ژباړن: تاریخ: کچه:
مولانا حبیب الرحمن حبیبي 21-May-2020 13.4 MB
تفصیل:

داکتاب ( المهند علی المفند) ولي ولیکل شو؟ داسلام دښمنانو تل دا کوښښ کړیدي چي داسلام دسپیڅلو شغلو څرک له منځه یوسي، تل په اسلامي امت کي باطلي او ګمراه ډلي تأسیسوي او وخپلو شومو موخو ته درسیدو لپاره ورڅخه کار اخلي، چي داسي ډلي یې په هر وخت او عصر کي جوړی کړیدي، او لا همدا لړۍ جریان لري، خو بل لور ته حقاني علماء کرام تل ویښ پاته شویدي، او پوره کوښښ یې کړیدی چي د کفر، الحاد او ارتداد دا کوښښونه تل دعنکبوت د ځالي په شان د خاورو سره خاوري کړي. لله الحمد. په هندوستان کي چي د لو یي برطانیې امپراطوري وه، هلته انګریزانو شتون درلودی یو څه خلک یې په پیسو رانیول او د حقاني علماء کرامو په مقابل کي یې و روزل او د حقاني علماء د بد نامولو لپاره یې تربیه کړل، چي له هغو څخه یو مولوی احمد رضا خان بریلوی وو، احمد رضا خان بریلوی په ۱۳۲۳ هق کال کي د حج په سفر باندي ولاړی، کله چي د حج څخه فارغه شو نو په مکه معظمه کي یې یوه رساله د(حسام الحرمین) په نامه سره ترتیب کړل، په دې رساله کي یې دحقاني علماء دار العلوم دیو بند عبارتونه راټول کړل اوڅه لفظي او معنوي تحریفات یې پکښې وکړل، د تحریف وروسته یې په دې رساله کي ولیکل چي د دارالعلوم دیوبند علماء په نبي کریم صلی الله علیه وسلم باندي نعوذبا الله ملنډي وهي، ونبي کریم صلی الله علیه وسلم ته ښکنځل او بد وایي او داسی نور کفریات یې په دې رساله کي درج کړل، ددې څخه علاوه وحقاني علماء ته یې نوي نومونه ورکړل لکه : وهابیه کذابیه، وهابیه شیطانیه اوداسی نور په مجموع کي یې پردې حقاني علماء د کفر فتوا ولګول، داچي مولوی احمد رضا خان بریلوی یو چالاکه او مکار انسان وو نو ځکه یې د مختلفو واسطو څخه کار واخیستی ترڅو دارساله د حرمینو په علماء کرامو تصدیق کړي، داچي په هغه وخت کي وسایل نه وه، تلیفون نه وو، فکس نه وو نو ځکه هغو دحرمینو علماء کرامو په ناخبری سره دا ور تصدیق کړل، چي بلې- هر هغه څوک چي داسی عقائد ولري لکه په دې رساله کي چي درج شویدي دا کفردی، ځینو علماء مشوره ورکړه چي موږ تر راتلونکي کال د حج تر وخته پوري انتظار کوو ترڅو چي د دارالعلوم دیوبند علماء راشي او حال یې واخلو او بیا به فتوا صادره کړو. مولوی احمد رضا خان بریلوی د انګریزانو په کوښښ او مالي مرسته سره دا رساله (حسام الحرمین) په هندوستان کي په ۱۳۲۵ هق کال کي چاپ کړه؛ په دغه وخت کي شیخ الاسلام حضرت مولانا سید حسین احمد مدني رحمة الله علیه په مسجد نبوي کي په درسي حلقو کي بوخت وو، د حرمینو علماء کرام یې په هرڅه خبر کړل، او د احمد رضاخان بریلوی اصلی بڼه یې ور ښکاره کړل، د حرمینو شریفینو علماء کرامو ددې لپاره چي د دارالعلوم دیو بند دعلماء کرامو اصل معلوم کړي ۲۵ سوالونه یې ولیکل او دارالعلوم دیو بند ته یې ولیږل، او دا غوښتنه یې وکړل چي ددې ۲۵ سوالونو ځوابونه راولیږی، دغه سوالونه وهندوستان ته راورسیدل او ځوابونه یې حضرت مولانا خلیل احمد