Ab Ahmadzai | [email protected]

د افغانستان معاصر تاريخ

لوستل يي مه هیروئ. ! 
د افغانستان معاصر تاريخ 
تاریخ له يؤي بلي زاويي ( له ابدالي څخه تراوسه ) 
لوی احمدشاه بابا چي کله په لوی کندهار کي واک ته ورسېد او د چارو واګي يي په لاس کي واخيستي نو پخپله بادشاهي کي يي ډير د خیر کارونه وکړل. د تقدیر فیصلي د افغانستان دغه نامتو زمری ډير ژر خپلي غیږي ته وباله او د افغانستان بدبختي شروع شؤله. 
د ابدالي د وفات څخه وروسته بغیر د هغو کسانو څخه چي د انګریزانو په ضد يي جګړه وکړله نور ټول د خره زامن او د چوکی سپيان ول. ورور به له ورور څخه د قدرت لپاره سترګي ويستلي، کاکا به جګ شو وراره به يي ښه لغت کړ او د ابداليانو ټوله دغه دوره د احمدشاه ابدالي څخه وروسته زموږ په تاریخ يؤ تور داغ دی. همدا پښتون چي په تاریخ باندي نازیږي او غؤري کؤي دومره جاهل شو چي د د يؤ ذکر او يؤ رحم څخه پيدا خپل سکني وروڼه به يي هم نه پریښودل. کيسي ډيري سر يي يؤ. داسي چندان تاریخ خو ولاکه لرو چي چاته مو سترګي په جګي شي خو قصه تر امان الله خان پوري را اوږده شوه. دا د نر بچی ډ خپل ابا هغه ابا چي دی يي له ذکر څخه پیدا وو په لغمان کې د اخرت په لوري ولېږه او ځان يي غازي کړ‌. دا چي کوم پرمختيايي پروګرام يي لاره هغه بيله او جدا خبره ده. کله چي دی امان الله خان لدي دنيا څخه ورک شو بیا سمه د قتلونو، ویرونو، په ناموسونو د تېري او تجاوز کولو، پردیو ته جاسوسي او د نورو مردګاويو ده. پدغه دوره کي د افغانستان د تاریخ يؤ تر ټولو بده، فحاشه، او زناکاره څېره ښاغلی علیحضرت صیب ستر بادشاه ظاهر شاه خنزير هم تېر شوی دی. ده خپله دوره ښه مسته تېره کړله او شپه ورځ به يي څنګ په فرانسوي او ایټالوي نجونو ډک وو. خو دا بلا چي ورکه شوله بیا مو هم ښه ورځ نده کتلي. د روسانو یا په اصطلاح د شورویانو واکمنۍ مخ پر غځیدو وه او زموږ غټ پټ پښتانه د لينن سره ودریدل. داؤد خان صیب کمونستانو ته واک ورکړ او هغوی دومره کوستیزن خلک ول چي بيرته يي داؤد خان بوکه کړ او د نوي ناورین پیل وشو. 
شعلوي، نهضتي، خلقي، پرچمي او نور ټرټ پرت تنظيمونه پیدا شول. له يؤ بل سره به يي داسي خوړل لکه سپيان. شپه او ورځ به همدا په نوم باتور پښتانه د مسکو په سفارت کي پراته ول او د خپل هېواد سرنوشت به يي ټاکه. خبره ډیره نه اوږدؤم. شورویان راغلل پداسي حال کي چي د ټانکونو په سرونو يي باتور پښتانه او تاجک ناست ول. د افغانستان بدبختي بیا شروع شوله. درز غپ وو . تابه ماته کافر وايه ما به تاته. روسانو پښتني دودونه وننګول خلک يي په تنګ او هجرت کولو ته اړ کړل. کله چي مهاجر شول نو ۷ تنظيمونه جوړ کړی شول‌. د اسلام زنده باد چیغي شوي او د بخار او ان د سمرقند د ازادي خوبونه به په پېښور کي ليدل کيدل. څه به مو سر درخوږوم. هغي خوانه کمونيسټي رژیم خپل وطنوال ښه په خرپ وژل لدي خوا جهادي مشرانو. قصه سمه ګرمه وه. د کمونست رژیم لوړ پوړي چارواکي به تل د مسکو په سفارت کي ول او نوي لارښووني به يي اخيستي. د داود خان څخه نيولي تر امریکايانو راتګه پورې هیڅ د سړي بچی ندی تېر شوی. 
