Ahmadzai Khan | [email protected]

څنګه کولای شم چې له خپله وخته سمه ګټه واخلم؟


دلته صرف دوه لارې دی چې له خپل وخته ګټه واخلې:

۱- چې د هرې ورځې لپاره یؤ کاري پلان ولرې.


۲- چې خپله انرژي ډېره کړې او هغه کارونه چې له تا نه ورځ نیسي، ساعت کې یې ختم کړې.


دلته د دغو کارونو ترسره کولو یؤ څو اسان نقطې در پېزنو.

۱-هره شپه د "ایوي لي" له مېتود حخه پۀ ګټې اخیستنې خپله ورځ پلان کړه.


کلونه مخکې پۀ ۱۹۲۰ کې یؤ مالي مدیر د "ایوي لي" پۀ نوم د نړۍ د هغه وخت مالدار سړي "چارلس شواب" د شپې ډوډۍ ته ور وغوښت ، چې هغه ته د وخت نه د صحیح استفادې یؤ څه مشوره ورکړي.

هغه ورته وویل چې صرف یؤ کار ترسره کړي.

هره شپه، باید د شپږو مهمو کارونو(نه زیات، نه کم) یؤ لېست جوړ کړي او پۀ یؤه غټه ورقه کې یې منظم پۀ وختونو تقسیم کړي.

بس همدا.

لکن فکر وکړئ چې څه پېښ شول؟

درې میاشتې وروسته "ایوي لي" له "چارلس" څخه د ۴۰۰،۰۰۰$ چېک تر لاسه کړ.

دا دومره فایده مند وو.

که تاسو غواړئ چې له خپل وخت څخه ښه استفاده وکړئ باید خپل مهم او ضروري کارونه د شپې لخوا تقسیم اوقات کړئ.

هغه شپږ ځانګړي کارونه هره شپه پۀ وختونو تقسیم او پۀ یؤ جدا ورقې کې ولیکه، دا به ستا د وخت پۀ اداره کولو کې انقلاب راوړونکی اوسي.


۲-هره شپه کم تر کمه اته ساعته خوب وکړه.

کله چې ته خوبوړی یې، نشې کولائ چې سخت کارونه ترسره کړې.

کله چې زه د اته نه تر نهو ساعتو خوب وکړم، زما د وخت مدیریت او کارونو ترسره کول پۀ خپله انتقال شوي وي.

دا کېدای شي چې یؤ څه درته ساده ښکاره شي خو باور وکړئ چې مفید به واقع کېږي.

۳- یؤ وخت نیونکی ساعت درسره وساته.

هر کله چې یؤ کار ترسره کولو ته کښېنې، هغه کار درسره یاداشت کړه کوم چې تۀ باید پۀ راتلونکو پنځوسو دقیقو کې ترسره کړی.

بیا هغه وخت نیونکی ساعت درسره پۀ ټایم کړه، او یوآځې پۀ همغه یؤ کار ځان مشغول کړه.

کله چې خسته کېدی، جیګېګه، شخي اوباسه، او د لسو مینټو تفریح کوه.

خپل مېز ته بېرته راګرځه او همدغه تکتیک د ورځې تر اخره تکراروه.

کله چې ما دا کار شوع کړ، زما لاسته راوړنې د شپې پۀ تېرېدو دوه چنده شوی.


۴- واړه او ساده کارونه.


( د لیکوال پۀ وینا) زه یؤ شخصي اشپز، مزدور او کورپاکوونکی لرم.

حتا دوی له ما سره لکه د یؤ لاس او پښې پۀ توګه ډېره زیاته مرسته کوي، د دی پۀ مرسته چې کومې پیسې او وخت زه لاسته راوړم نه حساب کېدونکې دي.

راځئ بل ډؤل یې پۀ اړه فکر وکړئ.

که ستاسو وخت بودیجه وي، ویلائ شو ۱۰۰/ ساعت او تۀ کولائ شی چې یؤ چا ته د کور پاکولو لپاره شل ډالر ورکړی، نو ایا دا ستا لپاره اقتصادي ده چې خپله خپل کور پاک کړی؟

هیڅکله نه!

تا شل ډالر نه دي ساتلي، تا اتیا ډالر له لاسه ورکړل.

کوچني او هغه کارونه چې مهم ندي او ستا وخت خوري وپېزنه، او بل چا ته پیسې ورکړه چې درته ویې کړي.

زه پوهېږم تاسې به د دی کار پۀ کولو وډار شئ لکه زه چې ډار شوئ وم، لکن تۀ کولای شې چې خپل بچ کړی وخت پۀ ډېره ګټوره توګه استعمال کړی.


۵- خپل ډېر مهم کارونه پۀ هغه وخت کې ترسره کړه چې ستا دماغ ارام او سم کار پکې کوي.

سره لدې چې خلک باور نه کوي، وخت دومره مهم نده څومره چې انرژي مهمه ده.

د دی پۀ اړه فکر وکړه.

تۀ پۀ ورځ کې ۲۴ ساعته لری.

لکن پدې ۲۴ ساعتو کې تۀ پۀ کومو ساعتو کې، ډېر فعال پۀ کوم وخت کې یې؟

او د یؤ نارمل او غښتلي بدن فعال وخت، چې په څېړنه کې راغلي د خوب د پاڅېدو څخه سم دستي ۲-۳ ساعته وي.

نو ددی لپاره تۀ باید خپل ډېر مهم او ځانګړي کارونه د ورځې پۀ لومړیو ۳-۶ ساعتو کې ترسره کړی.

ډېرو مهمو کارونو ته پۀ خپلو فعالو ساعتونو کې وخت ورکول، ستاسې وخت له ضایع کېدو څخه ساتي.


۶- "نه" ووایه.

یؤه ډېره مهم لار چې ډېر کارونه ترسره کړی او ډېره ګټه واخلې ترې، ډېر ساده، چې لږ.کارونو تۀ ژمن اوسې.

ډېرۍ وخت چې خلک ډېر ستړي او سټرېس کېږي، دوی د ډېرو کارونو د ترسره کولو هڅه کوي.

خپل ځان ته لومړیتوب ورکول زده کړه، بد او ښو ته "نه" ووایه چې ډېرو ښو ته دې وخت پیدا کړې.