Ab Ahmadzai | [email protected]

د ولسمشر غني د واکمنۍ لاسته راوړنو ته لنډه کتنه

د ولسمشر غني د واکمنۍ لاسته راوړنو ته لنډه کتنه
لیکوال؛ طارق ننګرهاری
د ولسمشر غني دوره سره له دې چې له خورا ګڼو ننګونو سره مخ وه، خو بیا هم پام وړ لاسته راوړنې یې درلودې. کومې چې په دې ډول دي:
۱ ـ اقتصاد
ترانزيټ:
د چابهار بندر له لارې د هند سره سوداګري پيلول. د حيرتان بندر د ريل پټلۍ پواسطه د مرکزي اسيا هيوادونو سره نښلول. د هرات د تورغونډۍ او د فارياب د آقينې بندرونه د ريل پټلۍ پواسطه د لاجوردو له لارې ترکمنستان، ترکيې او اروپا سره نښلول. چين سره د ريل پټلۍ پواسطه د وريښمو لارې سره يو ځاى کېدل. د نوي رادار سيستم په فعاليدلو سره د هېواد له فضا څخه د تيريدونکو الوتکو فيس له 300$ څخه 700$ ته لوړېدل.
اقتصادي وده:
2014 کې اقتصادي وده %0.6 وه، 2017 کې %2.5 او 2019 کې هم %2.5 اټکل شوې ده. 2020 کې به %3 ته ورسېږي. په 2015 کې داخلي عوايد 121 مليارد افغانۍ وو او 2018 کې 189 مليارد. له 2014 څخه تر 2017 زموږ کورني عوايد %70 زيات شوي. په 2014 کې ملي بودجه %71 په بهرنيو مرستو تکيه وه او 2018 کې %51. همداراز 2024 کې به افغانستان د %9 اقتصادي ودې او 25 بليونه ډالر GDP په جوړولو سره ملي بودجه پخپله پوره کړي. حکومت 2018 کې په بېسارې توګه زياته (%91) انکشافي بودجه لګولې.
هوايي دهلېزونه:
د هند، ترکيې، اروپا، سعودي، چين، قزاقستان، اندونيزيا او همداسې نورو هېوادونو سره د هوايي دهلېزونو له لارې سوداګري پيلول. حکومت د هوايي دهلېزونو په پروګرام 3 مليونه ډالر لګولي، حال دا چې 100 مليونه ډالر توکي صادر شوي. يوازې چين ته په دوه مياشتو کې 1000 ټنه جلغوزي د هوايي دهلېز له لارې صادر شوي.
واردات او صادرات:

وروستيو کې د صادراتو ملي ستراتېژي جوړه او تصويب شوه. افغانستان د ګاونډيو هېوادونو له اقتصادي انحصاره خلاص شو. 2015 کې صادرات 514$ مليون ډالر وو، 2018 کې 883$ مليون او 2019 کې به 1 مليارد ډالرو څخه لوړ شي. د 2014 په پرتله د هېواد صادرات %45 زيات شوي. له مرکزي اسيا هېوادونو سره واردات %96 زيات شوي. د توليداتو د قاچاق مخنيوى شوى، چې د هېواد غالۍ، زعفران، جلغوزي او ميوې نړۍ ته اوس د افغانستان په نوم صادرېږي.
د خصوصي سکتور وده:

