Wissa Malikzai | [email protected]

د انفلاسيون کنترول په پرمختيايي هيوادونو کى

په پرمختياي هيوادونو کي د انفلاسيون ډولونه ترتيب کوونکې: ويسا ملکزى ١- د تقاضا د فشار په وجه انفلاسيون: دغه انفلاسيون هغه وخت رامنځته کيږي کله چي تقاضا د عرضي څخه زياته سي. تقاضا د مختلفو وجوهاتو له امله زياته سي مثلاً: د نفوسو زياتوالي په وجه تقاضا ، د حکومت د مصارفو په وجه تقاضا ، د پيسو د عرضي د زياتوالي په وجه. ٢- د توليدي مصارفو د فشار له امله انفلاسيون: دا ډول انفلاسيون د توليد د لګښت د زياتوالي له امله رامنځته کيږي ، د مثال په توګه که چيري د تيلو بيعئ لوړي سي نو د ټولو هغو صنعتي فابريکو چي د تيلو له انرژي ګټه اخلي د توليد لګښت ورسره زياتوي چي پدي صورت کي دوي مجبوريږي چي توليد کم او د توليداتو قيمتونه لوړ کړي چي دغه انفلاسيون دري #عمده_علتونه لري. الف - که چيري د کارګرانو اتحادي منظمي وي د قيمتونو د لوړوالي په وجه لوړ مزدونه غواړي چي په دې سره توليدي مصارف زياتيږي . ب - هغه لوي تصدي چي په بازار باندي ئي اثر غورځولاي سي د خپلو ګټو د زياتوالي لپاره خپل مصارف لوړوي . ج - که په نړيواله کچه د خامو موادو په عرضه کي زياتوالي رامنځته سي او ياهم په قصدي ډول سره د يو جنس عرضه کمه سي نو پدي صورت کي د جنس قيمت لوړيږي چي دا هم د توليدي مصارفو د لوړوالي سبب ګرځي لکه انرژي . ٣- ساختماني انفلاسيون: د تقاضا د زياتوالي او يا مصارفو د زياتوالي د انفلاسيون څخه علاوه، پروفيسور چارلز شلټرز د ساختماني انفلاسيون نظريه هم وړاندي کړيده ، د نوموړي د نظري مطابق دغه انفلاسيون هغه وخت منځته راځي کله چي په ملک کي د داخلي تقاضا په جوړښت کي تغيرات رامنځته سي ، نوموړي عالم وائي کله چي په هيواد کي په ځينو سکتورونو کي اجناسو ته تقاضا زياته شي نو ددي سره سم په قيمتونو او مزدونو کي هم اضافه والي راځي . ليکن برعکس په ځينو هغو سکتورونو کي چي اجناسو ته تقاضا کمه سي نو ورسره قيمتونه او مزدونه نه کميږي . ددي نظري په اساس انفلاسيون ددي په وجه ندي رامنځته سوي چي مجموعي تقاضا لوړه سوي بلکي ددي په وجه انفلاسيون رامنځته شوي چي د مصرف کونکو په ذوق کي ځيني تغيرات رامينځته سوي ، نو له دې کبله مصرف کونکي بعضي صنعتي اجناس زيات خوښوي او بعضي نه خوښوي . هغه اجناس چي تقاضا ورته کمه سوي په قيمتونو کي د کموالي هيڅ ميلان نه ليدل کيږي ، او هغه صنعتي اجناس چي تقاضا ورته زياته سوي ددي سره سم ددغو اجناسو قيمتونه اوهم ئي د توليدي وسايلو قيمتونه په موازي ډول لوړيږي او انفلاسيون رامنځته کيږي. او دا انفلاسيون ددي په وجه رامنځته کيږي چي په بعضي سکتورونو کي اجناسو ته تقاضا ځيني بدلونه رامنځته سوي . ٤- د کرنسي په وجه انفلاسيون: که په يو ملک کي د پيسو د مقدار د زياتوالي په وجه په مسلسل ډول سره په قيمتونو کي هم زياتوالي راسي ، نو دغه ډول انفلاسيون ته د پيسو انفلاسيون ويل کيږي . ٥- د اعتباري پيسو انفلاسيون:که په يو هيواد کي د بانکونو د زياتو قرضونو د ورکولو په وجه انفلاسيون رامنځته سي ، نو دغه ډول انفلاسيون ته د اعتباري پيسو انفلاسيون ويل کيږي. ٦- د بويجي د کسر په وجه رامنځته کيدونکي انفلاسيون: اکثره وختونه کله چي د حکومت په بوديجه کي کسر رامنځته سي ، په دې معنۍ چي عوايد ئي نظر و مصارفو ته کم سي نو پدې صورت کي حکومت د بويجي د کسر د پوره کولو لپاره نوي بانک نوټونه چاپوي ، چي پدي سره تقاضا زياتيږي او د انفلاسيون د رامنځته کيدو سبب ګرځي . ٧- خلاص يا ازاد انفلاسيون: که چيري په قيمتونو کي په مسلسل ډول اضافه والي رامنځته سي او ددې د مخنيوي لپاره وسايل پکار وانه چول سي نو له دې امله چي کوم انفلاسيون رامنځته کيږي هغه ته خلاص انفلاسيون ويل کيږي . ٨- خفيف انفلاسيون: که په يو هيواد کي په قيمتونو کي په ورو ورو ډول اضافوالي راسي ، نو هغه ته خفيف انفلاسيون ويل کيږي . ٩- شديد انفلاسيون : کله چي په يو هيواد کي په ډير سرعت سره په قيمتونه کي اضافه والي راسي نو دې ته شديد انفلاسيون ويل کيږي ، چي دغه انفلاسيون د جنګ او نورو غيرو مترقبه پېښو څخه ورسته رامنځته کيږي.