Ab Ahmadzai | [email protected]

عمران خان: راجستر افغان کډوال پاکستان کې بانکي حساب پرانیستلی شي

عمران خان: راجستر افغان کډوال پاکستان کې بانکي حساب پرانیستلی شي د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پر خپله ټوېټر پاڼه اعلان کړی دی چې له دې وروسته به په پاکستان کې راجستر شوي افغان کډوال وکړای شي چې هلته بانکي حساب برانیزي او د هغه هېواد په اقتصاد کې په رسمي توګه برخه واخلي. عمران خان لیکلي، دا کار باید پخوا شوی وای. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې اوس مهال په پاکستان کې کابو یو نیم ملیونه افغان کډوال مېشت دي، خو ویل کېږي چې د نا راجستر شویو کډوالو شمېر تر دې هم لوړ دی. په تېرو څلوېښتو کلونو کې افغان کډوالو په پاکستان کې دا حق نه درلود چې بانکي حساب ولري، ملکیتونه واخلي او ان ځینې نور هغ کارونه وکړي چې عموماً په نورو هېوادونو کې یې کډوال اجازه لري. دا په تېرو څو میاشتو کې په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو په اړه د لومړي وزیرا عمران خان دویم مهم اعلان دی. نوموړي تېر کال سپتمبر میاشت کې ویلي وو چې هغو افغان کډوالو ته به د پاکستان تابعیت ورکوي چې هلته زېږېدلي او را لوی شوي دي. هغه مهال د لومړي وزیر دې اعلان په پاکستان کې بېلابېل غبرګونونه را پارولي وو، خو لومړي وزیر وروسته وویل چې په دې اړه به له ټولو سیاسي ګوندونو سره سلا مشوره کوي.  پاکستان: افغان کډوال د خپلو سیاسي ګټو لپاره نه کاروو  پاکستان کې افغان کډوال: د وتلو لپاره تر دوو میاشتو ډېر وخت غواړو  عمران خان: پاکستان کې زيږېدلو افغان کډوالو ته پاسپورټ ورکوو لومړی وزیر عمران خان هڅه کوي چې د پاکستان د اقتصاد د بیا رغونې لپاره له بېلابېلو لارو کار واخلي. شنونکي په دې باور دي چې افغان کډوالو ته د بانکي حسابونو د پرانیستلو اجازه به د پاکستان پر اقتصاد مثبت اغېز ولري، او د افغان کډوالو هغه مالي شتمني به هم رسماً ثبت او خوندي وي چې دا مهال د پاکستان د رسمي اقصاد او بانکي حساب برخه نه ده. په تېرو ۱۸ کلونو کې ملیونونه افغان کډوال له پاکستان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي، خو ګڼ شمېر لا هم پاکستان کې مېشت دي او وایي، د نا امنۍ او بېکارۍ له کبله خپل هېواد ته ستنېدل نه غوړي. پاکستان بیا بیا نړیوالې ټولنې ته ګېله کړې چې په دې هېواد کې مېشت افغان کډوال د دې هېواد پر اقتصاد او امنیت منفي اغېز لري او باید خپل هېواد ته ستانه شي.