د خان سټيل او ميهن سټيل د وسپنې ويلې کولو فابريکې پرانيستل شوې. د اوسپنې په صنعت کې 400 میلیون ډالره پانګونه شوې، 12 زره تنو ته د کار کولو زمینه برابره شوې او د هېواد 70 سلنه اړتیا یې پوره کړې ده. د الکوزي د غیر الکولي مشروباتو فابریکه او په وروستيو کې د بزرګ افشان د جلغوزيو د پروسس او بسته‌بندۍ فابريکه پرانيستل شوې. د ملي اردو د خوراکي توکي لویه برخه اوس له داخلي توليداتو برابريږي.
همدارنګه د نړيوال بانک د 2018 په نوملړ کې د سوداګرۍ د اصلاحاتو په برخه کې افغانستان لومړى ځاى خپل کړی دی.
۲ـ د اوبو مدیریت 
په وروستيو 4 کلونو کې د اوبو وېش:
د سلګونه نویو کانالونه، سربندونو، د اوبو ذخيرو، شبکو، پلونو او استنادي دېوالونو جوړول په کې شامل دي. په 34 ولايتونو کې د سربندونو او د اوبو د کانالونو 537 پروژې شبکې جوړې شوي، چې 660 زره کسان ترې برخمن شوي دي. د کانال جوړونې 285 نوې شبکې تر کار لاندې دي، چې د 122 زره هکتاره ځمکې خړوبولو ظرفيت لري. په 34 ولايتونو کې د اوبونې 300 نوو شبکو سروې او مطالعه تر کار لاندې ده، چې په 2019 کال کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي او 500 زره کسان به ترې ګټه واخلي. وروستيو کې په شمال کې د هيواد د تر ټولو غټ کانال (خوش‌تيپې کانال) جوړولو قرارداد لاسلیک شو، چې 500 زره هکتاره ځمکه به خړوبه کړي.
د بريښنا بندونه او د اوبو مديريت:

2016 کې د هرات سلما بند بشپړ او پرانيستل شو او وروستيو کې د دايکندي سوختک بند بشپړ او پرانستل شو. 
5 بندونه جوړول عملا تر کار لاندې دي:
د بدخشان د شورابک، د کونړ ماڼوګي، د کابل شاه او عروس، د هرات د پاشدان او د نيمروز د کمال خان.
د 7 بندونو ډيزاين تر کار لاندې دى:
ننګرهار کامې بند، لغمان ګمبيري بند، د کندهار دهلې بند، فراه بخش آباد بند، فارياب دهنه دره بند، بلخ تنګي- شاديان بند، سمنګان آب-کيلي بند. 
د 6 بندونو سروې تر کار لاندې ده:
پکتيا مچلغو بند، د هلمند کجکي بند دويم فاز، فارياب المار بند، سرپل شورابه بند، سمنګان شاه عبدالله بند، کندز خان آباد بند. 
د 2 بندونو تخنيکي مطالعه تر کار لاندې ده:
د کابل شاه توت بند، او د بغلان بند.
وارداتي او لمريزه بريښنا:

تېرو 15 مياشتو کې 9 ولاياتو ته بريښنا رسېدلې، چې بېلګې يې: د بادغيس، لوګر، غزني، پکتيا او میدان وردګو ښارونه دي.
همداراز پنجشير، کنړ، پکتيکا، باميان، دايکندي، زابل، ارزګان، کندهار، غور، نورستان او نيمروز ولايتونو ته په وارداتي بريښنا رسولو کار روان دى. تر راتلونکو 18 مياشتو به د (بريښنا د ملي شبکې) په بشپړيدو سره د ټولو ولاياتو ښارونه بريښنا ولري. د سرخان-پلخمري د بريښنا لاين تر کار لاندې دى، چې پر مټ به يې ازبکستان څخه هېواد ته MW1000 بريښنا وارده شي. له ترکمنستان څخه د MW400 بريښنا واردولو باندې کار روان دى. د CASA1000 پروژه تر کار لاندې ده، چې له لارې به يې MW300 بريښنا وارده شي. وروستيو کې د TAP500 پروژې پر مټ له ترکمنستان څخه MW1000 بريښنا واردولو تړون لاسليک شو. تر راتلونکو 5 کلونو به په کابل، ننګرهار، کندهار، مزارشريف او هرات کې MW2000 لمريزه بريښنا توليد شي، چې په هر ولايت کې MW400 کېږي. ننګرهار ولايت کې د MW100 لمريزې بريښنا جوړول تر کار لاندې دي. د مزار IPP-50 ميګاواټ او بيات MW40 له ګازو څخه د بريښنا توليدول تر کار لاندى دي. همداراز کندهار کې MW30 لمريزې بريښنا جوړيدلو کار %70 بشپړ شوى دی.
۳ـ د آسیا په څلور لارې د افغانستان بدلول
د آسیا په څلور لارې د افغانستان د بدلېدو لپاره لاندې پروژې تر کار لاندې دي: 
۱ـ ۱: د TAPI د ګازو نلليکه ـ له دې پروژې هر کال 400$ مليون ډالر (حق العبور) ګټه ترلاسه کول او همداراز افغانستان به له ترکمنستان څخه ګاز هم پېري.
۲ـ۲: CASA1000 – تاجکستان څخه 300MW بريښنا تر لاسه کول او همداراز 50$ میليونه ډالر (حق‌العبور) ګټه ترلاسه کول.
۳ـ۳: TAP500- له ترکمنستان څخه 1000MW بريښنا ترلاسه کول او همداراز 100$ میليونه ډالر (حق‌العبور) ګټه ترلاسه کول.
۴ـ۴: TUTAP – لومړی له ترکمنستان څخه 300MW او پاى کې 1000MW برېښنا تر لاسه کول.
۵ـ۵: د مس عینک او امو سیند د نفتو او ګازو پروژو تړونونه لاسليک شوي.
۴ـ امنیتي ننګونې او لاسته‌راوړنې
د څلور کلن امنيتي پلان جوړېدل:

