Ab Ahmadzai | [email protected]

د نارنجي جنګ

په مې ۱۸۵۷ م کې د هند د میرټ په چاوڼۍ کې د هندي عسکرو بغاوت انګریزانو له خوا د “غدر”(میوټني) په نوم یادېږي.
هغه محال برطانیې په نوښار او مردان کې خپلې چاوڼۍ جوړې کړې وې خو د پښتنو سیمې لا هم د دوی په کنټرول کې نه وې. که افغانستان غوښتلې نو په اسانه يې پښتونخوا بیرته اخیستی شو. خو امیردوست محمد خان له دې ډډه وکړه ځکه د انګریز په ملاتړ دوېم ځل لپاره د کابل پرتخت ناست و.
د انګریزانو د ۵۵ پلي کنډک یوه برخه په نوښار کې وه. په ۲۱ مې ۱۸۵۷ م دغه ډلې د خپلو انګریز افسرانو امر منلو نه انکاروکړو نو پیښور ته يې بوتلل او وسلې يې ترې واخیستې. په ډېره اسمعیل خان او میاولي کې هم سپایانو د امر منلو نه انکار وکړو او بې وسلې کړې شول. په پیښور کې د ۵۱ فرقې سپاره او پلي دستو هم امر نه منلو او وسله ترې واخیستل شوه. هلته د دوی افسر “کاټن” خپل لښکر داسې ترتیب کړې و چې سپایانو په ګډه څه نشو کولې. ده د توپو سره اروپاي پوځیان ځای په ځای کړي وو چې سپایان د ډز جرات ونکړي.
په ۲۱ مې کرنل ایډورډز د پنجاب نه پیښور ته ورسیدو او کمشنر جان نکلسن سره په مشوره، مردان ته د نور پوځ د وراستولو تابیا وشوه. د سپېده چاودې نه وړاندې د کرنل شوټ په مشرۍ وسله وال پوځ د پیښور چاوڼۍ نه مردان ته روان شو. په دوی کې ۳۰۰ انګریز پلي عسکر،۲۵۰ هندي سپاره، ۸ توپې، شاملې وې.
د مردان ۵۵ فرقې پوځیانو په چاوڼۍ کې ډزې شروع کړې او ۱۲۰ پوځیان ووژل شول. په جوابي ډزو کې له دوی ۱۵۰ شا و خوا ټپیان شول چې د نورو باغیانو سره سوات ته ووتل. د دوی شمېره ۶۰۰ نه زیاته وه. د چاوڼۍ مشر انګریز افسر، له شرمه ځان پخپله وژلو. د پيښور کنډک چې مردان ته ورسیدو نو چاوڼۍ يې بیرته واخیسته او د تښتیدلو پوځیانو د نیولو په تکل کې شو. په هزاره کې دوه فراري سپایان يې ونیول او د توپې سره يې والوزول. د سیمې ملایانو دا هر څه څارل خو د جهاد ناره چا نه وهله.
د پنجاب کمشنر په جون کې خپل پوځي مشرانو ته ولیکل چې له صوبه سرحد او ډېره اسمعیل خان دې پوځ وباسي، امیر دوست محمد خان ته دې بلنه ورکړي چې خپلې سیمې دې د انعام په توګه بیرته واخلي ځکه دی راته پتمن پاتې و. خو د کمشنر نکلسن او ایډورډز نه علاوه د صوبې وزیر “هیو جیمز” د دې فیصلې مخالفت وکړو. لارنس دا معامله کلکتې ته واستوله. هلته نه ګورنرجنرل، لارډ کېننګ ” امر وکړو چې برطانوي پوځ دې په صوبه سرحد کې پاتې شي او تر وروستیو شیبو به پیښور نه پرېږدي.
