Ab Ahmadzai | [email protected]

د اپیمو جنګونه

په ۱۹ پېړۍ کې د برطانوي هند کمپنۍ او د چین حکومت تر منځ د دوو جنګونو سبب “اپیم” و.
د “وریښمو په لار” چین او یورپ ترمنځ تجارت په ۱۵ پېړۍ کې خپل اوج ته رسیدلې و. د چیني لوښو، وریښمو او بیا وروسته د چایوغوښتنه په اروپا کې ډېره وه چې قیمت يې په سرو زرو کې چین ته ورکوو. د دې په مقابله کې یورپ سره د ارزښت وړتوکي نه وو چې ګټه يې پرې کړې وای. خو اپیم د دوی ستونزه حل کړه. په ۱۷ پېړۍ کې د شمالي امریکه نه د تماکو (تمبکو) څکلو دود چین ته کډه وکړه نو خلکو دا د اپیم سره ګډ څکول. ورو ورو ددې غوښتنه دومره ډېره شوه چې “یونګژینګ” باچا د اپیمو په خرڅلاو او څکولو بندیز ولګوو خو دا په پټه خرڅیدل. برطانیه له دې خبره شوه نو یو مستقل پلان يې ورته جوړ کړو. چین خپلې چای په برطانیې خرڅول او دا به هند ته په بېړیو وړل کیده. خو د هند نه دغه بېړۍ به تشې بیرته چین ته تلې ځکه برطانویانو سره څه د خرڅولو نه وو. په ۱۷۷۳ م کې ایسټ انډیا کمپنۍ، په بنګال کې کروند ګرو ته د اپیمو د کرلو امر وکړو. بیا دغه اپیم چین ته د خرڅولو لپاره کمپنۍ ځینو انګریز تجارانو ته جواز ورکړو. د هند نه تلونکو په تشو بېړیو کې به د اپیم بکسونه پټ وو. د چین په ساحل د چایو د بکسونو بارولو په وخت د اپیم بکسونه به يې بندر کې ورښکته کړل چې سمګلرانو به په پټه خپلو ګودامونو ته یوړل. کمپنۍ به د جواز په بدل کې دغو تجارانو نه خپله برخه په سرو زرو کې واخیسته. بیا دغه سرو زرو نه یوه برخه به يې د چین حکومت ته د چایو سرکاري بیه ورکړه او نوره به يې پخپلو ونډه والو وویشله.
د اپیمو د یو بکس وزن د ۶۰ تر ۷۰ کلوګرام و او په ۱۷۲۹ م کې هند نه دغسې ۲۰۰ بکسونه (پیټۍ) یوړل شول. په څو کالو کۍ د چین د اپیمیانو شمېره لا زیاته شوه او په ۱۸۳۰ م کې ۱۰ زره ډبي د هند نه چین ته ورسیدل. په ۱۸۳۸م کې چین ته د دې قاچاقي بکسونو شمیره ۴۰ زره وه. هلته د اپیمو سوداګرو یوه پټه شبکه جوړه کړې وه چې پکې رشوت خورحکومتي افسران هم شامل وو. هر ښار کې د “اپیمو زالې” وې چې ښځو او سړو به ترې سودا کوله. د چین ولس په دغه حالت خواشینې و او د غبرګون په توګه په ۱۸۳۹کې پخپلې خاورې په اروپایی سفارت خانو او تجارتي مرکزونو حملې پېل کړې.
په چین کې هره خوا ګډوډی جوړه شوه او برطانویانو د خپل د دفاع لپاره جنګ ته لاس واچوو چې تر ۱۸۴۲ م روان و. اخر په “نانکیګ” کې چین د انګریزانو په شرایطو روغه وکړه. په دې کې چین مجبور شو چې خپل ۵ بندرونه او هانګ کانګ برطانیې ته خوشې کړي. دغه لوظنامې په چین کې نور قهر راوپارو ځکه پخواني ارزښتونه او شاهي نظام هم په بدلیدو شول. په برطانوي تجارتي خونو او ادارو به پټې حملې کیدې او په ۱۸۴۷م کې انګریزانو “کینټون” ښار ته پوځ ورواستاو او د دې ځای کلا يې د چین پوځ نه ونیوله. په باچا د زور راوړو لپاره انګریزانو پخوانۍ لوظنامې کې نور شرایط ورزیات کړل. په دې کې یو شرط دا و چې برطانیه به په ټول چین کې ازاد تجارت کوي او په اپیمو به هیڅ بندیز نه وي. چینایی بېړۍ به د انګریزانو له خوا په هانګ کانګ کې رجسټر کېږي. یو شرموونکې شرط يې دا و چې د انګریزي ژبې لوظنامې به د چینايی ژبې د لوظنامو نه زیاتې معتبرې وي.