2018 د امنيتي پلان لومړنی کال و. تر 2020 پورې د افغان کومانډو ځواکونو شمېر دوه برابره کول، چې شمېر به يې 30000 شي. تر 2024 پورې افغان هوايي ځواک درې چنده کول، چې 300 الوتکې به ترلاسه کړي، هر کال به لسګونه الوتکې ترلاسه کېږي. هغه چې په دې ډول دي: 150 بلک‌هاک، 55 MD530F او 32 دانې AC-208 ليزري بريد کونکې الوتکې، 25 دانې A29 ليزري بريد کونکې الوتکې او همداراز د یو نورو scan eagle کشفي بې پيلوټه الوتکې ترلاسه کول شامل دي. تر 2020 پورې 36000 سيمه‌ييزې اردو جوړول تر کار لاندې دي، چې تصفيه شویو ځايونو کې به وګمارل شي.

په امنيتي سکتور کې د ګمارنې بورډ جوړ شوى، چې افسران په شفاف ډول او د لياقت په اساس ټاکل کيږي. 2018 کې 2000 زاړه افسران او جنرالان متقاعد شول او پر ځاى يې ځوان مسلکي افسران وګمارل شول. د خيالي او نفوذي سرتېرو د مخنيوي لپاره ټول سرتېري بايومټريک شوي او همداراز د (Army Personnel Payment System) له لارې سرتېرو ته د تنخواه ورکولو کار %80 بشپړ شوى. APPS د سرتيرو د جذب څخه تر تقاعد پورې کمپيوټرايز سيسټم دى. په کورنيو چارو وزارت کې پراخ اصلاحات راوړل شوي. د سرحدي ځواکونو د ښه اداره کولو لپاره نوموړي ځواکونه له کورنيو چارو وزرات څخه دفاع وزارت ته انتقال شول.
۵ ـ د سولې هڅې:
سوله له ننګونو ډکه لار ده، خو د ولسمشر غني فعاله سیمه‌ییز سیاست او د سویلي آسیا لپاره د امریکا ستراتېژي هغه څه دي، چې د افغان حکومت په محوریت یې د سولې خبرو ته لار پرانیستې او تمه شته، چې په نږدې راتلونکې کې به پایله ورکړي.
له ګلبدین حکمتيار سره سوله کول، په کابل پروسې مخالفينو ته د بې شرطه سولې خبرو وړانديز. له طالبانو سره په کوچني اختر کې ۳ ورځې اوربند اعلانول او مدیریت کول، د سولې لپاره د کورنۍ، سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع رامنځته کولو هڅې، په کابل د 3000 علماوو له لوري روانه جګړه فتنه او ناروا بلل، د 33 اسلامي هېوادونو د غونډې له لوري د روانې جګړې ناروا بلل، د کعبې د امام له لوري د روانې جګړې ناروا بلل او په اندونیزیا او ازبکستان کې د سولې په اړه د کنفرانسونو رابلل په دې برخه کې عمده او پام وړ کارونه دي.
۶ ـ د اداري فساد پر وړاندې مبارزه:

ولسمشر د غازي امان الله خان د نيمګړي څپرکي د بشپړيدو ژمنه کړې. ولسمشر 2014-2024 د (بدلون لسيزه) نومولې.

