Andyal Safi | [email protected]

هغه لارې چارې چې دګناهونو نه په خوندیتوب کې مرسته کوي

هغه لارې چارې چې دګناهونو  نه په خوندیتوب کې مرسته کوي 

ترتیب او ژباړه: انــــدیال ســـاپی

هغه اسباب چې بنده سره د ګناهونو نه په لريوالى کې مرسته کوي ،إمام ابن القيم ـ رحمه الله ـ يې په لاندې ډول يادونه کړى :

لومړي: د ګناه ناوړتیا پیژندل:

مسلمان بايد د ګناه ناوړتيا، رﺫالت او پليتى وپيژنى، پدې ځان پوهه کړى چې يقينا الله تعالى لدې امله ګناه حرامه کړى ترڅو د ناولتيا او پليتۍ څخه ډډه او ځان وساتل شي.

دويم: حیاء کول:

له الله تعالى نه حياء کول، کله چې بنده يقينى شي چې الله تعالى دې وينى، کړنې يې ګورى او غږ يې اورى، نو له خپل رب څخه ورته حياء ورځى ترڅو د هغه غوسى ته ځان وړاندې کړى.

دريم: د نعمتونو احساس:

د الله تعالى نعمتونه او احسانات په پام کې نيول ځکه ګناهونه نعمتونه له منځه وړي.

 شاعر وايي:

إذا كنت في نعمة فارعها * فإن المعاصي تزيل النعم

ژباړه: که چېرته په نعمت کې يې نو ساتنه يې وکړه، ځکه ګناهونه نعمت له منځه وړى.

څلورم: د الله تعالی نه ویریدل:

د الله تعالى نه ويريدل او له سزا يې ځان ساتل،  او دا هله ترسره کيږى چې کله بنده د الله جل جلاله په وعد او وعيد، په  قران او سنتو پياوړى ايمان ولري.

پنځم: د الله تعالی سره محبت لرل:

د الله تعالى سره محبت لرل هغه د نافرمانۍ او سرغړونې نه د ځان صبرولو  ځواکمن لامل دى، ځکه څوک چې د چا سره مينه لري د هغه تابع وى.

شپږم: د نفس پاکوالی:

دنفس شرافت، پاکوالى، فضيلت او غيرت ترڅو دهغه اسبابو له اختيارولو ډډه وکړي چې نفس سپکوى، قدر يې له منځه وړى او مرتبه يې ټيټوى، دده او د کم عقله ترمنځ مساوات راولى.

اوم: د ګناه زیان پیژندل:

د ګناه په بد انجام، ناوړه پايله او لامله يې منځته راتلونکو ﺯيانونو باندې قوى علم لرل.

 اتم: د امیدونو لنډوالی:

اميدونه لنډول، او پدې پوهيدل چې ډير ﺯر له دنيا څخه سفر دى، په دنيا کې ژوند د هغه مسافر په څير دى چې د ونې سوري ته دمه شي او بيا ترې روان شي،

د بنده لپاره له لنډو اميدونو پرته بل څه ګټور او د اوږدو اميدونو بل څه تاونى نشته.

نهم: له بی ځایه کړنو ډډه کول:

په خوراک څښاک لباس خوب او له خلکو سره په ناسته کې له بى ځايه او فضولو کړنو ډډه کول، ځکه دغه بى ځايه کړنې دګناه ته د هڅونى قوى لامل ګرځى.

لسم: پیاوړی ایمان لرل:

لسم سبب د ټولو پورتنيو اسبابو نچوړ دى چې هغه په ﺯړه کې د ايمان ريښې ټينګول دى، له ګناهونو څخه د بنده صبريدل هغه د ايمان د پياوړتيا پورې تړلى دى، څومره چې ايمان قوى وى هغومره  د بنده صبر ﺯيات وى او څومره چې ايمان کمزورى وى هغومره يې صبر کم وى.

*****

مـــــأخذ:

وګوره: کتاب طريق الهجرتين وباب السعادتین د امام ابن القیم الجوزي لیکنه