Andyal Safi | [email protected]

د شعبان په مياشت کې رمضان د قضايي روژو نيول

 د شعبان په مياشت کې رمضان د قضايي روژو نيول

ليكنه: انديال ساپى
که يو مسلمان نارينه يا ښځينه د ناروغۍ، سفر يا د بل کوم شرعي عذر له امله د رمضان روژې ونه نيسي،  نو د توان لرلو په حالت کې په دوى واجب دى چې رمضان د مياشتى له راتلو څخه مخکى يې د شعبان په مياشت کې قضايي راوړي، او پرته له شرعي عذر څخه يې قضايي بايد له راتلونکى رمضان څخه وروسته نه کړي.
 
عَائشَة ـ رَضِيَ اللهُ عَنْهَا ـ فرمايى: «كَانَ يَكُونُ عَلَيَّ الصَّوْمُ مِنْ رَمَضَانَ، فَمَا أَسْتَطِيعُ أَنْ أَقْضِيَهُ إِلاَّ فِي شَعْبَانَ».
قال الراوي الشُّغْلُ مِنْ رَسُولِ اللهِ ـ صلى الله عليه وسلم ـ، أَوْ بِرَسُولِ اللهِ ـ صلى الله عليه وسلم ـ».
ژباړه: په ما باندې به رمضان د مياشتى قضايي روژې پاتى وي، ما نشو کولاى چې د شعبان د مياشتى پرته د هغې قضايي راوړم.
رواى وايى:" رسول صلى الله عليه وسلم سره د مشغولتيا له امله يې نشو کولاى.

بخاري (1950) مسلم (1146).

  بل ځاى عَائشَې ـ رَضِيَ اللهُ عَنْهَا ـ فرمايلې دې: «إِنْ كَانَتْ إِحْدَانَا لَتُفْطِرُ فِي زَمَانِ رَسُولِ اللهِ ـ صلى الله عليه وسلم ـ فَمَا تَقْدِرُ عَلَى أَنْ تَقْضِيَهُ مَعَ رَسُولِ اللهِ ـ صلى الله عليه وسلم ـ حَتَّى يَأْتِيَ شَعْبَانُ».
ژباړه: کچېرته له مونږ څخه به کومې يوې د رسول ـ صلى الله عليه وسلم ـ په ﺯمانه کې روژه ماته کړه، نو نه توانيدله چې د رسول ـ صلى الله عليه وسلم ـ سره قضايي راوړي تر دې چې د شعبان مياشت به راغله.

مسلم (1146).

همدا رنګه عَائشةَـ رَضِيَ اللهُ عَنْهَا ـ فرمايى: «مَا كُنْتُ أَقْضِي مَا يَكُونُ عَلَيَّ مِنْ رَمَضَانَ إِلاَّ فِي شَعْبَانَ، حَتَّى تُوُفِّيَ رَسُولُ اللَّهِ ـ صلى الله عليه وسلم ـ».
ژباړه: د شعبان له مياشتى پرته به ما رمضان د مياشتى د پاتو روژو قضايي نه راوړله، تر څو چې رسول ـ صلى الله عليه وسلم ـ وفات شو.

ترمذي (783).وګوره "إراوء الغليل" د امام ألباني(944).

په پورتنيو حديثونو کې أمّ المؤمنين عائشې ـ رضي الله عنها ـ د هغه لامل يادونه کړې ده چې له امله يې هغې او د نبي ـ صلى الله عليه وسلم ـ نورو بيبيانو نشو کولاي چې د شعبان د مياشتى مخکى رمضان د پاتى روژو قضايي راوړي چې هغه د رسول الله ـ صلى الله عليه وسلم ـ سره مشغوليدل و.

امام عيني رحمه الله په عمدة القاري کې وايى:" د مشغولتيا نه مراد دا دى: چې هغې به خپل ځان رسول الله ـ صلى الله عليه وسلم ـ ته برابر کړى و، په ټولو وختونو کې به هغه د رغبت پوره کولو ته چمتو وه، د شعبان په مياشت کې چې به کله رسول ـ صلى الله عليه وسلم ـ روژه نيوله، نو عائشه ـ رضي الله عنها- به هم د قضايي روژو نيولو ته وﺯګاره شوه...
له دې حديث څخه معلوميږي: چې قضايي روژو د نيولو وخت پراخه دى خو شعبان د مياشتى په راتلو سره لنډيږى،
د شعبان په مياشت کې د عائشې ـ رضي الله عنها- د قضايي راوړلو له حرص څخه معلوميږى چې د رمضان  قضايي روژې دبل رمضان راتلو پورې وروسته کول جائز ندې، کچېرته بل رمضان داخل هم شي نو قضاء راوړل واجب دى او ساقطيږى نه".

عمدة القاري(11/55-56).

ابن حجر رحمه الله وايى:" د شعبان په مياشت د عائشې - رضى الله عنها- د قضايي راوړلو له حرص څخه څرګنديږى چې د رمضان قضايي روژې نيول تر دې حده وروسته کول جائز ندې چې ترڅو بل رمضان داخل شي".

فتح الباري(4/191).

 كه  يو چا ته رمضان د مياشتى قضايي روژې پاتى وي او تر بل رمضان پورې قضايي رانه وړي، څه حکم لري؟!

د دې لپاره دوه حالته دي:

لومړى: کچېرته د داسې عذر له امله قضايي رانه وړي چې له يو رمضان څخه تر بله پورې دوام پيداکړى، نو پدې حالت کې پرې هيڅ هم نشته، يواﺯې د دويم رمضان وروسته به قضايي راوړى،
د مثال په ډول: يو څوک د ناروغتيا له امله رمضان د مياشتى روژې ونه نيسى او ناروغى يې تر  بل رمضان پورې اوږده شي، دا د قضايي په وروستوالى ګناهګار ندې ځکه چې عذر لري، يواﺯې د هغه روژو قضايي به راوړى چې ندې نيولى.

دويم: که يو څوک پرته له عذر څخه قضايي رانه وړي، پدې حالت کې د قضايي په نه راوړلو ګناهګار دى او ټول علماء پدې متفق دي چې قضايي راوړل پرې لاﺯم دي،
 خو ايا د تاخير کفاره پرې شته او کنه ؟!

پدې کې د علماوو دوه نظره دي:

لومړي نظر: قضايي به راوړي او ترڅنګ به يې د هرې ورځى په مقابل کې يو مسکين ته ډوډى هم ورکوي، دا د امام مالک، شافعي او احمد رحمهم الله قول دى او د صحابوو نه پرې هم ځينې اثار راغلي دي، ابن باﺯ رحمه الله هم راجح کړى.

دويم نظر: يواﺯې قضايي به راوړى او مسکينانو ته ډوډۍ ورکول پرې نشته، دا د امام أبو حنيفه رحمه الله قول دى چې شيخ ابن عثيمين رحمه الله هم اختيار کړى دى.

وګوره: المغني د ابن قدامة(4/400)، المجموع د نووي(6/366)، لطائف المعارف (134) الشرح الممتع د ابن عثيمين (6/445).