2017 کې د فساد په وړاندې ملي ستراتېژي جوړه شوه. اوس لوړ رتبه چارواکي محاکمه کېږي. په لسګونو نوي قاضيان ګمارل شوي. په محاکمو او څارنواليو کې هم اصلاحات راغلي دي. لويه محکمه اوس يو له پاکو ادارو څخه ده. له 2015 کال څخه را پدېخوا 390 قوانين تصويب او يا تعديل شوي. د جزا قانون، د ښاروالۍ قانون، د کانونو، پتروليم او ګازو نوي قوانين جوړ شوي. د کابل بانک غلا شوې پیسې نیمې یې بېرته راوګرځول شوې. سيسټمونه تر ډېره بريده بايومټريک شوي او په پارلماني ټاکنو کې له بايومټريک څخه استفاده وشوه.
د ځمکو د غصب د مخنيوي قانون جوړول:

تېرو 4 کلونو کې 500 زره جريبه غصب شوې ځمکه بيرته راګرځول شوې ده. همداراز د 18800 غاصبينو نوملړ قضايي او عدلي ارګانونو ته لېږل شوى، چې د جرم په اثبات سره به يې هر مجرم ته 10 کاله بند سزا ورکړل شي.
ښارواليو کې اصلاحات:

د ښارواليو لپاره نوى قانون جوړ شوى. د ښاروالانو 3 ملي کنفرانسونه جوړ شوي. ښاروالان د ازادې سيالۍ او ازموينې له لارې ټاکل کيږي. د ښارونو لپاره ماسټر پلانونه جوړ شوي. د ښارواليو عوايد او خدمتونه زيات شوي. تر راتلونکو 4 مياشتو به د کابل ترافيکي سيستم بريښنايي شي.

د زورواکو د جزیرو له منځه وړل:

ولسمشر د واک جزيرې له منځه يوړې او د جنګسالارانو او غير مسئوله وسلوالو ډلو پر وړاندې ودرېد. کابل کې په سلګونو غير مسول وسلوال ګروپونه ونيول شول. د حکومتي چارواکو په ټاکنه کې د پارلمان د وکيلانو لاسوهنه تر ډېره له منځه یوړل شوه.
اداري اصلاحات او ملکي خدمتونه:

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په کمېسيون کې روڼتيا او پراخ اصلاحات رامنځته شوي. ګمارنه اوس د لياقت او ازادو سياليو په اساس ترسره کيږي. د ټولو ملکي کارکوونکو بايو مټريک کول تر کار لاندې دي. د ملکي خدماتو کمېسيون 500 زره غوښتنليکونه ارزيابي کړل، 22 زره ملکي مامورين يې وګمارل، چې له دې منځه يې 17 زره نوي ښوونکي وو.

