Ab Ahmadzai | [email protected]

د تورغر جنګونه

دا د هغو ۴ جنګونو لړۍ وه چې د ۱۸۵۲ نه تر ۱۸۹۱ م پورې انګریز او د سوات- هزاره قبایلو ترمنځ وشول.
د ۱۸۴۵ م نه تر ۱۸۴۹ م پنجاب د سیکانو له لاسه ووتلو او انګریز پرې خیټه واچوله. د همالیه او هندوکش د غرونو لړۍ چې اباسین سره یو ځای کېږي، د انګریزانو لپاره مهمه سیمه وه. د اباسین پرغاړه، ۵۰۰ مربع کلومیټر پراخ تورغر په هندکو کی “کالا ډکه” او انګریزي کې ” بلېک ماونټین” په نوم یادېږي ځکه یو وخت په ګڼو ځنګلونو ډک و. دلته د جلغوزې، څېړۍ، پلوسې او د ګیلاس (چیري) ونې ډېرې وي.
د تورغر په ختیځ کی اګرور او جنوب کی تناول، په لویدیځ کی بونیر او په شمال لویدیځ کی یې بټګرام دی. د سیند او د غر په لوړو یوسفزي پراته دي او نوره زمکه د سواتیانو ده. دلته ګډو قامونو خلک د غر دواړو غاړو ته اوسېږي. خو واړه قامونه د جنګ نه وو. په ۱۶ پېړۍ کې د یوسفزو په ورتلو دلته شخړې پېل شوې. د سواتیانو او یوسفزو به مودام پخپلو کې جنګونه وو. د اګرور عطا محمد خان سواتي او د الایی ارسلا خان کله جنګ او کله په روغې وسیدل.
په ۱۸۶۸ م کې انګریزانو په “اوګي” کې خپله چاوڼۍ جوړه کړه چې د اباسین نه ۱۰ میله مخ په بره په ختیځ کې وه. یوسفزي، د تاڼې په جوړولو غصه و او د اګرور خان په لمسون خلکو په دغې پوسټ حمله وکړه خو ماتې يې وخوړه. بیا د تناول خان چې انګریز ته پتمن و، په هغه هم حمله وشوه. نور ټول قامونه هم یو شول او د انګریز خلاف يې نورې حملې پېل کړې. دوی د انګریز پلویانو قامونو ۲۱ کلي وسیزل. جنرل وایلډ یو لوی پوځ یوړو نو قبایلو جنګ نه لاس واخیستو.
د امب نواب انګریزانو په ملاتړ، د وسلو یوه کارخانه ولګوله چې پکې ټوپکې او توپې جوړیدی. په ۱۸۵۱ م کې انګریز خپل دوه افسران تورغر ته د سروې لپاره واستول خو د امب په سیمه کې حسن زو ووژل. د دې شک د امب په نواب جانداد خان کیدو خو هغه پخپلې سیمې کې میشت ټول حسن زي لاس تړلي انګریز ته وروسپارل. نورو یوسفزو د نواب دوه کلاګانې، “چنبری او شګلۍ ترې ونیول.
د جهانداد د ملاتړ لپاره، د پیښور کمشنرکرنل میکېسن په مشرۍ یو پوځ ورپسې لاړو او هغه کلا ګانې يې ړنګې کړې. په ۱۸۸۸ م کې حسن زو، اکازو او مداخیلو د حملو له کبله انګریزانو دغه سیمې ته په تګ راتګ بندیز ولګوو. بیا ګوجرانو د ګورکهه پوځ دوه انګریز افسران او پوځیان ووژل نو د حسن زو مشر په هاشم علی شک کېدو. انګریز په قبایلو جرمانه عاید کړه، د هاشم علی د شړلو امرهم وکړو او په ځای د ده تربور ابراهیم خان د قام مشر وټاکلو.
په ۱۸ جون ۱۸۸۸ م ۶۰ پوځیان او او د دوی دوه انګریز افسران د اوګي کلا نه ګشت لپاره ووتل. کله چې د غره نه ورباندې ډزې وشوې نوبیرته کلا ته يې وځغستل خو په دې کې دوه انګریز افسران نه یواځې ووژل شول بلکه قبایلو د هغوی نه جامې هم وویستلې.
د انګریز لپاره دا یوه لویه ننګه وه او تر اکتوبر ۱۸۸۸ م ۱۰ زره پوځ، د غرونو توپخانه يې ورواستول. د انګریز د “هزاره فیلډ فورس” مشر بریګېډیر جنرل جې ډبلیو مېکوین و. د پښتنو د ګډ ځواک شمیره هم ۱۰ زرو ته رسېده. د اکازو څلورو قامونو ۱۵۰۰ ځوانان، پریاری سېدان، ټیکاري او نندهاري، مله وو. د سید احمد بریلوي هندوستاني مجاهدین چې ۱۸۲۶ م راهیسې دلته میشت وو، انګریزانو به “جنوني” (فیناټک) په نوم یادول. د پښتنو جنګیالو مشران ملکان، ملایان یا خانان وو او لویه وسله ورسره جزېل ټوپکې، سپر او لوی چاقوان وو. دوی د جنګ لپاره څه پلان نه لرلو خو د سیمې هرې درې نه خبر وو.
