Wissa Malikzai | [email protected]

Function of finanacial market دمالى مارکيټونو دندى

د_مالې_مارکیټونو_دندې (Function Of Financial Markets) مالې مارکیټونه د سرمایې د انتقال مهمه او اساسې دنده سرته رسوي د سرمایې (Fund) انتقال د هغه مازاد لرونکو (کورنیو، دولت،تصدیو..) څخه چې عواید یې له لګښتونو څخه زیات وي هغه چاته چې د Fund دکمبود سره مخامخ وي او د زیاتو لګښتونو غوښتنه ورڅخه کیږي انتقال صورت نیسې او ددې په واسطه خپل مصارف تمویل کوې نو پدې اساس مالې مارکیټونه د سرمایې انتقال اساسې دنده سرته رسوې دغه دنده په خلاصه ډول په لاندې شکل کې ښودل شویده. په شکل کې مازاد لرونکې اشخاص کوم چې سپما یې کړې وي او غواړي چې خپله سرمایه په قرض ورکړي په چپ طرف کې ښودل شوې دي او هغه اشخاص سرایې ته ضرورت لري. عمده پس انداز کوونکې کورنی وې لیکن په ځینې وختونو کې سودګریزي تصدی،دولت او بهرنیان هم پس اندازکوي او هغه نورو ته په قرض ورکوي تر ټولو مهم قرض اخستونکې او د هغوی مصرف کوونکې کاروباري اداري او دولت (مخصوصاً مرکري دولت) وي لیکن کورنی او نور بهرنیان هم بعضې وخت قرض اخستلو ته اړ کیږي ترڅو د خپلو موټرو، فرنیچر او کورونو وغیره لګښتونه تمویل کړي. په شکل کې لیدل کیږي چې د سرمایې انتقال یا جریان د سپما کوونکو څخه قرض اخستونکو ته په دوه ډوله صورت نیسې: ۱ـ مستقیم تمویل(Direct Finance): پدي تمویل کې قرض اخستونکې په مستقیم ډول په مالي مارکیټونو کې د قیمتې اوراقو په نشرولو سره د قرض ورکوونکو څخه سرمایه (Fund) ترلاسه کوي کوم چې د قرض اخستونکي راتلونکې عوایدو یا شتمنیو باندې پور(Claim) وي. قیمتې اوراق (Securities) د اخستونکو لپاره شتمني ده لیکن د هغه اشخاصو لپاره څوک یې چې پلوري دهغوی لپاره پور (Liability) دی، د بیلګې په ډول که چیرته جنرل موټر کمپنی ته فنډ د ترلاسه کولو ضرورت پیښ شي ترڅو وکولای شي چې یو برقې موټر تولید کړي هغه باید دبانډونو، دقرضې اسنادو وغیره په نشرولوسره فنډ ترلاسه کړي اودغه قرض په یو معین وخت کې (د سود سره) وخت په وخت د تادیه کولو وعده ورکړي. ولي د یو اقتصاد لپاره د فنډ انتقال د پس انداز کوونکو څخه هغه اشخاصو ته چې د پانګې د کمښت سره مخامخ دي ډیر مهم دی؟ ددي ځواب دا کیدای شي هغه اشخاص چې په دایمې ډول پس انداز کوي او د یوي ګټورې پانګه اچونې شرایط ورته برابرنه وې نو پدي حالت کې دغه پس انداز کوونکې د سپما شوې پیسوڅخه ګټه نشي ترلاسه کولای او ددي په مقابل کې هغه اشخاص چې موثرې اوګټورې پانګه اچونې شرایط ورته برابروې او د پانګې د کمښت سره مخامخ وي نو دوی کولای شي چې د پس انداز کونکو څخه د سود په مقابل کې پور ترلاسه کړي او خپلې اړتیاوې رفع کړي پدې صورت کې دغه د فنډ (پیسو) انتقال د دواړو لورو لپاره ګټور تمامیږي او دغه عمل یوازي د مالي مارکیټونو د موجودیت په صورت ترسره کیږي. اوس مونږ ویلای شو چې مالي مارکیټونه د یو هیواد په اقتصاد کې مهمه دنده سرته رسوي او دغه شرایط مهیا کوي چې فنډانتقال د هغه اشخاصو چې د موثرې پانګه اچونې شرایط مهیا نوي هغه اشخاصوته انتقال کړي چې دغه شرایط ورته اماده وي، پدي اساس مالي مارکیټونه په موثر ډول د پانګې تخصیص رامنځته کوي چې دغه د پانګې تخصیص په یو هیواد کې تولید او د موثریت د لوړوالي سبب ګرځې. ۲ـ غیر مستقیم تمویل (Indirect Finance): پدې ډول تمویل کې پانګه اچوونکې په مستقیم