د انګریز خلاف یو کس “اجون خان” نومیدو چې انګریزانو به “ډاکو” بللو. هغه په ابازو کلا کې د مردان سپایانو سره یو ځای شو نو نکلسن ملکانو اوخانانو ته وویل چې دوی دې وشړي. باغي پوځیان له مردان ووتل او په دې هیله سوات ته ورغلل چې هلته ملا عبد الغفوراخوند (سېدو بابا) چې هر وخت به يې د انګریز خلاف د جهاد نارې وهلې، د دوی ملاتړ وکړي. خو په سوات کې د واک په سرناندرې روانې وې. د سوات والي سید اکبر شاه په ۱۱ مې وفات شوې و. د دې نه څو میاشتې وړاندې د هغه ورور شاه مدار د دیر نواب له خوا په یو سازش کې وژل شوې و. عبد الغفوراخوند ته میدان تش و او دی د سوات حاکم کېدو ته تیار و. انګریزان لیکي چې که د سوات اخوند باغي پوځیانو سره یو ځای شوای او د کافرانوخلاف جهاد د نارې سره په پیښور يې حمله کړې وای نو ممکن پنجاب د برطانوي سلطنت له لاسه وتلې وای. خو اخوند د جهاد په ځای د مردان باغي پوځیان نه یواځې له خپلې سیمې وشړل بلکه داسې خلک يې ورسره کړل چې د اباسین پورې غاړې ته يې وباسي. د هندي مجاهدینو یوه دسته پخواني والي سره پاتې وه چې ځایی خلکو به ورته ” تور پلټن” ویل. عبد الغفوراخوند دغه پوځ هم مات او اعلان يې وکړو چې “که دغه خلک د سوات نه و نه وتل نو زه به پخپله سوات پریدم.” ښکاره ده چې انګریزانو به اخوند ته د باچاهۍ ډاډ ورکړې وي نو ځکه د هغوی خلاف يې څه ګام نه اخیستو. او بل کال دی پخپله د سوات حاکم شو چې انګریزانو ومنلو.
د سید احمد بریلوي بنګالي مجاهدین (انډین فیناټک) چې په بالاکوټ کې د ده د شهادت نه وروسته، په بونېر کې پاتې وو. دوی د پټنې مولانا عنایت علی په مشرۍ جهاد ته تیار وو.
د ۵۵ کنډک پوځیانو په دې هیله کشمیر ته مخه کړه چې د هغه ځای مهاراجه به ورته پناه ورکړي او د هند باغی پوځ سره به اړیکې وساتي. خو د هزارې ضلع ډپټي کمشنر میجر بیچر د سیمې ټولو زمکه والو او ملکانو ته خبردارې ورکړو چې دغه کسان به خپلې سیمې نه ژوندي تیرېدو ته نه پرېږدي. تر جولاي دوی کاغان ته ورسیدل او شمېره يې ۲۰۰ ته پاتې شوه.
دغو پوځیانو سره نه د خواړو لپاره څه وو او نه يې ګرمې جامې لرلې چې په غرونو کې يې ځان پټولې وای. خو د کاغان سېدانو د دوی مرستې په ځای، سمدلاسه انګریز ته خبر ورکړو. باغي پوځیان پخپل دفاع کې وجنګیدل، هم هلته شهیدان شول. د کاغان “شهید کټه” هدیره ددوی په نوم مشهوره ده. شا و خوا ۳۰۰ پاتې باغي پوځیان انګریز ته تسلیم شول، هری پور ته يې یوړل او هلته يې چارماري کړل. په ایبټ اباد کې د دغو شهیدانو دوه لوی ډله یز قبرونه اوس هم شته.
د باغي پوځ نورو غړو “نارنجي” ته پناه یوړه چې د رستم (مردان) نه ۱۶ میله لیرې د غرونو یوه تنګه دره ده. دلته دوه کلي دي چې یو يې “بر نارنجي” او بل ” کوز نارنجي” نومېږي. دا په غر کې لکه د یو مضبوط سنګر په شان دی او د سیکانو په وخت هم پکې جنګونه شوي وو. دلته ۶۰۰ شا و خوا باغي پوځیان او د هندوستان مجاهدین راټول وو چې د بونېر، چمله او سوات نه عامو خلکو ورسره مرسته کوله. د ۵۵ کنډک مرزا محمد اپریدی د غازیانو مشراو په ګوریلایی حملو به يې د شا وخوا کلیو نه وسله او څاروی لوټ کړل. د “نوي کلي” خلک هم د دغو غازیانو سره مله وو. په یوه حمله کې د دوی ۶ کسان ووژل شول.
