Andyal Safi | [email protected]

شعبان د روژې مبارکې مياشت لپاره چمتوالى

شعبان د روژې مبارکې مياشتى لپاره چمتوالى


ليکنه: انديال ساپى
د رجب حرمت لرونكى مياشت تيره او د شعبان مبارکه مياشت پيل شوه، شعبان د اسلامي هجري قمري کال اومه مياشت ده چې د رجب له مياشتى وروسته او د رمضان له مياشتى مخکى ده،

شعبان د روژې مبارکى مياشتى لپاره د تيارۍ او چمتوالى پيلامه ده، قران کريم د لوستلو، صدقې د ورکولو او په نيکو عملونو باندې نفس د روږدى کولو مياشت ده،

رسول صلى الله عليه وسلم به د دغې مياشتى ﺯياته برخه روژه نيوله، ځکه په دغه مياشت کې د انسان عملونه الله تعالى ته وړانداې کيږي او ﺯيات شمير خلک يې له فضيلت ناخبره او غافله وي،

أسامة بن ﺯيد رضى الله عنه نه روايت دى فرمايى: ما وويل اې د الله پېغمبره! ﺯه دې نه وينم چې د شعبان په څير په بله مياشت کې روژه نيسى رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته  وفرمايل: « ذلِكَ شَهْرٌ يَغفُلُ النَّاسُ عنهُ بينَ رجبٍ ورمضانَ، وَهوَ شَهْرٌ تُرفَعُ فيهِ الأعمالُ إلى ربِّ العالمينَ، فأحبُّ أن يُرفَعَ عمَلي وأَنا صائمٌ».
ژباړه: دا د رجب او رمضان ترمنځ هغه مياشت ده چې ﺯيات خلک ترې غافله کيږي، پدې مياشت کې رب العالمين ته عملونه پورته کيږى، ﺯه خوښه ګڼم چې پداسې حالت کې ﺯما عمل پورته شي چې ﺯه روژه يم.

د امام ألباني رحمه الله، په صحيح النسائي کې روايت کړى او حسن يې ګرځولى، د حديث شميره( 2356 ).

ابن القپم رحمه الله وايي:" کلنۍ عمل د شعبان په مياشت کې الله تعالى ته پورته کيږى".

پدغه مياشت کې به سلفو قران کريم ﺯيات لوستلو تر دې چې ځينو به يې خپل تجارتونه او دکانونه قران کريم د تلاوت په موخه تړل،
سلمة بن کهيل به ويل:" ويل کيدل به چې:  شعبان د قاريانو مياشت ده".
 کله چې به د شعبان مياشت شروع شوه عمرو بن قيس الملائي به خپل دوکان وتړلو او ځان به يې د قران کريم تلاوت ته فارغه کړلو.

لطائف المعارف (138).

د شعبان په مياشت کې به سلفو هڅه کوله چې د ناچاره او بيوﺯلو سره مرسته وکړي ترڅو پداسې حال کې دروژې د مياشتى هرکلى وکړى چې دوى او فاميل يې سوکاله او ارامه وي،
د ځينو سلفو څخه نقل دي: 
أنس رضى الله عنه ويلى دى: کله به چې د شعبان مياشت شروع شوه، نو مسلمانانو به قران ته مخه کړه او د هغې لوستل به پيل کړل او د خپلو مالونو ﺯکاتونه به يې وويستل ترڅو د مسکينانو او بيوﺯلو سره د رمضان مياشتى د روژې په نيولو کې مرسته وکړي".

لطائف المعارف ( ١٣٥/١).

ابن حجر رحمه الله وايې:" کله چې به د شعبان مياشت داخله شوه مسلمانانو به د قران کريم لوستل پيل او د خپلو مالونو ﺯکاتونه ورکړل".

فتح الباري (13/310).

د شعبان مياشت په نيکو عملونو باندې د نفس اموخته کول او چمتوالۍ دى ترڅو په ښه شکل سره درمضان د مياشتې هرکلى وکړى.