Ab Ahmadzai | [email protected]

د مالاکنډ جنګ

دا جنګ د انګریز لښکر او د پښتنو ګډ لښکر ترمنځ په ۱۸۹۷ م د ۲۷ جولاي نه تر ۳۰ اګست) وشو.
د نوښار نه مالاکنډ درې او کیمپ تر منځ ۴۷ میله فاصله ده. د نوښار سره نزدې د کابل سیند نه پورې، په ۱۵ میله کې مردان د انګریز چاوڼۍ لرله. د جلاله ګودر نه وروسته درګۍ په غرونو کې د مالاکنډ دره لکه د یوې لوی کاسې پرته ده. په ۱۸۹۵ م کې د چترال د جنګ په وخت د دې کاسې یو سر کې انګریز خپله کلا جوړه کړې وه. د دوی پلان و چې وروسته به کلا پریږدي خو د پامیر په غرونو کې د روسانو حرکت انګریز لپاره د خطر زنګ شو او دوی “مالاکنډ ایجنسي” جوړه کړه. په ۱۸۹۶ م کې د هډې ملا (نجم الدین اخونزاده) په مشرۍ یو لښکر د سوات نه د چترال لاره بنده کړه نو انګریزانو د مالاکنډ چاوڼۍ ته نور پوځ هم راوستلو.
د سیمې ځینو قامونو انګریز سره لاسونه یو کړي وو. راڼیزو به د حکومت نه ۳۰ زره روپۍ د کال (سبسډي) اخیستل. د دې په بدل کې ۲۰۰ وسله وال پښتنو به د انګریز افسرانو ساتنه کوله. په دیر کې د حکومت ۷۳ میله سړک د ساتلو لپاره د دیر خان ۶۰ زره روپۍ اخیستې. هغه خپل ۴۰۰ وسله وال کسان انګریز خدمت ته ټاکلي وو.
د چکدرې د څار برج (پیکټ) کی د لندن ډیلي ټیلیګراف یو خبریال ونسټن چرچل په دوربین دا لښکر څارلو. دا لومړی ځل و چې انګریزانو له دغې سیمې په مخابره (ریډیو) د جنګ د میدان حال یو بل ته ورکوو. پښتنو خپل لښکر په دوو برخو وویشلو. یوه چکدره کې پاتې شوه او بله په مالاکنډ د حملې لپاره لاړه. چرچل پخپلو یادښتونو کې وایی چې، “قبایلو به د خپلو ځوانانو نه وسله واخیسته او هغوی به يې منع کول چې په انګریز حمله مه کوئ. دوی ډېرې ړندې عقیدې لزلې او د انګریز نه ویرېدل.”
په جولای کې د سرتور ملا خپلو مریدانو سره مالاکنډ ته د یو جهاد لپاره روان شو. د سوات او بونیر خلک هم د جنډو سره مالاکنډ ته ورمات وو. په ۲۶ جولای ماسپښین د مالاکنډ چاوڼۍ افسران د “خار” پولو لوبې میدان ته ورغلل او د نورو ورځو په شان يې له لوبې خوند اخیستو. ځایی پښتانه هم هلته موجود وو. د لوبې نه وروسته کله چې افسران خپل کیمپ ته روانیدل. له نندارچیانو څو کسان ورته ورغلل او وې ویل چې پښې وباسئ ځکه یو لښکر به ورباندې حمله وکړي.
په هغه شپه د غازیانو شمیره ۱۰۰۰ شا و خوا وه. د سوات عبد الودود هم د خپلو خپلوانو سره لاړو او په جنګي صفونو کی ترټولو شا ته ودریدو. ماښام د مالاکنډ په جنوبي چاوڼۍ غازیانو ناڅاپه د ټوپکو ډزې پېل کړې. انګریز سمدلاسه مردان چاوڼۍ ته په “ټیلیګرام” کې خبر ورکړو. د کیمپ نه ۴ میله لیرې په امان دره کې لفټنټ کرنل میکرای د دوو توپو او د بنګال یو سکواډرن سره پروت و. هلته نه یوه ډله د میجر ټېلر په مشري روانه شوه چې د مقابل د ځواک او پوزیشن جاج واخلي. بیا دی پخپله هم د ۲۰ کسانو سره لاړو او ډزې يې پېل کړې. میکرای په څټ زخمي او میجر ټیلر ووژل شو. د مردان نه د “ګایډ پلټن”د میجربارف په مشرۍ د شپې ۲ بجې کومک ته ورسیدو. چرچل لیکي چې “دا بې تعلیمه قبایل په دې خبر نه وو چې په ټیلیګرام یو خبر د برطانوي سلطنت په لیرې پرتو سیمو کې زلزله راوستی شي. دوی یواځې د مالاکنډ او چکدرې کلاګانې لیدلې وې.”