ډول قیمتې اوراقو نشرولو سره فنډ نه ترلاسه کوي بلکې د نورو مالي منځګړیو څخه خپل د ضرورت وړ فنډ لاسته راوړي لکه بانکونه ، دلالان او داسې نور... مونږ پدې باندې وپوهیدو چې فنډ په کوم ډول د قرض اخیستونکو او قرض ورکونکو ترمنځ انتقال مومي. لکه څرنګه چې مونږ پوهیږو مالي مارکیټونه د هغه مارکیټونو څخه عبارت دی چیرته چې د مالي شتمنیو راکړه ورکړه ترسره کیږي. #د_مالي_مارکیټونه_مهمي_او_اساسې_دندې ۱ـ د پور ورکول او اخیستل (Lending and Borrowing): مالي مارکیټونه دیونماینده څخه بل نماینده ته د پانګې اچونې یا نورو لګښتونو لپاره د فنډ (داخیستلوتوان) په انتقالولو کې اسانتیا رامنځته کوي اوپدي اساس خپل د پانګې اچوني پلانونه پرمخ بیایې. ۲ـ د قیمت تعینول(Price Determination): مالي مارکیټونه د پلورونکې او پیردونکې ترمنځ د مالي شتمنیو د راکړي ورکړي د قیمت د تعینولو دنده سرته رسوي او همدارنګه د نوو نشر شویو مالي شتمنیو او په مارکیټ کې د موجوده مالي شتمنیو لپاره قیمت په تعینولو کې مهم رول لوبوي. ۳ـ د معلوماتوجمع آوري اوهم اهنګې(Information Aggregation and coordination) مالي مارکیټونه د مالي شتمنیو د ارزښت او همدرنګه پور ورکوونکو څخه پور اخیستونکو ته د فنډ د انتقال او جریان په هکله د معلوماتو د جمع اوری او هم اهنګی دنده سرته رسوي او مالي مارکیټونو کې د برخه اخیستونکو فعالیتونه د مارکیټ په مختلفو برخو کې د معلوماتو د جمع کولو او د هغوی د پراختیا سبب ګرځي او د مالي شتمنیو په معاملاتي لګښتونو کمښت راولى . ۴ـ د خطر شریکول (Risk Sharing): مالي مارکیټونه د پانګه اچوونکو څخه هغه اشخاصو ته څوک چي د پانګه اچوونکو لپاره فنډ اماده کوي خطر انتقالوي او د دوی ترمنځ خطر ویشي نو په دي اساس پانګه اچوونکې د خطر د رامنخته کیدو په صورت کي ډیر نه متضرره کیږي. ۵ـ سیالیت (Liquidity): مالي مارکیټونه هغه اشخاصو ته چې مالي شتمنی د ځانه سره لري په اسانی سره کولای شي چې د ضرورت په وخت کې مالي شتمنی په نغده بدلې کړي او خپل ضرورتونه رفع او معاملات په اسانې سره ترسره کړي. ۶ـ موثریت (Efficiency): مالي مارکیټونه د په معاملاتي او معلوماتي لګښتونوکې کمښت راولي او د موثریت د لوړوالې سبب ګرځي. ۷ـ د منابعو انتقال(Transfer of Resources): مالي مارکیټونه د حقیقي اقتصادي منابعوانتقال د قرض ورکوونکي څخه پور اخیستونکي ته اسانه کوي. ۸ـ د عاید لوړوالی (Enhancing income): د مالي مارکیټونو پواسطه پورورکوونکي د پور په مقابل کي سود ترلاسه کوي چې دغه سود د انفرادي اشخاصو په عاید کې لوړوالی راولي چې دغه لوړوالی مستقیماً په ملي عاید کې د لوړوالي سبب ګرځي. ۹ـ د فنډ موثر استعمال(Productive Usage of Fund ): مالي مارکیټونه د هغه فنډ کوم چې د پانګه اچوونکولخوا په پور اخیستل شوي وي په موثر ډول د استعمال اسانتیا رامنخته کوي او په عوایدو او ناخالص ملي تولیداتو کې د زیاتوالي سبب ګرځې. ۱۰ـ د پانګې جوړښت (Capital Formation): مالي مارکیټونه د فنډ انتقال سهولت رامنخته کوي چې د هغې پواسطه د نوې پس انداز انتقال په هیواد کې د پانګې د جوړښت او تشکل سبب ګرځي. ۱۱ـ دخرڅلاو میکانیزم (Sales Mechanism): مالي مارکیټونه د هغه مالي شتمنیو لپاره کوم چې د پانګه اچوونکو لخوا په خرڅلاو رسیږي یو میکانیزم مهیا کوي ترڅو وکولای شي ددي شتمنیو د نقدګی او بازار ته د عرضه کولو څخه ګټه ترلاسه کړي.