Abdulrab Rahmani | [email protected]

افغان لوبډلې د شل اورېزو لوبو لړۍ د لومړې لوبه ګټونکې شوه

افغانستان او ایرلینډ ترمنځ لومړې لوبه کې افغانستان ایرلینډ ته په ٥ ویګټو ماته ورکړه د لوبې پچه د ایرلینډ لوبډلې کپتان پال سټرلنګ وګټله او لومړې یې بیټ کولو پریکړه وکړه چې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځیدو سره ١٣٢ منډې جوړکړې او افغانستان لوبډلې ته د ١٣٣ هدف کیښودو د ایرلینډ لوبډلې د توپوهونکو له لورې ګورج ډکرل ٣٤ ، سټوارټ پواینټر ٣١ ، پال سټرلنګ ٢٣ منډي جوړکړې او افغانستان لوبډلې د بالرانو له لورې محمد نبې ٢ ، راشد خان ٢ ، کریم جنت او مجیب الرحمان یو یو لوبغاړی وسوځوول افغانستان لوبډلې دغه هدف په ١٩.٢ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځیدو سره پوره کړو افغانستان لوبډلې د توپوهونکو له لورې محمد نبې ٤٩ ، نجیب الله ځدران ٤٠ ، سمیع الله شینواری ١٧ ، حضرت الله ځاځی ١١ منډي جوړکړي او ایرلینډ لوبډلې د بالرانو له لورې بوایډ رېنکېن ٢ ، پیټر چیس ، جاش لیټل او شین ګېټ ګېټ یو یو لوبغاړی وسوځوول د لوبې غوره لوبغاړی محمد نبی شو د دواړه لوبډلو ترمنځ به دوهمه شل اوریزه لوبه سبا ترسره شې