یوه شپه باغیانو په “شیخ جانا” او “شیوه” د برید پلان جوړکړو. ۴۰ هندوستاني او نور پوځیان چې هندوان هم پکې وو، د مرزا محمد اپریدي په مشرۍ روان شول. ټول ۱۲۰ سپاره وو. په مردان کې انګریز ته چا مخبري وکړه او د میجر ایل. وان په مشرۍ د انګریز پوځ د سپارو یوې دستې د درنو وسلو سره شیخ جانا کلا بند کړو.
د سختو بمباریو او مرګ ژوبلې نه وروسته، اپریدی ونیول شو او هم هلته يې غرغره کړو. بیا انګریزانو دا ټول کلې وسیزلو. د حکومتي پوځ بله حمله په نارنجي وه. د دې لپاره برطانوي پوځ په ۲۰ جولای په “سلیم خان کلي” کې راټول شو. د شپې يې مارچ وکړو او د ۲۱ جولای په سهار “کوز نارنجي” ته ورسیدو. میجر وان ټول کلې په توپو ړنګ کړو. خو پوهیدو چې د ده پوځ ستړې و او که مجاهدینو ورباندې حمله وکړه نو ممکن تاواني شي، نو دی بیرته لاړو. د ده راپور و چې په کوز نارنجي کې ۵۰ شا و خوا مجاهدین ووژل شول. لس ورځې وروسته، انګریزانو په “بر نارنجي” د دوېم حملې تیاري وکړه. د سرکاري پوځ شمیره ۱۴۲۵ وه چې توپې او هاتي (پیل) هم ورسره و. دا ځلې دوی “شیوه” کلي کې خپل کیمپ ولګوو.
په ۳۰ جولایی ۱۸۵۷ م د عرفات (حج) ورځ وه. په بله ورځ برنارنجي کې ټولو غازیانو د لوی اختر لمونځ وکړو. مولانا عنایت علی د جهاد په اړه خطبه ورکړه. څو کسان يې د جهاد د تبلیغ لپاره نورو سیمو ته واستول. د خپلو مشاورو په ټینګار دی “جهپاکي” ته لاړو چې د نارنجي نه بره د غرونو کلې و. د اګست په لومړۍ نېټه سهار میجر وان بره نارنجي په شمال کې د ویالې پرغاړه توپې ولګولې. ۳۰۰ پوځیان يې لویدیځ نه د نارنجي جنوب ته او بله ډله يې ختیځ ته ورواستول. پخپله په کوزکلي کې يې مورچه نیولې وه. د توپو په بمبارۍ او ډزو انګریز بره نارنجي ته ورغلل خو هغه کلې خوشې و. دوی ټول كورونه د هاتيانو په زور ړنګ کړل. د مردان د ۵۵ پلټن درې پوځیان چې ژوندي يې نیولي وو، هم هلته چار ماري کړل.
بیا ډېره موده، د سیمې سېدانو او میاګانو د جهاد خبره نه یادوله او انګریزانو په قبایلي سیمه کې د ځایی ملېشیا د روزلو کار پېل کړو.
صفیه حلیم
سرچینې
۱.سرګزشت مجاهدین-مولانا غلام رسول مهر. شیخ غلام علی اینډ سنز لاهور. ۲۷۵ -۲۸۰ مخ
۲. د خپلواکۍ په جنګ کې د صوبه سرحد رول. الطاف الله. انلاین مضمون. نېټه ناڅرګنده.
۳.د هند د بغاوت تاریخ. ټي.آر هومز او جان ویلیم کی. دویم ټوک. پرنټ پروسس ډېلي. ۲۰۱۱ م