اختلافات د تنظیمونو د مشرانو او غوایانو ترمنځ زیات شو لاړل د خدای کور ته، هلته يي سوګند پورته کړ، خو شکر چي ټول همدې سوګند وشرمول او يؤه يي هم ښه ورځ ونه ليدله. دوې به تل د نورو جاسوسي ادارو په مرکزونو کي پراته ول او د خپلو خلکو د وژلو پلان به يي له هغوی څخه اخیسته. 
شورویان ووتل، کور جنګي شروع شوله، حکمتیار له مسعود کاپر سره او مسعود له حکمتيار کاپر سره سر په قولبه شول. کابل يي لوټي لوټي کړ. جهادي قومندانان جګ شول د اوړکو سره يي ودونه وکړل او پاټک بازي شروع شوله. څه به مو سر خوږوم؛ هغه نخرې وشوي چي چنګيزیانو او ګوډ تېمور هم ولاکه کړي وي. 
پدي پسي د اسلام پرښتي راغلي، هغوی هرڅوک راونيول او برابر يي کړل پخوانی خلقی او پرچمی بیا د اسلام د پرښتو په لښکر کي ورننوتل او يؤ داسي رشخندي حکومت جوړ شو چي نړۍ ورته ګوته په غاښ وه. دوی هم کرار کینناستل ، دوی هم تاریخي ځایونه وننګول او بلاخره د يوويشتمې پېړۍ سوپر پاور د غریبانو دغه خټین حکومت په څلویښتو شپو کي ونړاوو. 
کرزی کاپر د امریکايي باډي ګارډانو په ملتیا په وچ زور د دولت مشر وټاکل شو او دی لکه څنګه چي په غلامۍ کي دوکتورا لرې هم د خپلو وطنوالو په قتل چور او غلا کي کومه صرفه ونکړله. د بن په کنفرانس کي ټول مجاهدین ول او امریکایانو نه به يي غوښتنه کوله چي زموږ په کليو او بانډو غټ غټ بمونه وغورځوي. اسلام لاړ، وجدان لاړ عزت لاړ او پوره خرکوسي شروع شوله. هر ږیرور به ترورست وو او هر اصلاح غوښتونکی به د پاکستان نفر وو. کرزي مړتت شمالي ټلواله په افغانستان حاکمه کړله او د افغانستان عزت يي ليلام کړ. شمالي ټلوالي هغه کارونه وکړل چي امریکایان به ورته ګوته په غاښ ول ځکه دوی خو د جهاد او مقاومت خلک ول. 
پدي هېواد کي د امریکا او کرزي پوره خرکوسي تېره شوله، امریکايان پوه شول چي نوره يي دلته نشو ټینګولای نو اوسنی حکومت يي راوست . اوسني حکومت هم 45 زره سرتېري درته کونډ کپر کړل او د جنتونو سرداران شول.

نوټ: دلته د هېچا ملاتړ مه کوئ! د ټولو لاسونه په وینو سره دي‌ هرچا د چوکی د حفاظت لپاره د وطن عزت ليلام کړی دی. 
وطن ته نه ولاکه مجاهد وفادار وي او نه هم حکومتي. په حکومتي کسانو ښايي 
زما خبره بده ولګي خو زه تاسو ته ستاسو په وجدان قسم درکوم چي ايا خپله وظیفه په ايماندارۍ سره کوي؟ رشوت ته نه اخلي؟ غلا ته نه کوي؟ بیت المال ته نه چور کوي؟ 
دولت کي کار کوي هغه وړیا نه، بلکه دولت درته روپۍ درکوي. نو ستا د خدمت دغه دروغجن شعار څه معنی !؟

ليکوال: د منځنۍ اسیا ستر تاریخپوه دوکتور عبدالحی احمدزی