Ab Ahmadzai | [email protected]

کؤرمه څنګه له افغانستان جلا شوه؟

کرمه تر ۱۸۹۰ م د افغانستان خاوره وه. دا د کابل حکومت له خوا یو حاکم اداره کوو.
د ۱۹ میلادي پېړي په نیمایی کې دلته ۵۴ زرو شا خلک مېشت وو چې ۴۴ زره يې پښتانه وو. د کرمې سیند چاپېره د شنو غرونو په جنوب کې وزیرستان، لوېدیځ کې خوست، ختیځ کې بنو او د کوهاټ ښارونه دي. دلته د پاړاچنار نه علاوه، ۱۶۶ کلي دي چې پکې ۱۲ زره توري (طوري) ۶ زره بنګښ و، ورپسې ورکزي، منګل، پاړا چمکني، غلجي، مقبل، ځاځي، علیزي، موسازي او هندوان وسیدل. د کرمې دوه قامونه توري او بنګښ خپل ځان پښتانه نه ګڼي. شیعه بنګښ وایي چې دوی د خالد بن ولید د ټبر نه دي. توري خپل ځان د یو ترک ” توغاني” اولاده ګڼي چې میرمن يې د پارس وه او لومړی د افغانستان په “آریوبا” کې میشت وو. په ژمي کې به يې خپل پسونه د اټک تر نیلاب یوړل او په اوړي کې به کرمې ته ورتلل. ددې روایاتو سره سره ځینې بنګښ سني او ځینې ورکزی شیعه ګان هم په کرمه کې میشت دي.
په ۱۸۱۹ م کې سیکانو کوهاټ کې چاوڼۍ لرله خو کرمه يې پخپل حال پریښوده. د سیکانو وروسته په ۱۸۵۶م کی د “نیول چیمبرلېن” په مشرۍ ۵ زره برطانوي پوځ پاړا چنار (توتکی) کی خپل مرکز جوړکړو چې د امیر دوست محمد خان د زوی اعظم خان په لاس کې وه. ده په خپلې خاورې د انګریز دا تیری څنګه ومنلو؟ دلیل نشته. بل کال انګریزانو د کرمې سیند شمال کې “مالانه” او په ختیځ کی “ذیران” بندونه جوړکړل. په ۱۸۵۹ م کې توري قام د کابل خیل وزیرو په ضد د انګریزسره لاسونه یوکړل.
په ۱۸۶۳ م کې د پلار له مړینې وروسته، اعظم خان، خپل ورور امیرشیرعلیخان ته د سر ټیټولو نه انکار وکړو، له کرمې ووتلو او په هند کې انګریز سره يې پناه واخیسته. د کابل نه نوې حاکم محمد رفیق خان کرمې ته ورغلو نو کوز میرانزو په کوهاټ کې انګریز ډپټي کمشنر ته خواست وکړو چې ددوی سیمه دې کوهاټ سره یوځای کړي. برمیرانزو او نورو قامونو به د انګریز مفرورانو ته پناه ورکوله او په کوهاټ کی يې بنګښو او خټکو په کلیو حملې کولې. د ۱۸۶۴ م په سر کې انګریزانو یو لښکرد نیول چیمبرلېن په مشرۍ “زیمښت” او نورو سیمو ته یوړو چې شا و خوا ۴۰۰۰ قبایلو په ګډه ورسره مقابله وکړه.
په ۱۸۷۷ م کې د کرمې (افغان) حاکم، شهبازخان د کال ۵۰ زره روپۍ باج او ۶ زره ځوانان د پوځ لپاره دغو قبایلو نه وغوښتل. توري قام دغه امرنه منلو او برکرمې کې يې جنګ لپاره مورچې ونیولې. افغان حکومت ورسره د روغې خبرې پېل کړې او توري په دې راضي شول چې کابل ته یوه جرګه ولېږي او ۲۵ زره روپۍ امیر ته ورډالۍ کړي.
