Andyal Safi | [email protected]

ګناهونه ﺯيان او پايلې



د ګناهونو ﺯيان او ناوړه پايلې

ترتيب او ژباړه: انديال ساپى

د ګناهونو ﺯيانونه خورا ﺯيات دي، په دنيا او اخرت کې ډيري  ناوړه او بدي پايلې لري چې ﺯړه او بدن ته ضرر رسوي،  ځينې يې په لاندې ډول ابن القيم رحمه الله ﺫکر کړى دى :

(1) د رﺯق څخه محروميدل: 
په مسند کې راځى (إن العبد ليحرم الرزق بالذنب يصيبه).
يقينا بنده د خپلې ګناه له امله له رﺯق څخه محروميږى.

(2) له علم څخه محروميدل:
ځکه علم هغه رڼا ده چې الله تعالى يې د بنده په ﺯړه کې اچوى خو ګناهونه بيا دغه رڼا مړه کوى.

(3) د پريشانۍ احساس:
هغه پريشانى چې ګناهګار يې پخپل ﺯړه کې احساسوى په اصل کې ګناه  د خوند او لذت سره هيڅ مواﺯنه او پرتله کيږى نه.

(4) د خلکو څخه لېروالى:
د ګناه له امله د ګناهګار او خلکو ترمنځ جلاوالى پيښيږى په تيره بيا له نيکانو خلکو سره.

(5)  د ﺯړه رڼا ختميدل:
ګناهګار پخپل  ﺯړه کې د حقيقى تيارى شتون داسې احساسوى لکه د شپى چې تياره احساسوى.

(5) د ﺯړه او بدن کمزورتيا:
ګناهونه د ﺯړه او بدن د کمزورتيا لامل ګرځى.

(6) د عبادت څخه محروميدل:
ګناهونه د اطاعت او نيکۍ څخه د محروميدو لامل کيږى.

(7) له ستونزو سره مخ كيدل:
ګناهونه د ګناهګار په ژوند منفى اغيز كوى، او د دې  لامل کيږي چې پخپلو چارو کې د ستونزو او سختيو سره مخ شى .

(8) په عمر ناوړه اغيز:
ګناهونه د ګناهګار عمر لنډوى او د عمر برکت يې له منځه وړى.

(9) د ګناهونو لا ﺯياتيدل:
ګناهونه دنورو ګناهونو لامل کيږى او ورته نور ګناهونه ﺯيږوى تر دې چې بنده ته بيا له هغې څخه لېريوالى او ځان ويستل ناشونى شى.

(10) د ﺯړه اراده کمزورى کول:
ګناهونه بنده د ﺯړه اراده کمزورى کوى، ګناه د كولو اراده قوى کيږى او د توبې اراده ورځ تر بله کمزورى  کيږى تردې چې له ﺯړه څخه د توبې ويستلو  ارده مکمل ختمه شي.

(11) ګناه کول عادت ګرځيدل:
ګناهونه د ﺯړه څخه د ګناه ناوړتيا او بدى ختموى تر دې چې بيا يې عادت وګرځى.

(12) د رب په وړاندې سپکيدل:
ګناهونه بنده د رب په وړاندې سپکوى او د هغه له سترګو غورځيږى.

(13) په ګناه ﺯړورتيا:
بنده تر هغې ګناه کوى تر څو چې ورته  اسانه شي او په ﺯړه کې يې سپکه شي چې دا يې د هلاکت نښه ده.

(14) نورو دعﺫاب سبب ګرځيدل:
ګناهګار د ګناه اغيز او سپيروالى په نور خلکو او حيواناتو را ګرځى، ګناهګار ځان او نور د ګناه په ظلم او سپروالى سوځوى.

(15) د ﺫلت سره مخ کيدل:
ګناه بنده د ﺫلت سبب ګرځى ځکه عﺯت يواﺯى د الله تعالى په بندګۍ او اطاعات کې دى.

(16) د عقل فساد:
ګناهونه عقل خرابوى ځکه عقل خپله رڼا لري او ګناهونه دغه رڼا وژنى.

(17) په ﺯړه د مهر لګيدل:
کله چې ګناهونه ډير شي نو د څښتن په ﺯړه يې مهر وهل کيږى چې بيا د غفلت کوونکو له ډلې څخه ګرځى.

(18) د نورو له دعا محروميدل:
د ګناهونو له امله بنده د پېغمبرانو، ملائکو او مٶمنانو له دعا څخه محروميږى، ځکه الله تعالى خپل نبى صلى الله عليه وسلم ته امر کړى چې د مٶمنانو نارينو او ښځينو لپاره دعا وغواړى.

(19) د حياء له منځه تلل:
ګناهونه حياء له منځه وړى په کوم پورى چې د ﺯړه ژوند تړلى دى، حياء د هرې نيکۍ اساس دى او د له منځه تلل يې د هرې نيکۍ اساس ختمول دى.

(20) د شيطان برلاسى:
ګناهونه د دې لامل کيږى چې الله تعالى خپل بنده هير کړى، د نفس او شيطان ترمنځ يې پريږدى، چې بيا هغه هلاکت رامنځته کيږى چې هغې سره د نجات اميد شتون نه لري.

(21) د نعمتونو ﺯوال:
ګناهونه نعمتونه له منځه وړى او عﺫابونو د راتلو سبب ګرځى.

(22) دﺯړه بى لاريتوب:
ګناهونه ﺯړه له صحت او استقامت څخه د مرض او بى لاريتوب په لور اړوى.

مأخذ : الجواب الكافي لابن القيم الجوزية