ژباړن: تاریخ: کچه:
26-Jun-2022 0 MB
تفصیل:

څرنګه چې د انسان پیداښت او جوړښت د نورو مخلوقاتو په شان یوه پیچلې او سخته پدیده ده چې یوازې رښتنی خالق یعنې پاک خدای(ج) د هغه په پیداښت او جوړښت پوه او قادر دی. انسان د پیداښت څخه پدي هڅه کې دی. چې د ژوندیو موجوداتو په ځانګړي ډول د انسان پدایښت او جوړښت په هکله پوهه ترلاسه کړي ، چې پاک خدای(ج) په مرسته یې ډیر هغه څه چې زمونږ ژوند لپاره اړین دی ترسره کړیدي. نو د همدې موخې د ترلاسه کولو په اړه له مختلفو سرچنېنو معلومات راټول او ترتیب کړل. د انسان تکامل یوه دوامداره پروسه ده چې د تخمې او سپرم د يو ځاي کیدو القاح څخه شروع کیږي. انسان په تکامل کې حجروي ویش، د حجرومهاجرت، د حجرو پروګرام شوې مړینه، تفریق پذیري، وده او حجراتو په بیا تنظیمیدو شاملې . د انسان تکامل په درې مرحلو تقسیم شویدی. لمړي د ودې مرحله ده چې پدې کې حجروي تقسیم او خجروي تولیداتو تفصیل شامل دې. دویمه مرحله د مارفوجنیزیس ده چې د ځانګړو غړو یا يوې برخې د بدن یا د ټول بدن د شکل ، اندازو او نورو منظرو تکامل پکې صورت نیسي. مارفوجنیزیس تفصیلي پروسې دي چې ددي پرسو په دوران کې ډیر ګډ عملونه په منظم ډول پرله پسې تر سره کیږي. د حجراتو حرکات د انساجو او غړو جوړیدو په وخت کې ددوې ترمنځ متقابل عمل اجازه ورکوي ، دریمه مرحله د تفریق پذیري مرحله ده چې د ځانګړو وظایفو ترسره کیدو وړتیا پیدا کوي. هغه چاپیریال چې د زیږون دمخه ماشوم د پام وړ احاطه کوي د رحم فزیکي چاپیریال دی. دا چاپیریال ، د دې ځانګړي ځانګړتیاو سره ، اړین خواړه ، مناسب تودوخه او د جنین لخوا اړین شرایط چمتو کوي. د مور په رحم کې د سپرم جوړیدو وخت څخه ، د ودې مرحله پیل کیږي او پدې دوره کې ګړندی او چاودیدونکی پرمختګ کوي. د امیندوارۍ عادي دوره ۲۶۶ ورځې ده ، یعنی ۳۸ اونۍ ، چې ځینې وختونه د ۲۷۰ او ۲۸۴ ورځو ترمینځ دوام کوي. دا دوره د جنین فزیکي او رواني روغتیا باندې مهم اغیزه لري ، کوم چې باید په پام کې ونیول شي

د کتاب برخي ښکته کړی
د برخي نوم کچه / ایمبي ښکته کړی


نور ستاسو د خوښي
هزارناو خوړ لپاره تخنیکي هایدرولیژیکي څیړنه
مرسلین باور
په جنيني مرحلو کې رشد ( انکشاف ) او پرنمو باندی
نویدالله ارین
د جزائي دعوې په مختلفو پړاوونو کې د مظنون, تورن او
SALMA SAFI