Irfan Pathan | [email protected]

د حکمتیار د وروستي اعلامي باره کي زما نظر

د حکمتیار صیب د اعلامي په اړوند زما نظر

لیکنه ډیره ده تر پایه يي ولولي

پرون خبر شوم چي زمونږ ملي مشر حکمتیار د هند او پاکستان د جنګ باره کي یوه اعلامیه خپره کړي سمدستي لاړم او د حزب اسلامي رسمي سایت مي خلاص کړ.د اعلامي په لوستلو مي شروع وکړه کله مي چي پاي ته ورسوله یو څو دقیقي مي سترګي بندي کړي او ځان سره مي سوچ کوو چي یو افغان څنګه داسي احمقانه اعلامیه لیکلي شي د لوستلو وروسته مي دیو افغان ځوان په حیث ډیر د شرم احساس وکړ

او له الله تعالي مي ګیله وکړه چي یالله مونږ ته مو ولي داسي احمق مشران راکړي

راځم د حکمتیار په اعلاميو یو څو خبري لیکم 

۱-په اعلامیه کي د اذاد کشمیر کلیمه کارول:

اول دا چي کشمیر اذاد دي که بند دا مونږ پوري اړه نلري دا د هند او پاکستان تر منځ مسله ده خو د یو مسلمان په حیث دا وایم چي کشمیر هر طرف ته کیږي باید د مسلمانانو حقونه خوندي وي.

ددي کلیمي کارول د حکمتیار لخوا مستقیما د هند په کورنیو چارو کي لاس وهنه ده او د پاکستان لاس پوڅي.

ایا حکمتیار کله هم بلوچستان ته اذاد بلوچستان ویلي؟

ایاکله يي د منظور په ملاتړ او پښتنو په باب کومه اعلامیه خپره کړي؟هغوی هم مسلمانان دي که يي نه وي ویلي نو زما په نماینده ګي تري هیله وکړي چي یوه اعلامیه د بلوچانو،سندیانواو مظلمو پښتنو باره کي هم خپره کړي.

۲- حکمتیار بیا داسي واي(هند د پاکستان د مخالفینو لکه بلوچو لبریشن،سندي مقاومت او ttpپه ملاتړ تورنوي)

نو زه دا وایم چي تاته يي څه.ستا په کونه ولي اور بل دي.ایا ته پاکستاني یي؟

حکمتیار باید د ځانه د شړومبو مچ جوړ نکړي دا چي هند د پاکستان مخالفینو ملاتړ کوی نو پاکستان هم د هند د مخالفینو ملاتړ کوي.

دا د هغوي یوه داخلي موضوع ده او مونږ پوري مطرح نده.

۳-دا چي پدي اعلامیه حکمتیار صیب داسي خبري کړي لکه يوه پنجابۍ چي لګیا وي د شرم ځاي دي چي یو افغان د پنجابیانو په خوله خبري کوي

۴-(افغانانو ته د هند په ملاتړ بي شعوره او سیکولر اصطلاح کاروول)

ګوري ورونو په سیاست کي دوست هغه دي چي تاته يي ګټه رسیږي او په سیاسي مسایلو کي هم یو څوک د هغه چا ملاتړ کوي چي پکي يي ګټه وي

په اخیره کي خبره راټولوم او داسي وایم(چي دغه اعلامیه کي خوله د یو بي ننګه افغان او خبري د یو بي دینه پنجابي وي)

مونږ افغانان ځوانان د هند نه غواړو چي د کشمیر په مسلمانانو ظلم ونکړي او خپلو کي له زغمه کار واخلي

عرفان پټان