Ab Ahmadzai | [email protected]

اړین وضاحت پاکستان شرعي اربعه حدود او وجود نلري

اړین وضاحت پاکستان شرعي اربعه حدود او وجود نلري !

یوه خبره باندې سر خلاص کړئ، د فیسبوکي تحلیلګرو اوکرايې لېکوالانو، غربپالو سیاستمدارانویا د شیطاني مثلث په ټاکنېزو تبلیغاتو ځان مه غولؤئ.
هغه دا چې

زموږ ډېرئ ولس د بنیادګرو یا بنسټپالو په اړه ډېر ناسم پوهه دي ،
څوک فکر کؤي دا د امریکا خلک دي، څوک وایې د پاکستان د ISI غلامان دي
څوک فکر کؤي د عربو غلامان دي همداسي ګڼ شمېر اوازې ، خرافات انګازې او کوږباورۍ غربي میډیا، ډمه کراسو او د کفارو مستقیم او غیر مستقیم تالۍ څټو را منځته کړې دي.

ددغو افواهاتو تر شا په اصل کې د شیطاني ستر مثلث یاني 
کمونېزم + کاپټلېزم + امپریالېزم چټلي خولي او شیطاني لاسونه او ددوئ چټله میډیا ده او په دوهم قدم کې له دغو دریو څخه اغېزمن خلک دي په څلورم قدرم کې هغه لږ لؤستي مسلمانان دي چې اسلام او مسلماني ئې خؤښه ده او پدې لاره کې تر هرڅه هم تير دي خو له بده مرغه له لویه سره د انګلیستان تر ځانګړي نظارت او طوطیو لاندي روزل شؤي او د اسلام او اسلامي نظام لپاره چې کومه طرحه وړاندي کؤي په اصل کې انګلیستان او د انګلیستان لاسپوڅو هېوادونو ته کار کؤي ، البت دوئ پدې نه پوهېږي چې زموږ کړني له پخوا نقشه شؤي او کوم څه چې غواړو دا اسلامي بنسټ نلري.

بنیادګر ، یا بنسټګر یا نړیوال کره اخوانېزم په اصل کې هېڅ هغه هېواد نه منې چې د عثماني خلافت له ړنګېدو ورسته انګلیستان جوړ کړي.

د بېلګي په توګه

ددي لپاره چې انګلیسان عثماني خلافت ونړؤي په ضد ئې لومړی عربې وهابیت او د تکفیر دسګاه جوړه کړه او عرب ئې سیاسي جاسوسي تحریک او له هغو سره ئې تړونونه وکړل او د امارت په نوم ئې د انګلیستان د شاهې نظام کپي سیستم جوړ او د خلافت په ضد وکاراوه ، خلافتیانو له عربو یا مسلمانانو سره جنګ نشو کؤلي مګر عرب جاهلو له اورپایانو او انګلیسانو سره په ګډه د عثماني خلافت اړؤند مسلمانان په ډېرو بدو عذابونو شکنجو شهیدان کړل.

خلاصه په عربو کې لومړنی امارت په سعودي کې جوړ شو ، دوهم ئې په عرب اماراتو کي ورپسي یې په عراق کې یانې دوهم کار ئې دا وه چې عربان هم سره وویشي ، په څلورم قدم کې چې منځنۍ اسیا ته تل لاس رسۍ ولري او لوی افغانستان تیکه تیکه کړي په افغانستان کې یې د عبدالرحمن په وخت امارت جوړ کړ

د عبدالرحمن د امارت کره موخه د لوی افغانستان له منځه وړل ول چې د ډیورنډ کرښه هم د هغه په وخت انګلیستان کش کړه او بل طرف ته یې د هندوستان حدود تعین کړل

ورپسې ئې د خپلو اوږد مهاله سیاسي ، تجسیسي او امارتي پروژور لپاره د پاکستان په طرحه کار وکړ په کال ۱۹۴۷ کې ئې د افغانستان خاوره رسمآ نېمه کړه او د پاکستان په نوم ئې یو بل هېواد جوړ کړ حال دا چې بې له کوم ملته هېواد نه جوړېږي د پاکستان ډېرئ ملت افغانان ول ، او جغرافیه ئې هم د افغانستان ده.

پاکستان د انګلیستان یو ایجنټ پروژه ده ، مګر ملت ئې مسلمانان او افغان ملت افغان جغرافیه ده ، دا بېله خبره ده چې زموږ د وخت د چارواکو او د ظاهرشاه او نورو د بې کفایتي په وجه د پاکستان نقشه رسمي او زموږ یو ملت په دوه برخې وویشل شو.

اوس پاکستان انګلیستان او امریکا ته تر موږ ښه مالوم دی چې څه دنده لري؟ دنده یې د مسلمانانو نفاق او د مسلمانانو ټکؤل او د کفر سنګر دی. ځکه ئې حمایت کؤي هم.