سهارنپوري رحمة الله علیه په ښه فصیحه عربي ژبه سره ورته ولیکل، دهمدغو سوالونو ځوابونه په ( المهند علی المفند) باندي ونومول شول، اوپه ۱۳۲۵ هق کال کي چاپ شوه. پردې کتاب باندي دهندوستان ټولو علماء کرامو تقریظونه وکړل اوهم یې تصدیق کړ، له دې څخه علاوه، دحجاز، د مصر، د شام او د نړۍ نورو علماء کرامو هم تصدیقونه وکړل اوهم یې تقریظونه پروکړل، چي موږ د څه علماء کرامو نومونه ذکر کوو، هغه په لاندي ډول سره دي: ۱: شیخ الهند حضرت مولانا محمود حسن صاحب نور الله مرقده. ۲: حضرت مولانا میر احمد حسن صاحب امروهوی قدس سره. ۳: حضرت مولانا مفتی عزیز الرحمن مفتي اعظم دارالعلوم دیو بند. ۴: حکیم الامت حضرت مولانا اشرف علی تهانوی قدس سره. ۵: حضرت مولانا شاه عبدالرحیم رائي پوری قدس سره. ۶: حضرت مونا حکیم محمد حسن صاحب رحمة الله علیه. ۷: حضرت مولانا قدرت الله صاحب مدرسه مراد آباد رحمة الله علیه ۸: حضرت مولانا محمود احمد صاحب قاسمی مهتمم مدرسه درالعلوم دیوبند. ۹: حضرت مولانا غلام رسول صاحب رحمة الله علیه ۱۰:حضرت مولانا حکیم محمد اسحاق صاحب نوی ډهلی رحمة الله علیه. ۱۱: حضرت مولانا ریاض الدین رحمة الله علیه مدرسه عالیه میرټه. ۱۲: حضرت مولانا محمد یحیی صاحب رحمة الله علیه سهارنپوری ۱۳:حضرت مولانا قاری محمد طیب رحمة الله علیه مهتمم درالعلوم دیوبند. ۱۴: حضرت مولانا مفتی اعظم مفتی محمد شفیع رحمة الله علیه. ۱۵: حضرت مولنا ظفراحمد عثماني رحمة الله علیه ټنډرواله یار. ۱۶: حضرت مولانا محمد یوسف بنوري رحمة الله علیه کراچی. ۱۷:حضرت مولانا خیرمحمد جالندهری رحمة الله علیه ملتان. ۱۸: حضرت مولانا عبدالحق رحمة الله علیه اکوړه خټک. ۱۹: حضرت مولانا الشیخ محمد سعید بابصیل الشافعی شیخ العلماء بمکة المکرمة والامام والخطیب بالمسجد الحرام. ۲۰: حضرت مولانا الشیخ محمد عابد مفتی المالکیة ادام الله تعالی. ۲۱: حضرت مولانا محمد علی بن حسین مالکی مدرس حرم شریف. ۲۲: حضرت مولانا الشیخ سلیم البشري شیخ العلماء بجامع الاظهر الشریف. ۲۳: حضرت مولانا الشیخ السید محمد ابو الخیر الشهربابن عابدین بن العلامه احمد بن عبدالغنی بن عمر عابدین الحسینی الدمشقی. اوداسی نور... په لسګونو تقریظونه او تصدیقونه پردې ښکلي کتاب باندي شویدي اولا هم جریان لري، په مختلفو وختونو کي مختلفو علماء کرامو پردې کتاب باندي تصدیقونه کړیدي. چي په کتاب کي داهرڅه تصدیقونه شتون لري.

د کتاب برخي ښکته کړی
د برخي نوم کچه / ایمبي ښکته کړی
المهند_علی_المفند.pdf13.4ښکته کړی


نور ستاسو د خوښي
د خوبونو تعبیر
علامه ابن سیرین رح
احسن الکلام ۹ ټوکه
شیخ عبدالسلام رستمي رحمه الله
دواده لومړي لس شپي
فضل آمين اپريدی
معارف القرآن پښتو
مولانا مفتي محمد شفیع رحمة الله علیه
عزیز التفاسیر
مولانا سلطان عزیز
احقاق الحق في الدفع عن مذهب الحق
مولوي رحيم الله حقاني ننګرهاری
تفسیر دیوبیندی۴ ټوکه
الحاج مولوي عبدالحنان
د حضرت محمد (ص) د ژوند اړوند ۲۵۰ پوښتنې او ځوابونه
ژباړن: نصیر احمد مصلح