په 2018 کې 30 زره ملکي کارکوونکي ګمارل شوي. دغه بستونه له تېرو 5 کلونو نه خالي وو. په تېر کې به ګمارلو 18 مياشتې وخت نيوه، خو اوس دا وخت 45 ورځو ته راکم شوى. 2018 کې د ملکي خدمتونو په اډانه کې د ښځو ګډون د 5 سلنې په زياتوالي سره 27.5 سلنې ته لوړ شو. 2019 کې به دا کچه 30 سلنې ته لوړه شي.
د ارګ او منبر ترمنځ د واټن له‌منځه وړل:
په تېرو 4 کلونو کې په 34 ولاياتو کې 330 جوماتونه جوړ شوي. همداراز 712 جوماتونه او د حاجيانو کمپونه بيا رغول شوي دي. 250 زره متره مربع فرشي جاينمازونه اخيستل شوي. اوس مهال په 17 ولاياتو کې د جوماتونو جوړولو 60 پروژې تر کار لاندې دي. ولسمشر په 34 ولاياتو کې له علماوو سره د 34 جامع جوماتونو جوړولو ژمنه کړې ده، چې کار پرې روان دی. همداراز جوماتونه له ارشاد، حج او اوقافو وزارت سره ثبت او رسمي کېږي. وروستيو 4 کلونو کې 4636 جوماتونه ثبت او رسمي شوي دي.
د برېښنایي تذکرو د وېش پیل:
د برېښنایي تذکرو د وېش لړۍ پیل شوې، چې لا تر اوسه یوازې په کابل پورې محدوده ده، خو ددې ادارې د معلوماتو له مخې تر اوسه ۱۰۰ زره کسانو ته برېښنایي تذکرې وېشل شوې دي او درې برابره نورو کسانو فورمونه اخیستي، چې ورته به ووېشل شي او همداراز د برېښنایي تذکرو د وېش مرکزونه به ولایتونو ته هم پراخ شي.
۷ ـ ولسي تړون پروګرام ( Citizen Charter):

ولسي تړون پروګرام په 2016 کې د ولسمشر له لوري پرانيستل شو. د ولسي تړون په اساس د دولت او اوسېدونکو په ګډه مرسته په ښارونو او کليو کې د محلي شوراګانو لخوا زېربنايي پروژې ترسره کيږي. د ولسي تړون بودجه 628 مليونه ډالره ده، چې خلکو ته د پاکو اوبو، سړکونو، ويالو، بريښنا او تعليم په وړاندې کولو کې کار کوي.

۸ ـ ښوونه او روزنه:

د کانکور پروسه بريښنايي شوې، د ګډون کوونکو نوم ليکنه د بايومټريک سيستم له لارې ترسره کېږي او روڼتيا په‌کې رامنځته شوې. د پوهنتون د استاد کېدو معيار ماسټري لرل ټاکل شوي. 6000 نویو ښوونځيو جوړول تر کار لاندې دي، چې تر راتلونکو دوه کلونو به بشپړ شي. ښوونځيو کې د ښځو د ونډې زياتولو په موخه به تر راتلونکو 5 کلونو 30000 ښځينه ښوونکي وګمارل شي.

۹ ـ روغتيا:

روغتيايي مراکزو ته لاسرسى د تېرو کلونو په پرتله %87 زيات شوى. اوس 2400 روغتيايي مراکز لرو.

۱۰ ـ د تاريخي آثارو او ماڼيو بيارغونه:

کابل کې د دارالامان ماڼۍ د بيارغونې چارې د بشپړيدو په حال کې دي. جلال آباد کې د غازي امان الله خان د مزار، د فخر افغان خان عبدالغفار خان د مزار، او د جلال اباد د شاهي ماڼۍ جوړيدل تر کار لاندې دي، چې ټاکل شوې د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو سلمې کلیزې په ویاړ د اماني دورې ټول آثار او ماڼۍ بېرته په اساسي ډول ورغول شي.
۱۱ ـ نسلي بدلون:

د ځوان مسلکي نسل ګمارنه د رقابت، آزادو سياليو او وړتيا په اساس ترسره کېږي. ښځې او ځوانان اوس د رهبريت ميدان ته راوتلي. اوس ښځينه ښاروالانې، د ولايتونو مرستيالانې او ولسوالانې لرو. 2019 کې 11 ښځې د کابل ښاروالۍ د ناحيو د مرستيالانو په توګه وګمارل شوې.

په وزارتونو، ولايتونو، ولسوليو، محاکمو، څارنواليو او ښارواليو کې اصلاحات راوړل شوي. 14 ولايتونو لپاره نوي امنيه قومندانان ټاکل شوي.
۱۲- د نړیوالو سازمانونو غړیتوب
د ولسمشر غني په دوره کې افغانستان وکولای شول د دیارلسو نړیوالو سازمانونو غړیتوب ترلاسه کړي، چې په دې ډول دي: ISF، ICC، WEGO، OGP، UNHRC، RCC، GC، IWA، IRENA، ICOLD، WCO، WTO، AIIB.