له بلي خوا

سلسله په سلسله له عثماني خلافته تر ننه پوري بنیادګر یا بنسټ پال هم ارام نه دې ناست که څه هم تر ۲۰۲۰ پورې د بنسټپالو په زیرمو باندې نړیوال تحریمونه دي مګر دوئ تر اوسه هم دا برحق داعیه ژوندۍ ساتلي ،
ددي لپاره چې د غولؤل شؤیو ملتونو لکه اوس تس په نوم د پاکستان ملت ، د بنګله دیش د هند او داسي نورو حساسیتونه را ونه پاريژي او ددوئ د راتلونکو پلانونو ستر خنډونه نشي نو علني نه وايې چې دا هېوادونه شرعآ ، اصولآ قانونآ نه شتون لري نه جغرافیه بلکه دا سېمه ټوله د افغانستان اړؤند وه او ده ، او باید بیرته په افغانستان کې منحل شي.

نو

په بنسټپالنه کې چې د یو هیواد هیڅ وجود نسته ، دا تس دروغ او بهتانونه او چټیات څه مانا ؟ نن مې د مجید په نوم د چا لایف ویډیو کتله
کوم الفاظ او کوم شدید دروغ بهتان چې ده ویل نو یو ځېرک پوهه کس له ورایه ورباندي پوهېده چې سر دې په کوم اخور کې دی؟

پدې دروغو باندې مه د ځان مه د بل وخت ضایع کؤئ چې ګواکي فلانی بنسټپال د پاکستان ایجنټ دی فلانی د پاکستان حمایت کؤي ، اصلا رښتیا دادي چې حامد کرزی، غني ، او بل هر ډمه کراس اړ دی پاکستان رسمآ ومني او منلی ئې دی ، اغزن تار او د بارډر منجمنټ قرارداد د ښاغلي غني دی د کوم بنسټګر نه دی ، بنسټګر دا ټوله جغرافیه نه مني او نه ئط د منلو شرعي جواز شته که ئې څوک مني نو ستر ګنهګار دی. په اصل کې دا خلک د بنسټپالانو ځکه مخالف دي چې بنسټپالان نه دغه رقم ډمه کراسي مني او نه دغه جغرافیه
مجید وارو غوندي خلک غرب د همدي لپاره پاللي روزلي چې د بنسټپالني ضد خلک وهڅؤي او پخپله خو په اخور تړلی وي نور ملت هم په کاذب استقلال وغولؤي او ټول مسلمانان د غرب په اخور تړلي وساتي.

بنسټګرانو په ټولو اسلامي هېوادونو د هغؤئ په پولیسو ، استخباراتو ، فوځونو ، سیاسي چارواکو ، تنظیمونو کې خپلې پټې اړيکې او دعوت نظم ساتلی دی تر څو د تحریماتو له پوره کېدو سره سم اړؤندي کړۍ سره راټېنګي کړي. دا بهترینه لاره ده.

خو ددي لپاره چې دوئ تل بدنام شي وټکؤل شي هر بد په دوئ ورچپه شي
د امپریالیزم 
د کمونیزم
د کاپيټلیزم 
او ددغو د فکري غلامانو او ډمه کراسانو ټوله تبلیغاتي دسګاه ددوئ په ضد کار کؤي ، دا ځکه چې په مسلمانانو کې یوازې بنسټپالان دي چې یاغې دي او کفري نړۍ ته یو ستر خنډ جوړیدای شي منظم دي او ډېر ستر ستر علمي کدرونه لري ، په ټوله نړۍ کې منظمي رېښي لري او د ۲۰۲۵ لپاره نړیوال پلانونه پر مخ بیايې ، او دا هغه څه دې چې پورته درې واړه ورڅخه سخته ویره لري او په هېڅ صورت باید بنسټپالان پخپل پلان کې بریالي نشي .
مګر ان شاء الله بریالي کيږي به.

تاسو که هېواد پال یا اسلامپال یا ملت پال یاست

نو له هره اړخه باید د بنسټپالو مرسته وکړئ دا ځکه
په بنسټپالنه کې موږ بیرته ستر افغانستان ته ورګرځو او دا به کيږي 
مګر که تاسو د غرب او شرق د ډمه کراسو په ډوزو ځانونه غولؤئ نو د پاتې افغانستان د تجزيې لپاره هم بشپړ تیار اوسئ چې غرب به دا هم ژر یا ورسته درته تجزیه کړي.

ډمه کراسي فقط د استقلال یو کاذب دروغجن فریب دی چې پدې تیرو اتلس کلونو کې تاسو ښکاره بېلګې وليدلې چې د غرب له ډمه کراسي ځانګړې موخه څه ده ؟

د بنسټپالانو په نږد د افغانستان دوه سیاسي نقشي رسمي دي لکه په تړلي کي

نوري نقشي بنسټـــپالان نه مني او نه ئې د منلو شرعي جواز شته
نو اوس به پوهه شؤي یاست چې د مجید خبري یا د کفر تبلغ او یا د هغه له جهالته پرته بل هېڅ څه نه دي.

یادونه !
له نن څخه پنځه نؤي ۹۵ کاله د مسلمانانو ستر خلافت عثماني نن ورځ عرب جاهلو د الاماره په انګلیسي او تکفري نسخه ونړاوه چې د بنسټپالانو لپاره په تاریخ کې تر ټولو توره ترخه او ستونزمنه ورځ ده. جې تر ۲۰۲۰ پوري ورباندي تحریمات دي.

پدې سبب وه چې نن مې تاسو ته هم د اسلامي بنسټپالني ځيني محرم رازونه را وسپړل

نعیمه خادم