د دویم افغان جنګ (۱۸۷۸م) سره، انګریز جنرل رابرټ فریډریک په ۲۵ نومبر د ټل نه پیواړکوتل ته لاړو. په ۲ دسمبر افغان ځواک يې شا ته ورټېله کړو او په ۲۶ دسمبريې خوست ونیولو. دا ځواک ترجنوري هم هلته وو. بل کال په مې کې دواړو غاړو روغه وکړه خو ستمبر کې بیا جنګ ونښتو ځکه “زېمښت” قام یو انګریز افسر لیفتنټ “کینلوخ” وژلې و.
په ۱۸۷۹ م کې انګریزانو د امیرمحمد یعقوب خان سره د ګندمک تړون په دوېمه ماده کې د کرمې سیمه ترځاځیو خپل لاس کې وساتله.
توري قام تر ۱۸۸۰ م اکتوبر د انګریز پوره مرسته وکړه، اکمالات يې ورته وړل او پوځي قافلې به يې بدرګه کولې. دوی د بنګښو سره یو ځای انګریز ته خواست وکړو چې د افغانستان له جغ دې ازاد او ټوله کرمه دې پخپل لاس کې واخلي. رابرټ فریډریک په۱۸۸۰ م کی توري قام ته “خپلواکي” ورکړه. مانا يې دا وه چی انګریزبه د دوی په معاملو کی مداخله نه کوي.
په ۱۸۸۵ م کې د کرمې هغه برخې چې د انګریز په لاس کې وې، د کال مالیه په دې شرح راټولوله. د “ډم” نه ۸ روپۍ، د ننداف، ترکاڼ او هندو ۳- نه تر ۸ روپو پورې – کارخانې (کهډۍ) د ۳ نه تر ۸ روپۍ. د دې نه علاوه د اس، خر، یابو او غوا میښو په خرڅلاو هم ټیکس يې اخیستو.
په ۱۸۹۰ م کی توري قام پخپله انګریز ته تسلیم شو چی مونږ “خپلواکي” نه غواړو. د جنګ د تاوان په توګه افغان والي غلام جان د توري قام نه د انګریز لپاره ۸۶۳۰ روپۍ راټولې کړې. هغه وخت کرمه په انتظامي توګه له کابل جلا او د نورو قبایلي سیمو په شان یوه ایجنسي شوه.
اولف کېرو لیکي، ” په ۱۸۹۱ م کې “سامانه” مو ونیوله او د “میرانزو” د حفاظت لپاره مو ددې تر ټولو لوړو غونډیو کلاګانې جوړې کړې. بل کال مو د ټل نه وراخوا کرمې ته د تلو فیصله وکړه.”
یو پوځي تاریخ لیکونکې چارلس کورټ ریپنګټن د “توري” په اړه لیکي، په ۱۸۹۲ م کې د دوی چارې برطانویانو پخپل لاس کې واخیستې. ” کله چې د ۱۸۹۷ م پاڅون شروع شو نو توري مونږ ته ترټولو زیات پتمن وو. دوی په مادي توګه د پیاوړی “ورکزو” سره مقابله کوله. دا یوه خوش ایند خبره ده ځکه اوس “شیعه ورکزو” هم راته ویلي دي چې د دوی چارې لکه د توریانو مونږ سمبال کړو.”
د کرمې یو انګریزچارواکي لیکي ” د توريانو په بلنه او د هغوی په رضا مونږ په ۱۸۹۴ م کې دا دره ترلاسه کړه. ترڅو چې امکان وي، دا سیمه به ورته د هغوی د “رواج” سره سم اداره کړو چې د دوی د ښه او بد د معیارنوم دی. اوس ستونزه دا ده چې ددې درې رواجونه په سمه توګه نه دي لیکل شوي او نه يې څه ریکارډ موجود دی. د “ښاغلي واټرفیلډ په لاس لیکل شوي، څو شاړ نوټونه شته خو دا هیڅ مرسته نه کوي. زما تجربه دا ده چۍ توری پخپله هم خبر نه دي چې د دوی “رواج” څه دی؟ که څوک ترې پوښتنې پېل کړي نو د هرچا جواب د هغه خپل شخصي نظر وي. نه چې د ځایی دود او د رواج د کارولو استاځیتوب وکړي.”