د ۲۷ جولاي په سهار ۴ بجې غازیانو دزې بندې کړې چې خپل مړي او زخمیان له میدانه وباسي. د مالاکنډ شمال چاوڼۍ ته امر وشو چې هر څه جنوبي برخې ته نقل کړي او هلته دوی کلا بند شول. تر هغې ۱۲ زره غازیان په مالاکنډ کی او ۸ زره چکدرې کی راټول وو. په سیمه کې د انګریز په دریو نورو چاوڼیو هم حملې وشوې چې مالاکنډ سره مرسته ونکړي. د مالاکنډ بازار یو وار انګریز پوځ په لاس کی شو خو بیا ترې ووتل. په دغه ورځ د انګریز د چاوڼۍ درې انګریزافسران او ۲۲ هندي سپایان ووژل شول او یو شمیر نور ټپي وو.
په ۲۸ جولای سهار د پښتنو تازه دم غازیانو د راتګ سره اته بجې په چاوڼۍ یو لویه حمله وشوه. څو ساعته جنګ کې ۱۲ هندي پوځیان ووژل شول. دوی د غرونو په سر ډزې جاري وساتلې او د سختې ګرمۍ له کبله د شپې بلې حملې لپاره تیاري وکړه. انګریزانو په دغه ورځ بازار وسیزلو او هغه ټولې ونې يې پریکړې چې د دوی د حملې مخه يې نیوله او یا تر شا يې پښتانه د ډزو لپاره پټیدل. د مالاکنډ د دفاع مشري په پیښور کې کرنل”بینډن بلډ” ته ورکړې شوه. په ۲۹ جولای د نوښارچاوڼۍ نه د انګریز کومک د مالاکنډ سر ته ورسیدو. په لاره د دې نه ۲۰ شا و خوا پوځیان د ګرمۍ نه او دوه نور د غازیانو په ډزو ووژل شول.
د ۳۰ جولاي په سهار ۲ بجې پښتنو تازه حمله پېل کړه. په دې جنګ کې یو انګریز افسر”کوسټېلو” او سرتورفقیر دواړه ټپیان شول. د کومکي پوځ نه هم یو کس ووژل شو او تر شپې دواړو خواو ډزې کولې. د ۳۱ جولای په سهار وروسته پاتې کومکي لښکر د “کرنل ریډ” په مشرۍ، مالاکنډ جنوب ته ورننوتو. د ډوګره او سیک پوځیانو سره درې لکه کارتوس په ۲۵۰ خچرو(یابو) بار وو. اخوا د پښتنو سره ګولۍ او بارود په ختمیدو وو نو ورو ورو د مالاکنډ نه ووتل او په چکدره يې زور راوړو. د چکدرې په وړه کلا کې ۲۰۰ پوځ میشت او د مرستې لپاره يې غږ کړې و. “بلډ” په دغه ورځ نوښار ته ورسیدو او له هغه ځای د ۲۴ توپو، ۶۸۰۰ ټوپکو، ۷۰۰ چړو چې په سوونو خچرو بار وو، روان شو.
په ۱ اګست “بلډ” د مالاکنډ جنوب ته د رسیدو سره مایکل جان د چکدري د خلاصون مشر وټاکلو. په دغه لښکر کې ۱۰۰۰ پلي، ۲ سکواډرن د بنګال، ۲ سکواډرن سپاره، ۵۰ سیپرذ، دوه توپې او یو ګرځنده روغتون شامل وو. که څه هم د ۱ اګست په شپه پښتنو په دوی حملې کولې خو د انګریز لښکر ارام وکړو.
په بله ورځ دغه تازه دم پوځ د مالاکنډ شمالي کیمپ د بیرته اخیستو تابیا وکړه. د سوارو یوه دسته د کیپټن بالډوین په مشرۍ د سهار په خړه کې په سړک روانه شوه. په لاره پرې ناڅاپه غازیانو حمله وکړه چې درې افسران ټپي او ۱۶ سپایان يې مړه یا ژوبل کړل. انګریز پوځ د مالاکنډ جنوب نه د پښتنو فشار کمولو لپاره په شمال کې خپل کیمپ جوړ کړو. د غازیانو لښکر وویشل شو. په ۲ اګست دغه جنګ کې د انګریز ۳۳ کسان ووژل شول. اخوا د پښتنو ځاني تاوان ۲۰۰۰ شا و خوا اټکل کېږي.
