Ab Ahmadzai | [email protected]

Surface-to-surface missile – له ځمکې یا سمندر د ځمکې او سمندر په نښه کوونکی توغندی

Surface-to-surface missile – له ځمکې یا سمندر د ځمکې او سمندر په نښه کوونکی توغندی لنډیز یې (SSM) ده. د (ground-to-ground missile GGM) په نامه هم یادیږي. له وږې فیر کېدونکي ډولونه هم لري، ځینې ډولونه یې په پښو نصب کیږي او ځینې ډولونه یې له کیشتۍ توغول کیږي همداسې په بکتر بند موټرو هم د نصب کېدو وړ دي. د ځواک لپاره یې د راکټ انجن پکې کارېدلی وي او یا هم د چاودېدونکي چارج په ذریعه توغول کیږي. تر ټولو لمړی جوړ شوی توغندی (V-1 flying bomb) وو. کوم چې د هدایت کېدو وړ ندي د راکټ په نامه یادیږي لکه ار پي جي راکټ کوم چې د ټانک ضد کاریږي. کوم چې د هدایت کېدو وړ دي د توغندي په نامه یادیږي لکه (BGM-71 TOW or AT-2 Swatter) دواړه د ټانک ضد د هدایت کېدو وړ توغندي دي.