؟څه وکړم چې لا ډېر هوښیار اوسم

۱- روغتیا تر ټولو مهمه ده.
۲- د خوراک پۀ وخت کې خوراک ته توجه وکړه، مبایل، ټلویزیون او نور شیان مه ګوره.
۳-هره ورځ ورزش کول ستاسې دماغ ارامه وي، او ستاسې بدن منظم کوي.
۳- مراقبت د ځان ارامولو او توزان ساتلو لپاره یؤه ډېره ښه لار ده.
۴- پۀ منظم ډؤل او برابر وخت خوب کول ډېر مهم دي
۵- د غیر منطقي او جعلي خلکو څخه لرې اوسه.
۶- له خلکو سره یؤ ځاي شه، له هغه خلکو سره وګرځه چې تۀ یې غواړې.
۷- تعلیم پسې هڅه وکړه، خلکو پسې نه.
۸- لېوالتیا ډېره مهمه ده.
۹- هوښیار لوست وکړئ، سخت نه. دا کار د بعضو تخنیکونو پۀ وسیله کېدای شي.
۱۰- پدې ځان وپوهوه چې تۀ کوم ډؤل زده کړیال یې،کله او کوم ځاي کې ښه زده کړه کولای شې.
۱۱- پۀ یاد ولره، هوښیارتیا له پیدایش سره نه وي مل.
۱۲- خپل دماغ له منطقي پوښتنو او سختو معماوو سره اشنا کړه.
۱۳- د نورو د حیرانولو لپاره زده کړه کول پرېږده، خپل ځان تعلیم یافته کړه.
۱۴- نوي حافظوي تخنیکونه زده کړه.
۱۵- هره ورځ کتابونه ولوله.
۱۶- سم کتاب ولوله، له چټیاتو لوستلو لاس واخله.
۱۷- غیر افسانوي کتابونه ولوله لکه، بیوګرافي، تاریخ او یاداشتونه.
۱۸-کله افسانې هم لوله چې د لغاتونو ذخیرولو کې درسره مرسته وکړي.
۱۹- پخپل بخش کې ښه ترین اووسه.
۲۰- شاوخوا وګرځه او د هر څیز پۀ حقیقت ځان پوه کړه، د هغو پۀ بڼو فکر وکړه او ویې پوښنه چې ولې دا شیان داسې دي.
۲۱- د هر څه پۀ اړه سوال وکړه.
۲۲- تر لوستلو لیکل زیات وکړه.
۲۳- که غواړی چې پۀ یؤ بخش کې ډېر تکړه اوسې پۀ هغې کې ډېر تمرین وکړه.
۲۴- سوال ته ځواب پیدا کړه، پۀ انټرڼېټ ډېره تکیه مه کوه.
۲۵- چې څومره ډېر تعلیم تر لاسه کوی هغومره به ډېر تۀ وپوهېږی چې څومره ناپوه یم.
۲۶- چې قدم وهلو باندې نه پوهېږی، منډه هیڅکله مه وهه.
۲۷- پۀ یؤ وخت زیات کارونه مه کوه
۲۸- له ټولنیزې شبکې ځان یؤې څنډې تۀ کړه.
۲۹- بعضې وخت هوشیار ښکارېدل، د ښکلي ښکارېدلو پۀ معنا هم وي.
۳۰- هوښیارتیا نوی جنسیت ده.