د مالاکنډ سیاسي استاځی “میجرډین” په هلو ځلو تود جنګ سوړ شو. چرچل د ده نه سخته کرکه کوله او لیکي چې مونږ د یو سخت جنګ لپاره ځان تیار کړو نو پکې “میجر ډین” مداخله وکړه…داسې ښکاري چې دا ټول وحشي مشران د ده ملګري یا خپلوان وي. د جنګ په منځ کې هم ده له هغو مشرانو سره لکه د ملګرو خبرې کولې.”
اخوا انګریز ته پتمن پښتنو چې په سوات کې چترال ته د رسد لاره يې ساتله، په خطر کې شول. په ۵ اګست د دوی په کیمپ ډزې وشوې. تر ۱۴ اګست مایکل جان د پښتنو لښکر په دوو برخو وویشلې وساتلو. ټوله ورځ جنګ کیدو چې پکې د انګریز دوه افسران او ۱۱ نور پوځیان ووژل شول. انګریزان سخت وارخطا وو. چرچل د جنګ خبرونه لندن ته ورکول او هلته حکومت د خپل پوځ له کارنامو خبریدو. د مالاکنډ د جنګ تر پای د انګریز درې لوړ رتبه انګریز افسران مړه او ۱۰ نور ژوبل شول. ۷ لوړ رتبه هندي افسران مړه او ۱۹۳ پوځیان ووژل شول. د زخمیانوشمیره له دوی ډېره وه. د انګریز لپاره جنګیدونکي عسکرو تاوان نه علاوه د ۱۳۵ اسونو او خچرو وژل زیات مهم وو.
د انګریز په جنګي راپورونو کې وایی چې جنګیدونکي پښتانه پلي وو، نیمایی سره جزېل یا لویه طماچه وه، د ګوتو په شمیر کسانو يې انګریزي ټوپک لرل. دوی سره هیڅ توپه، مشین ګن نه و او ډېرو د تورو، چړو یا په تیږو جنګ کوو. هر قام خپل بیرغ لرلو چې هغه به د دوی د راټولیدو مرکز و. د اړتیا په وخت ډول، نغاره او صرنا به يې غږاو. د دوی تر ټولو خطرناک جنګي تاکتیک دا و چې د سترګو په رپ کې به راټول، په کنډو کپرو او لوړو غرونو به په منډه وختل، او ناڅاپه به په دشمن پریوتل.
هغه کال د ملکه وکټوریه د واک ۶۰ کاله په پوره کیدو، د مالاکنډ فاتحانو ته يې هم بادرۍ ورکړې. هو دا جنګ په عمل کې نورو ځایونو ته خپور شو. د پښتنو یو لښکر د سرتور ملا په مشرۍ د شنکر کلا (شبقدر) حمله او هغه يې چور کړه. تیراه، خیبر او وزیرستان کې هم ناارامي خپره شوه. ۵۰ کاله وروسته انګریز له سیمې ووتلو خو د دوی یادګاري څلې اوس د پاکستان پوځ ورته ساتي. یو پښتون هم په مالاکنډ کې د “چرچل پیکټ” نوم نشي بدلولې.
صفیه حلیم
سرچینی
۱.جنګ مالاکنډ- په ۱۸۹۵ م کې مالاکنډ او سوات د جنګونو کیسه ونسټن چرچل. اردو ژباړه –ملک اشفاق.۲۰۱۲م. جمهوری خپرونې- لاهور.
۲.افغانستان او سرحد-یوه تاریخی جائزه. پروفیسر عبد الحئ. ۱۹۸۸ م.۲۸۲ مخ
۲.وحشي سرحد-د شمال لویدیځ سرحد کیسه. جولز سټوارټ. ۲۰۰۷م-سټن خپرونې.۱۵۰ مخ.
۳.ګمنام ریاست (لومړی برخه) سلیمان شاهد.۲۰۰۵م. ۱۹۵ او ۱۹۶ مخ
۴.پښتانه- اولف کیرو-(اردو ژباړه) سید محبوب علی. پښتو اکیډمي پیښور. ۲۰۰۸م ۵۶۸-۵۶۹ مخ.
د خپریدو نېټه- ۲ فروری ۲۰۱۹ م