د انګریز ۱۰ زره پوځ په ۴ برخو ووېشل شو چې درې يې په اوګي کلا کې او څلورمه د اباسین په دربند کې پاتې شوه. اخوا د کشمیر مهاراجه هم انګریز ته د مرستې په توګه، دوه بټالین پوځ د دوو توپو سره واستول. ورسره ۶۰۰ د خیبر رایفلز(ملېشیا) پښتانه مله وو. انګریز ټولو قبایلي مشرانو ته يې وړاندې نه خبر دارې ورکړې و چې تر ۲ اکتوبر دې ورته سر ټیټ کړي. هغوی ورته هیڅ جواب ورنکړو او د اوګي نه انګریزانو د پوځ درې واړه ډلو بلې غاړې ته ډزې پېل کړې. څلورمې ډلې د دربند نه او ۱۳ میله لیرې کوټکي کلي ته مارچ وکړو. د سیند نه یوه لاره د “بیلا” کلي ته ورغلې وه او په ۲ اکتوبر ورباندې توپې، اکمالات، اسونه او یابوګان وروختل. په “شینګری کلي” کې پښتنو ورته مورچې نیولې وې او د دوی په ډزو انګریز ته معمولي ځاني تاوان وشو.
په ۴ اکتوبر سهار ۱۰ بجې د کوټکي نه یو میل بره په “تواړه” کې پښتنو د تیږو شا ته سنګر نیولې و او په انګریز پوځ يې حملې کولې. انګریزان لیکي چې مونږ په دوربین کې د دوی زاړه او وراسته ټوپکې لیدی شوې. برید جنرال ګالبرېت، خپلو عسکرو ته د جنګ اشارې ورکولې او هغه پښتانه چې ډزې يې کولې، لومړې په نښه کیدل. شا و خوا نیم ساعت په بمبارۍ دوی هغه غونډۍ ونیوله او د پښتنو بیرغ يې ترې لیرې کړو. کوزماسپښین غازیانو کوټکی پریښودو او انګریز پوځ قبضه کړو چې ۵ پوځیان يې مړه او ۱۰ ټپیان وو. د قبایلو ځاني تاوان ۲۰۰ شا و خوا و.
په ۱۳ اکتوبر، بریګیډیر جنرل ګالبرېت، د ۱۴۵۰ وسله وال پوځ، ۳ توپونو سره د سیند لوېدیځ غاړې نه پورې ووتل. د هندوستاني مجاهدینو مرکز “میدان” ښار او د سیند دواړو غاړو ته د پښتنو ټول کلیو ته يې اور ورته کړو.
اخوا لومړۍ دستې په ۴ اکتوبر ماځیګر د اوګي کلا سره نزدې “دلبري” نه روان وو چې غازیانو ورباندې حمله وکړه، څو کسان يې ټپي کړل او ۱۷ یابو ګان يې ترې یوړل. په بله ورځ د انګریز دستې د “چیتابت” څوکه ونیوله او ورسره يې لاره هم سموله چې خپل سامان او توپې ورباندې بره یوسي. په ۶ اکتوبر یو سخت جنګ کې دواړو غاړو ته ځاني تاوان وشو. انګریزانو د څو کلیو نه تیار فصلونه راټول کړل او بیا يې اور ورته کړو.
دویمه دسته د بریګېډیر جنرل “چېنر” په مشرۍ، په ۴ اکتوبر د “کولاکه” نه روانه شوه خو په لاره هیڅ مقاومت ورته ونشو. دوی په بله ورځ د غره په سر “نیمل” ته ورسیدل او تر ۱۱ اکتوبر هلته پاتې وو. دریمه دسته چې پخپله د میکوین سره وه، په ۴ اکتوبر نیمل ته روانه شوه. دغه دستې سره د خپلو سیمو نه علاوه د پلې پوړې غاړه نقشه هم وه چې د زباني معلوماتو په بنسټ تیاره شوې وه. وروسته څرګنده شوه چې نقشه ټوله غلطه وه. پښتنو خپل کلي پخپله سیزل او انګریزانو په دوربین کې لوګي لیدی شول. په ۱۹ اکتوبر پښتنو د انګریز شرایط وومنل او د دوی حملې بندې شوې.
