Ahmadzai Khan | [email protected]

؟څنګه کولائ شم د وخت ضایع کولو عادت له مینځه یوسم

څنګه کولای شم چې د وخت ضایع کولو له عادته ځان اوباسم؟

۱-یؤه ژوره ساه واخله.

۲- له ځانه وپوښته: دا کار چې تۀ یې تر سره کوې، څه فایده لري؟

۳- بیا له ځانه وپوښته: ایا دا هغه څه دي چې تۀ یې غواړې؟

۴- يؤ ځل بیا یؤه ژوره ساه واخله.

۵- څه واقعاً مهم دي؟

۶- هماغه څه وکړه چې مهم دي.

که تۀ ریښتیا هم غواړې چې یؤ عادت له منځه یوسې، هغه څه وکړه چې مهم دي.

د هغه لپاره باید تۀ یؤ څه له خپل ذهنه راووځې، ژوره ساه اخیستل له تاسې پدې کار کې سره مرسته کوي.

که تۀ د یؤ څه شي پۀ اړه ډېر سوچونه کوې، یواځې او یواځې ستا د سټرېس باعث ګرځي، او سټریس تا دغه کار ته مجبوروي کوم چې ستا وخت ضایع کوي یعنې بېځایه سوچ کول.

لدې هم خبر اوسه چې د هغه بعد تۀ څه کوې.

زیاتره وخت مونږ پۀ دغه فعل کې غرقېږو.

یؤه ویډیو ستاسې د نیمې ورځې مشغوله ګرځي، یؤ برخه ډرامه مو پوره سیزن ګرځي او د خپل د خوښې وړ ګېم یؤ وار کول مو د پوره شپې مشغولتیا ګرځي.

پدې ځان وپوهوه چې تۀ څه کوې، او دا فعل چې تۀ یې کوې څه فایده لري؟

بیا سوچ وکړه چې دا هغه څه دي چې تۀ ورته اړتیا لرې؟

بعضې وخت تفرېح ته اړتیا پیدا کېږي، یؤ څه نا څه خوند ، او یا هم د فکر اړولو ته اړتیا وي.

بلکل! مونږ ټول سټرېس کېږو او د وخت پۀ تېرېدا سره مو زړه تنګېږي.

لکن هیڅکله یې د ډېر وخت نیولو ته مه پرېږدئ.

بیا له ځانه وپوښته څه ریښتیا هم مهم دي؟

تۀ څه غواړې؟

نه یواځې هغه چې تۀ یې غواړې، دا به مو سمدستي هغه څه ته راجع کړي چې تا خوشحالوي، بلکې هغه څه چې تۀ یې د تل لپاره غواړې.

نو هغه څه وکړه چې تا خپل هدف چې د تل لپاره ده، رسوي.

دا پۀ حقیقت کې د وخت د ضایعولو سره د مقابلې غوره لار ده.

دا ده!، که څه هم، دا ډېر هوښیارتیا او کلک عزم ته اړتیا لري، پدې معنا چې د دې لاسته راوړل به پۀ لومړیو کې ډېر سخت وي.

ځکه خو دا ډېر مهم دي، چې دا ټول شپږ قدمونه واخلې.

ژوره ساه واخله تر څو دا درته اسانه شي چې دا ټول شیان قدم پۀ قدم تر سره کړې.

وروسته بیا کولای شې چې اول او دریم قدم څخه لاس واخلې، کله چې تۀ خپل ژوند پۀ واقعي معنا جدي واخلې.

خو تر هغه چې تا خپل هدف نه وي ترلاسه کړئ، دا ټول کارونه عملاً کوه.

دا به ډېر وخت درنه ونه نیسي چې تۀ خپله تصمیم ونیسي چې پۀ اتومات ډؤل څه وکړی او څه ونکړې، کوم چې به تا یؤ خان او د خوشحالیو ډک ژوند ته رهبري کړي.