ژباړن: | تاریخ: | کچه: |
---|---|---|
20-Jan-2021 | 40.67 MB |
تفصیل:
"د سینګار هټۍ" ناول باندې لنډکۍ تبصره "د سینګار هټۍ" د ډاکتر لیاقت تابان ناول دے هغه ډاکتر لیاقت چې پۀ کلینک کښې کښېېني د انساني بدن علاج کوي او هغه تابان چې لیک کوي بیا د انساني ذهن او ټولنې علاج کوي هو! دے پۀ لیک کښې هم او کلینک کښې هم د انساني ټولنې خدمت کوي. ډاکتر لیاقت تابان همېشه رسې هغه موضوع ته لاس ورغځولي چې د نورو لیکوالانو یا خو ور پام نۀ وي او یا ستړیا نۀ شي ګاللے. "د سینګار هټۍ" جنسیاتي ناول کم دے نفسیاتي زیات دے. زموږ پۀ ټولنه کښې له بده مرغه پېغله د کور پۀ څلور دېوارۍ کښې بند پاته شوې ده او انسان پیدايښتي حسن پرست دے ،سپین مخ خوښوي چې پېغله پۀ لاس نۀ ورغله د هلک خواته زموږ ټولنې مخ ور واوړوۀ او دغه شے موږ د پښتو پۀ کلاسیکه شاعرۍ کښې پۀ ډېر مقدار سره وینو خو ننني لیکوالان او څیړنکاران ماشاالله (ټول امرد پرست دي) خو یوۀ کښې هم دا جرت نشته چې د امردپرستۍ پۀ اړه لیکل وکړي ځینې لیکوالان خو کلاسیک شاعران هم امرد پرست نۀ بولي بلکې د دوے امردپرستانه شاعري د فارسۍ اثر بولي چې دا زموږ لوستونکي پۀ تیارۀ کښې ساتل دي بل هیڅ نۀ دي.. هو! دغه ناول کښې زموږ د ټولنې دغه اړخ څیړلے شوے دے چې یوۀ ځوان او ښکلي هلک ته څومره سړي او ښځې لوږه لري .... لیاقت تابان ډاکتر دے، د قلم سړے دے خو قلم قلم دے، دے د داسې کېسونو سره هره ورځ مخامخ کیږي د ادب سره سره یې د سائنس سره هم ناسته پاسته ده او ځکه دے امرد پرستي یا همجنس پرستي نفسیاتي بیماري بولي ناول کښې یې دغه لوري ته څو ځله اشاره کړې ده سائنس پوهان یا نفسیات پوهان چې همجنس پرستي ته څۀ نوم ورکوي د دوے واک دے، خو دا زما واک دے چې زۀ یې پۀ هیڅ دلیل نفسیاتي بیماري نۀ ګڼم دا زما پۀ نظر یو نارمل تعلقات دي خو دغه امردپرستانو کښې ځینې داسې هم شته چې هغه ناسته پاسته، خوراک،خوب هر وخت د سېکس پۀ اړه سوچ کوي دا ته نفسیاتي بیمار وایي او د دغو وجې هم او علاج هم ډاکتر لیاقت تابان ناول کښې راښوولے دے. د ناول هر کرکټر داسې څوک دے چې موږ یې خپل ټولنیځ ژوند کښې هره ورځ وینو د ناول هر کرکټر چې مې لوستۀ داسې راته معلومېدله چې دا سړے ما مخکښې لیدلے او هر کرکټر ته مې زما د ټولنې نه سړي انتخاب کړل چې شېرخان زموږ پۀ ټولنه کښې هغه یو دے، نقیب الله هغه یو او فرزانه هغه..... د ناول پاے ډېر دردونکے دے او د شېرخان له محبورۍ چې کله لوستونکے خبر شي له حېرانۍ ګوته پۀ غاښ شي. "د سینګار هټۍ" یو ډېر ښۀ کوښښ دے او د دې ناول څخه موږ د لیکوال جرت هم معلومولے شو ځینې ځایونو کښې اوس هم اختلاف ورسره لرم او ځینې ځایونو کښې چې مې مخکښې اختلاف لارۀ اوس ورسره اتفاق لرم. خاطر پاڅون
د کتاب برخي ښکته کړی
د برخي نوم | کچه / ایمبي | ښکته کړی |
---|---|---|
د_سينګار_هټي.pdf | 40.67 | ښکته کړی |