د انګریز ۵ دسته د کرنل مرې په مشرۍ د پریاري سېدانو او ټیکریوالو (سواتو) سره جنګ لپاره روانه شوه. دوی دوه توپې او دوه ” ګېټلنګ ګن” نوې ډول توپ لرلو. په دې کې به سپکې ګولې په یو مخه کیښودل شوې او بیا بیا به د ډکولو اړتیا نه وه. دوی د سیند پرغاړه “تهاکوټ” کې ایسار شول نو هغه ماښام د چارمنګ کلي خان ورته سلامي شو او د خپلې برخې جرمانه يې انګریز ته ورکړه. په ۲۲ اکتوبر د پریاری سیدانو له خوا یوه جرګه ورغله خو د پښتنو استاځې ورسره نه و، نو ځکه انګریز ورسره و نه منل. په ۲۳ اکتوبر “میکوین” ته د تهاکوټ خلکو لیک راغلو چۍ په ۲۰ ورځو کې به خپله جرګه راوغواړي. هغه پوهه شو چې په څو ورځو کې واوره کېږي چې د دوی د وړاندې تګ مخه ونیسي.
په شمال ختیځ کې د “الایی” مشر ” ارسلا خان” تر ۳۰ اکتوبر هم انګریز ته ټیټ نشو نو په ۳۱ نیټه دوو ډلو د ده خلاف حرکت وکړو. د ارسلا غازیانو په چېله غر ورته مورچې نیولې وې. تر غرمې سخت جنګ وشو او انګریزانو د غر یوه څنډه ونیوله نو غازیان ورک شول. په ۲ نومبر ارسلا خان انګریز کیمپ ته یو لیک ورواستاو چې انتظار دې وکړي. انګریزانو خپل ټول اکمالات د چېله نه بره ورخېجولي وو.
“چېنر” ټوله ورځ د ارسلا خان کلي “پوکل” ته دستې وراستولې خو هغه د اباسین نه پورې غاړه ووتلو او شا ته يې خپل زوی، “غازی خان” پریښې دی. اوس واورې هم وریدې او انګریز لپاره ضرور شوه چې دا کیمپېن پوره کړي. په ۳ نومبر یو لوی ځواک د جومات نه علاوه د پوکل پوره کلی وسیزلو او له هغه ځایه ووتل. د دې پوځ په وروستیو لیکو ۳۰۰ غازیانو حمله پېل کړه چې مقابله يې خیبررایفلز کوله.
ماښام د انګریزانو کیمپ ته د الایی یوه جرګه ورغله. که څه هم د ارسلا خان استاځې ورسره نه و خو انګریز مشر په دې تسله شو چې د ډېرو قامونو مشران پکې وو نو روغه وشوه او په بله ورځ دوی د الایی نه ووتل. په ۵ نومبر پوځ میدان، چارمنګ کې ایسار شو او د پیریاري سیدانو یوه جرګه ورواستوله. انګریزانو له دوی ۱۵۰۰ روپۍ جرمانه او ۵ مشران یرغمل په توګه ونیول. ددوی ۲ افسران، ۲۳ سپایان مړه او ۵۴ زخمي شو، د قبایلو ۴۰۰ کسانو د وژنې او ټپي کیدو اټکل و. حسن زو او اکا زو جرمانې او یرغمل نه علاوه دا لوظ هم وکړو چې دوی به په برطانوي پوځ او د سړک په جوړولو اعتراض نه کوي.
د پوځ د وتلو نه سمدلاسه وروسته هندوستاني مجاهدو او مداخیلو، هاشم علی حسن زي ته بیرته د راتلو اجازه ورکړه او انګریز سره شوې لوظ نامه يې ماته کړه. میجر جنرل میکوین د ژمي په وتلو تهاکوټ او الایی ته او د دربند نه کنار پورې د سیند پر غاړه اوښ د تیرېدو جوګه لارې جوړې کړې. دوی د خپل سرحد نه وراخوا ۱۷۷ مربع میله خاوره سروی کړه چې د یو راتلونکي جنګ لپاره تیاري وه.
درې کاله وروسته انګریزانو د اګرور خان لیرې کړو چې د قبایلو قهر يې بیا راپاره کړو. په ۱۸۹۰ م کې حسن زو د تورغر په څوکه د پوځ د مارچ خلاف بیا پاڅون وکړو او د ۱۸۹۱ م په سپرلي کې انګریزانو تورغر ته یوه نوې دسته ورواستوله. په ۱۸۹۲ م کې انګریزانو یو بل لښکر ورواستاو چې ټول تورغر يې ونیولو.
صفیه حلیم
سرچینې
۱.تاریخ سرحد- مولوی میر احمد. مکتبه جمال. لاهور.(۱۹۰۶م)۲۰۱۲ م بیا چاپ. ۹۷-۹۸ مخ
۲.سرګزشت مجاهدین-مولانا غلام رسول مهر. شیخ غلام علی اینډ سنز لاهور.
3. The Black Mountain Expedition 1891. To the North-West Frontier of India. Captain H.L. Nevill. Online.