Ahmadzai Khan | [email protected]

مصنوعي هوښ

مصنوعي هوښتیا کولای شي چې سندرې کمپوز کړي، عکسونه رسامي کړي او د کنسر په تداوی کې مرسته کوي کولائ شي چې موټر وچلوي او لوبه وکړي او اوس یې د کوډ لیکلو باندې هم شروع کړی.

ایا دا خو دا معنا نلري، چې د پرګرامرو انساناتو ورځې په شمار پاتې؟ ایا سافټوېر انجینري هم د مصنوعي هوښتیا ته سپارل کېږي؟

کله چې تاسې د پرسونل اسيسټانټ لکه سیري، ګوګل اسیسټانټ او کارټونا ته وګورئ، تاسې به پیدا کړئ چې له دوی څخه چې ډېر غوښتنه کېږي؛ هغه دا ده:

"Can you tell me a joke"

ایا دا ریښتیا هم هغه څه دي چې مصنوعي هوښ یې مونږ ته کولائ شي؟ هیڅکله نه.

د دوی لاسته راوړنې ورځ تر ورځې لا په زړه پورې کېږي.

مخکې لدې چې د مصنوعي هوښ په اړه نورې خبرې وکړو، راځئ پدې ځان پوه کړو چې مصنوعي هوښ"AI" څه کولائ شي؟

مصنوَعي هوښ کولائ شي چې انسانانو ته په لوبه او امتحاناتو کې ماته ورکړي.

په 1997 کال کې په نیویارک کې، "IBM COMPUTER DEEP BLUE" د چېس لوبه له "ګېري کاسپارو" نه وګټله.

دا لومړی ځل وو چې یؤ ماشین د نړۍ په سطحه یؤ قهرمان ته د لوبې د قوانینو سره سم ماتې ورکړي. 

په 2011 کال کې، یؤ بل "IBM computer- watson" په یؤې ټلويزوني پوښتونکي برنامې"jeoperdy"  کې د "Former winners" په مقابل لوبه کې برخه واخیسته.

واټسن باید پوښتنو ته غوږ نیولای وائ او بېرته یې باید د انسانانو په شان سوال ته ځواب ویلائ وائ.

هغه له انټرنېټ سره هم نه وو وصل.

په هر حال، هغه باید له 200 میلیونه منظم او غیر منظم مالوماتو څخه چې په څلور ټېرا بايټ میموري کې ذخیره شوي وو، ګټه واخلي. 

واټسن د یؤ میلیون ډالرو په ګټلو لمړی مقام خپل کړ.


په مارچ 2016 کې "Alpha-Go" یؤ ماشین چې د "Google Deep-mind" په واسطه جوړ شوی وو، چې د "Go" لوبه ترسره کړي.

الپا-ګو د نړۍ د "ګو" لوبې نړیوال قهرمان ته ماتې ورکړه، دی ماشین او سړي د پینځو لوبو ټورنمېنټ ترسره کړ، چې "لي سوډېل" پکې یواځې څلورمه لوبه وګټله، ماشین ډېره تعجب اوره لوبه ترسره کړه.

 کولائ شي چې په طبابت کې نوې لاسته راوړنې جوړی کړي.

په 2013 کې مصنوعي هوښ په کار واچول شول تر څو د تیو کېنسر په اړه مالومات ترلاسه کړي.


مصنوعي هوښ "AI" کولائ شي چې سندرې کمپوز کړي.

مجېنټا یؤه پروژه ده، د ګوګل برېن ټیم له خوا نه، دا هڅه کوي چې ځینو پوښتنو ته ځواب ووايي: " ایا مصنوعي هوښ کولائ شي چې سندرې کمپوز کړي، رسامي وکړي او کوډېنګ ترسره کړي؟"، که کولائ شي، څنګه؟ او که نشی کولائ، ولې؟

دا ټیم د "tensor-flow" یؤ ماشین زده کوونکی کتابخانې څخه کار اخلي، دی یؤه سندره بغیر لدې چې له کوم انساني قوې څخه ګټه واخلې کمپوز کړه او واورېدله!



مصنوعي هوښ کولائ شي چې رسامی وکړي!


په 2019 کال په فرانسېسکو کې ګوکل "29" رسامیانې په یؤ لیلام کې خرڅې کړی، کومې چې یې د ګوګل مصنوعي هوښ په واسطه جوړی کړی, چې د "Deep Dream " په نامه یادېدله، د نیورل شبکې رسامي وه ،چې تر 8000$ پورې خرڅې شوي.

یواځې دا نه، چې مصنوعی هوښ دا کولائ شي بلکې؛ کولائ شي چې موټر وچلوي، شعرونه ولیکي او ډېر نور څه وکړي.

یواځې او یواځې چې مصنوعي هوښ نشي کولائ، هغه کوډېنګ ده، ترسره به يې کړي که نا؟


مصنوعي هوښ د هر چا لپاره:

په 2015 کال کې ګوګل د "Tensor-flow" په نامه سرچینه خلکو ته خپره کړه، اوس دا یؤه خلاصه او وړیا سرچینه ده د ماشین زده کوونکو لپاره.

ولې ګوګل دا پیاوړی پوستغالې مفته خلکو ته ورکړ؟،د  پروفیسور کریسچن بکهېج له نظره، شاوخوا لس کاله مخکې ګوګل د انډورايډ سیستم وړیا کړ، لس کاله بعد د نړۍ اتیا فیصده موبایلونه د انډورایډ سیستم باندې جوړ شوی وو او تر اوسه پورې کار ترې اخیستل کېږي.

" دا هغه څه دي چې ګوګل غواړي ویې کړي، لس کاله بعد به د نړۍ اتیا فیصده مصنوعی هوښ د ګوګل "tensor-flow" باندې جوړ وي او کارول کېږي به.


مصنوعي هوښ "AI" کوډېنګ کوي.

په 2015 کال کې انډرېج کارپتي، اوس د مصنوعي هوښ  ډایرېکټر ده په تسلا کمپنۍ کې، او انډرېج له سټېنفورډ څخه دوکتورا اخیستی، هغه د نورل شبکې څخه په بیا ځلې کار اخیستنې کوډېنک لیکل شروع کړل، هغه د لاینکس له څلور سوه ام بي څخه زیات کوډېنګ سره یؤ ځای کړ او هغه یې ټرېن کړ، بعد له یوې شپې هغه لاندې کوډېنک لیکلې وو.