په ۱۸۵۶ م په اکتوبر کې چینایی ملاحانو په کینټون کې یوه د مال بېړۍ “غشی” په دې شک ایساره کړه چې دا د سمندرې ډاکوانو سره وه او په دې سپاره ۱۲ چینایان يې ونیول. که څه هم دغه بېړۍ په هانګ کانګ کې رجسټر شوې خو د جواز موده يې ختمه وه. په بیړۍ د برطانیې رپیدونکې بیرغ هم ښکته کړې شو. په چین کې برطانوي استاځي سمدلاسه د بیړۍ د پریښودو غوښتنه وکړه او دا چې باچا د برطانوي بیرغ سپکاوي لپاره له دوی بخښنه وغواړي. چینایانو د ۳ ملاحانو نه علاوه د بیړۍ نور کسان خوشې کړل. هم هغه وه چې انګریزانو د امریکاي ځواک په ملاتړ په کینټون ښار حمله وکړه. تر بل کال جنوري ډزې روانې وې او د چین زور مات شو. په ۱۸۵۷ م کې برطانوي حکومت روس او امریکه ته د چین خلاف یو لوی جنګ کې د ګډون وویل خو دوی انکار وکړو. برطانیې خپل لوی شمیر عسکر چین ته ورواستول خو په هند کې د خپلواکۍ د پاڅون او د پوځ د بغاوت نه وروسته دغه عسکر بیرته هند ته يې وروغوښتل.
هغه وخت فرانسې د برطانیې سره لاسونه یو کړل څکه د دوی یو مسیحي مبلغ په چین کې ووژل شوې و. دواړو ځواکونو په کینټون حمله وکړه او ۴ کاله يې کنټرول کې وه. په ۱۸۵۸ م کې دغو ګډو ځواکونو د چین په شمال کې “تیانجین” صوبه ونیوله. امریکه او روس خپل استاځي او لږ شمیر پوځیان هانګ کانګ ته د روغې لپاره واستول. خو د جنګ نه يې ډډه وکړه ځکه امریکه په ۱۸۵۶ م کې چین سره لوظنامه کړې وه چې د برطانیې سره په جنګ کې به بې پرې وسي. سره له دې هم د امریکې یوې جنګي بېړۍ د برطانیې او فرانسې سره د یو کلا په بمبارۍ کې ونډه واخیسته.
په جون ۱۸۵۸ م کې د اپیمو لومری جنګ د “ټاینټسین” تړون سره ختم شو چې فرانس برطانیه، روس، امریکه او چین ترمنځ شوی و. د دې پینځه شرایط وو چې دغه ټول ملکونه به په پیکنګ کې خپل سفارتونه پرانیزي. د چین ۱۱ نور بندرونه به د لویدیځ سره د تجارت لپاره پرانستې وي. په “یانګسي” سیند کې د لویدیځ بېړۍ به په ازاده ګرځي او د چین په داخل کې د دوی وګړي هر ځای تلې شي. چین به برطانیې ته د تاوان په توګه ۴ میلینه د سرو سکې او فرانسې ته ۲ میلینه ورکوي. چینایانو په سر کې دغه تړون رد کړو خو بیا مجبورشول چې اپیم قانوني کړي او یو معمولي ټیکس يې پرې ولګوو. په ۱۷۹۶ م کې “چیاکینګ” باچا د اپیمو کارول غیرقانوني کړل او په ۱۹۰۷ م کې د هند حکومت سره يې د ۱۰ کالو لوظنامه وکړه چې پخپله خاوره به اپیم نه کري او یواځې د هند نه به اخلي. چین هیله لرله چې په لسو کالو کې به دوی خپل خلک د اپیمو نه منع کړي خو داسې ونشول. د ملک په مرکزي سیمو کې د اپیم کرونده هم هغسې روانه وه. د برطانیې د پېسو لویه وسیله اپیم وو نو د دې کرونده او تجارت يې، تهایلینډ، ویتنام او کمبوډیا ته یوړو چې “طلای مثلث” نومېږي.
په ۱۹۴۹ م کې د چین کمیونسټ انقلاب دغه حالت بدل کړو. د ماو زې تونګ حکومت د اپیم په زرګونو سوداګرغرغره کړل. د ۱۰ میلینو نشیانو د درملنې تابیا وشوه او د اپیم په ځای کروندګرو ته د نورفصل کرلو امر وشو.
صفیه حلیم