Mirwais Mashal | [email protected]

سنګه کولای شو چې له انټرنیټ څخه پیسې وګټو

زمونږ ډېر افغانان هره ورځ له انټرنېټ څخه استفاده کوي، خو ورڅخه څه لاس ته نشي راوړلې. پدې باور نلري چې له انټرنېټ څخه به هم څوک پیسې ګټي خو دوی ټول غلط دي زه به خپله کیسه درته وکم؛

په پېل کې ما هم پدې باور نه درلوده چې انټرنېټ نه به هم څوک پیسې ګټي شي نوبیا ما وویل میرویسه انټرنېټ خو هڅې هم مصرفوې نن راځه ددې په اړه لږ پلټنه وکړه نو وروسته له پلټنې راته جؤته شوه چې هو کولای شم له دې لاری ګټه هم ترلاسه کړم.

               

ما په پېل کې google admob او blogger استعمالوه چې په یوه میاشت کې مې ۳۰۰$ ډالر ګټه ترلاسه کړه. نو دا معلومات ددې لپاره له تاسو سره شریکوم تر څو تاسو ههم پدې پوه شې چې له انټرنېټ څخه پیسې ګټل کیږي. زمونږ ګاونډي هیوادونه لکه پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، او حتی هندوستان او داسې نورو هیوادونو کې خلک په خپلو کورنو کې ناست او ګټه کوي اوځانونه یې دومره پکې رسولي چې اندازه یې نشته.

لکه څنګه چې مونږ او تاسې اوس پدې یقیني شولو چې له انټرنېټ څخه پیسې ګټل کیږي نو پدې لیکنه کې زه تاسو ته ښایم چې څنګه او په کومو طریقو مونږ کولای شو چې له انټرنېټ څخه پېسې وګټو؛

۱ – Blogger

بلاګر چې یو ډېر بهترین او په زړه پورې ویبپاڼه ده پدې کې تاسې کولای شئ چې یو بلاګ یا ویبپاڼه د خان یا کمپنۍ لپاره په ډېرې اسانۍ سره جوړه کړئ او ترې پیسې وګټۍ، دا د ګوګل د یو بخش څخه ده هلته په ډېرې اسانۍ سره تاسې کولای شئ چې پرې ads یا اعلانات ولګوئ او پیسې ځینې لاسته راوړی.

۲ –  Google admob

پدې ویبپاڼه کې تاسې کولای شئ چې د موبایل اپلیکیشن لپاره ads یا اعلانات په وړیا توګه واخلئ او بیا یې پر اپلېکیشن ولګوئ او اپلیکشن په thinkable ویب پاڼه کې ډېر ساده جوړیږي، او تاسې هلته کولای شئ چې پر اپلېکېشن باندې اعلانات ولګوی او پیسې ترې وګټئ.

موخه: مونږ دا هڅه کوو تر څو تاسې هم وکولای شئ چې یو سه لاسته راوړی. مونږ ټول د افغانستان په وضعیت باندې پوهېږو چې ډېر زیات خراب دی او کارونه نشته نو پدې دوو طریقو تاسې کولای شی چې د میاشتې لږ تر لږه دوه سوه ډالر وګټئ.

نورې لېکنې به هم د دې په اړه په راتلونکو ورځو کې له تاسوسره شریکوم، انشاالله!

Mirwais Mashal