Ahmadzai Khan | [email protected]

هغه ټیکنالوجیانې چې نړۍ به په راتلونکو دېرشو کلونو کې بدله کړي

هغه ټیکنالوجیانو چې نړۍ به په دېرشو راتلونکو کلونو کې بدله کړي.

نړۍ هره ورځ لا پیاوړی کېږي، د نویو شیانو موندنه او اخنراع کونه چې لدوی څخه بغیر به مونږ خیڅکله دومره نه وو رسیدلي.

ساینسپوهان، ډیولوپران، او طراح کونکي له ټولې نړۍ څخه کوښښ کوي چې زمونږ ژوند لا هوسا او ښکلی کړي.

دلته د نړۍ د ټیکنالوجیو څخه د یؤ څو یادونه کوو، چې انساني ژوند به یؤې لوړې پوړۍ ته وخېجوي.

​بایو یخچال-ریفرېجرېټر

​یؤ روسي طراح یؤ یخچال طرحه کړئ کوم چې "Bio-Robot Refrigerator" نومېږي او دنده یې د سبزیو یخ ساتل دي.

پدې یخچال کې هیڅ دروازه، خونه او پوړ نشته، تاسې اړ یاست چې سبزي یواځې په جېل "Gel" کې ور داخل کړئ او خلاص.

دا نظریه د " یورو ډېمیټریو" لخوا د " الکټرولوکس ډيزاین لېب" ته وړاندې شوی.

دغه یخچال د کور یواځې اته فیصده انرژی ته اړتیا لري چې د یخچال کنټرول پېنل یخ وساتي، او د سبزي یخوالې او نورې هیڅ انرژی ته اړتیا نه لري چې سبزي یخه کړي.

دغه بایو پولیمیر جېل "Gel" د رڼا انرژی په یخې هوا بدل وي تر څو سبزي یخه وساتي.

دغه جېل نه بوي او نه هم سليښناک دی، کولائ شئ چې چت کې ولګېږی او یا هم دېوال کې نسب کړائ شي.

​تېز ترین انټرنېت په د سولری ډرون په وسیله

​ګوګل پداسې ډرونو کار روان کړئ چې په سولرو به چلېږي او تېز انټرنېت به خلکو ته وړاندې کوي، او دا طرحه د "Project skybinder" په نوم یادېږي.

په تخمیني ډؤل، دغه ډرون به د 4G انټرنېټ له شبکو څخه 40 ځله تېز او چټک انټرنېټ خپروي، او دا به په سیکېنډ کې له جي بي څخه زیات انټرنېټ خپروي.

خو دا څپې به د 4G موبایل شبکو څخه په کمې ساحې کې خپرېږي او کمه ساحه به برکې نیسي.

ګوکل د مشکلاتو په حل کار روان ده، د ټولو تخنیکي ستونزو په حل به ډېر ژر انټرنېټ بې ساری سرعت لري.

​ټېرابایټ ډېټا په یوې پینځه بعدي یا 5D ذیرمتون کې.

څېړونکو داسې یؤ پینځه بعدي ډېسک یا زیرمتون جوړ کړئ، کوم کې چې به ډېټا په پینځو بعدو ریکارډ کېږي، او د میلیونونو کلونو لپاره د ساتنې وړ وي.

دا ډېسک کولائ شي چې "360" تیرابایټ ډېټا تر زر درجې ګرمۍ پورې وساتي.

دغه ډېسک د نانوټیوب له دریو برخو څخه جوړ دی.

د کلوټ امپین ټیم، کوم چې دغه ډېسک طرحه کوي، پدې توانېدلي وو چې دی ډېسک ته نړیواله اعلامیه، بشري حقوق، د نیوټن نظرونه او بایبل کتاب ور داخل کړي.

په راتلونکو څو کلونو کې به دا یؤه تجربه نه، بلکې د موادو د ذخیره معیار وي.


د اکسیجن د ذراتو پیچکاري

​د بوسټن د ماشومانو د هسپتال ډاکټرانو داسې د اکسیجن څخه ډک ذرات جوړ کړي، چې د وینې جریان ته داخلېدای شي او هغه خلک به دی سره چې چېرته ساه هم نه اخستل کېدای شي، ژوندي پاتې کېږي.

دغه ذرات په یوه کېپسول کې په یؤ پوړيز ډؤل په پوکاڼۍ کې ځاي پر ځاي شوي.

له 2-4 مایکرون کېپسول د دوی د جسامت د کنټرولولو لپاره کارېدلی دی ځکه چې غټې پوکاڼۍ د خطر سبب ګرځي.

کله چې تیار شي، په کېسپول کې بند کړل شي، د وینو سرو کرویاتو سره یؤ ځاي کېږي او اکسیجن تولیدوي.


د اوبو دننه ترانسپورتي تونلونه

​ناروې هېواد پلان کې لري تر څو د نړۍ لومړی د ابو دننه تونل د غټو پایپونو په وسیله جوړ کړي، چې دا تونل به د اوبو 30 متره دننه وي، او د دوه لاینو سړک لپاره به کافي ځاي لري.

دغه پروژه چې تر  25 بیلیونه ډالر پرې لګول شوي، د 2035 کال تر اخره به ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي.


بایولومیسنیټ ونې

​ساینسپوهان غواړي چې بایولومینست ونې د یؤ انزایم په مرسته چې په جیلی فېش او پارپوڼکو کې پیدا کېږي جوړی کړي.

دغه ونې کولائ شي چې کوڅې روښانه کړي او له پلې تګ کوونکو سره مرسته کوي تر  څو هر څه په سمه توګه وویني.

دوی داسې یؤه ونه جوړه کړی چې د شپې په تیاره کې ځلا کوي.

بل قدم دا دی چې دا ځل به ونې، کوڅې او لارې روښانه کوي.