په اکتوبر ۱۸۹۲م کې د کرمې د امنیت ساتلو لپاره انګریز د توري قام ځوانانو په پوځي روزنه لاس پورې کړ. په شروع کې دوی “سدې” سره نزدې په “بالش خیلو” کې پراته وو او سرکاري نوم يې “توري ملیشیا” و. دغو ځوانانو ته يې د مفتوجامو اوخواړو نه علاوه، د میاشتې معاش هم ورکوو. په څو میاشتو کې د روزنې مرکز “پاړاچنار” ته يې یوړو او” کرم ملیشیا” نوم يې پرې کیښودو. دا په دوو برخو ویشلې وه چې یوه يې ګرځنده(موبایل) او دویمه په چاوڼۍ کې میشت وه. خو په ۱۹۰۲ م کې يې دواړه د یو کوماندان په لاس شول. په ۱۸۹۴ م کې د کرمې ملیشیا ۹۴۸ غړي وو چې هر کال يې شمېره زیاتېده. ددوی لومړې جنګ په ۱۸۹۷ م کې د “تیراه کمپین” و. په ۱ ستمبر ورکزو سدې سره نزدې د بالش خیلو په پوسټ حمله وکړه. دغې ملیشیا یوه ورځ او شپه ورسره مقابله کوله او ۲۰ کسان يې ووژل شول ترڅو نوره مرسته را ورسیده. په ۱۶ ستمبر ۲۰۰ شا و خوا ورکزو په “سدې” حمله وکړه خو د پوځ او ملیشیا په ګډ ځواک شا ته وتمبول.
د پېړۍ ترپای، انګریزانو په پارا چنار کې یو زندان هم جوړ کړو چې ۱۰۰ نه زیات بندي پکې ساتل کیدی شو. په “سده” او “علیزو” کې د ۱۰ کسانو د بندولو لپاره دوه حوالات او په لویو کلیوکې ۷ سرکاري ښوونځې جوړ شو. په پاړا چنار او علیزو کې دوه واړه روغتونونه و چې ۱۰- ۱۲ مریضان به پکې داخلیدی شول.
په ۱۹۰۱ م کی لارډ کرزن د کرمې نه برطانوي پوځ وویستلو او په ځای يې د کرمې ملېشیا کینوله چې زیات يې د توري قبیلې خلک وو. بل کال کرمې ملیشیا په بنو کې د وزیرو سره جنګ کې خپل ۲۰۰ کسان ورواستول. په ۱۹۰۳ م کې ددوی لپاره یو پوځي روغتون هم جوړ شو. د ملېشیا شمېره ۱۴۷۵ ته ورسېده چې د پولیسو چارې هم ددوی په لاس کې وې. په ۱۹۱۹ م کې جنرل نادرخان کرمې ته پوځ ورواستاو نو ۴ ورځې د ټل کلا هم دغه کرمې ملیشیا ساتله. بیا د ټل په کلا بیرغ په رپولو ځان يې “فاتح” اعلان کړو او امیر امان الله خان د شړلو لپاره يې انګریز سره معاملې پېل کړې.
صفیه حلیم

سرچینې
۱.د قبایلو تاریخ.میاخان اپریدی. باړه بک ایجنسي. نامعلوم نېټه.۱۶۰ مخ
۲.د کرمې او ټل تاریخ. اسیر منګل.پشتو عالمي کنوینشن پیښور. دانش خپرندویه ټولنه. ۲۰۱۱ م. ۸ او ۹ مخ
۳.آینه بنګش و تیراه. عبد الحلیم خان.۱۹۸۸م. مکتبه ارژنګ پیښور.۲۲۰ او ۲۲۱ مخ

4. Thirty Years on the North West Frontier. Leslie Mallam. Oxford University press. 2011. P 173.
5. Riwaj-The way of life in Tribal Areas. Sharifullah Dawar. Idara-i-farogh- taleem Peshawar.2017 .pp 28 and 29.
6. Imperial Gazzeter of india.vol 16. D.p 50