسلمانانو د مقاومت په مرکز بدل شو. د ۱۱۲۴–۲۵ کلونو تر منځ د صلیبیانو او مسلمانانو تر منځ جګړې وشوې. د حلب ښار په ۱۱۲۹ کې عماد الدین زنګي ونیوه او صلیبیانو ته یې کلکه ماته ورکړه له عماد الدین زنګي وروسته یې زوی نور الدین په حلب کې واک لره. کله چې نور الدین مړ شو له مرګه وروسته د ایوبیانو کورنۍ په حلب کې واک ترلاسه کړ د واک ترلاسه کولو بنسټ یې صلاح الدین ایښی وو. د ایوبیانو د واک لاندې حلب کې یوه استثنایي سوکالي رامنځته شوه. په دې وخت کې د ایټالیا د ونیس له خلکو سره تړونونه وشول او حلب ښار د اسیا او اروپا ترمنځ د سوداګرۍ په څلور لارو بدل شو، د ښار اطراف پراخه شول، د ښار په مرکز کې د غونډۍ له پاسه کلا بېرته ورغول شوه، د سني ډلو دیني مدرسې جوړې شوې تر څو بېرته د شیعه ګانو ځای ونیسي (شیعه ډلو خپل بنسټونه د حمدیانو پر وخت ایښي وو). په ۱۲۶۰ کې ناڅاپه د ایوبیانو واک پای ته ورسېده او حلب مغولیانو ونیوه او په حلب کې یې ټولوژنه وکړه. خو ډېر ژر مغولیان د مصر مملوکیانو له حلب څخه ووېستل. په ۱۵ پېړۍ کې بېرته سوداګریز ارزښت ورکړل شو او د حلب له لارې سوداګري پیل شوه. په ۱۵۱۶ کال د عثماني خلافت سره یو ځای شو او د سوریې د شمالي ولایت مرکز وټاکل شو. په دې وخت کې حلب ته د ایران ورېښم او د هند مسالې او مرچ واردېدل. په ۱۶ او ۱۷ پېړۍ کې د عثماني خلافت درېم لوی ښار شو چې له اوسني استانبول پخواني کانستانتینوپل او د مصر له قاهرې وروسته لوی ښار ګڼل کېده. په سوداګریزو دفترونو کې یې انګرېزان، المانیان او فرانسوي مشاورین موجود وو په ۱۸ پېرۍ کې کله چې د صفویانو کورنۍ په ایران واک له لاسه ورکړ نو د ورېښمو سوداګري هم له منځه ولاړه، د دې تر څنګ د سوداګرۍ لارې هم بدلې شوې او هغه سیمو ته ولاړې کومو چې له مدیترانې سره سمندر غاړې لرلې. د ۱۸ پېړۍ پای کې د عثماني خلافت واک په حلب کې په کمېدو شو او د ډلو ترمنځ شخړې زیاتې شوې. په ۱۸۵۰ کال کې عثماني خلافت چې کله په سیمه کې کمزوری شوی وو خلکو د حلب عیسوۍ ټولنې ضد له تاوتریخوالي ډک پاڅون وکړ او د سیمې ټول عیسویان یې لوټ کړل. خو وروسته عثماني خلافت بېرته په سیمه واکمن شو. د عصري سوریې پولې انګلستان او فرانسې د لمړۍ نړیوالې جګړې په پای کې ټاکلي او دې چارې د حلب ښار له هغو سیمو پرې کړ د کومو لپاره چې سوداګریز مرکز وو لکه د عراق او سوېل ختیځې ترکې لپاره خو له دې سره سره حلب ښار کې صنعت ادامه لرله او ډېر ژر د دمشق سره په رقابت کې په یوه صنعتي ښار بدل شو. په ۲۰ پېړۍ کې له چار چاپېره سیمو خلک د حلب ښار ته کډوال شول او ابادي یې زیاته کړه. په ۲۰ پېړۍ کې په سوریه کې علوي شیعه پوځي افسر واک ترلاسه کړ کوم چې په حلب ځینې وخت د سنیانو ضد تاوتریخوالی رامنځته کړ. په ۱۹۷۹ کال کې د حلب خلکو د حفظ الاسد ضد پاڅون وکړ او د حلب یوه پوځي اګاډمۍ کې یې ۵۰ علوي شیعه افسران قتل کړل. حکومت هم د خلکو دې چارې ته په ۱۹۸۰ کې غبرګون وښوده او په حلب کې یې د ځانکړو ځواکونو عملیات پیل کړل په پایله کې سلګونه خلک مړه شول. په ۲۰۱۱ کال کې چې په سوریه کې د بشر الاسد ضد پاڅون وشو په پیل کې حلب ارام وو خو کله چې پاڅون په کورنۍ جګړه بدل شو حلب یې د فعالیت مرکز شو او د ۲۰۱۲ کال په اوړي کې حلب یو ځل بیا تکامل ته رسېدلې جګړه تجربه کړه. عصري حلب حلب تقریبا د ۱۳۰۰ فټه (۴۰۰ متره) په لوړې هوارې کې واقع ده. په سوریه کې د نورو سیمو په پرتله ډېره حاصلخېزه ځمکه نلري. خو د کویاک سیند له امله کوم چې په ښار کې تېر شوی غنم او نورې غلې لري مګر سیند کې تل اوبه نه وي او لامل یې ترکیه کې د اوبو زیاته کارونه ده. تود نیم وچ اقلیم لري، کم ورښت او اوږد اوړی لري. د حلب ښار کې لکه د سوریې په نورو سیمو اکثریت سنیان، په دوېم ګام کې علویان او درېم ګام کې عیسویان دي، له دې پرته د نړیوالې جګړې پر مهال ۵۰۰۰۰ ارمني مهاجر سیمه کې مېشت شول همداسې ترکمن او کردان هم لري. یهودان له پخوا څخه پکې وو او له همدې امله د یهودو اړین کلتوري مرکز ګڼل کیږي. په ۱۵ پېړۍ کې هسپانیا ځینې یهودان وشړل او ګمان کیږي چې حلب ته کډوال شوي. په ۱۹۴۸ کې کله چې صهیونیستان د فلسطین په خاوره کې مېشت شول په حلب کې د مسلمانانو او یهودو ترمنځ شخړې وشوې او بلاخره په همدې کال کې ډېر یهود له سیمې کډوال شول کوم چې په حلب کې پاتې وو په ۱۹۹۰ لسیزه کې یې حلب پرېښود. د حلب بنسټیز صنعت د صابون تولید، رنګ، په ورېښمو اوبدل شوي توکي او کاټن وو. همداسې وړۍ مغزي او وچه میوه هم لري. د بغداد له استانبول او د دمشق له بیروت سره نښلونکی ښار ده یاد ښارونه یې د رېل لارې او سرکونو له لارې سره نښلولي. نړیوال هوایي ډګر یې هم لره. حلب د عربو د میوزیک، شاعرۍ، پخلنځي او اوبدنې مرکز هم وو. د حلب کلا ګانې د منځنیو پېړیو د اسلامي مهندسۍ تر ټولو ښه بېلګه ده