Ab Ahmadzai | [email protected]

دوه شهزادګان

دا عکس په ۱۸۷۶ م کې اخیستل شوی دی.
په وړو کرسیو د امیر عبد الرحمن دوه زامن ۳ کلن حبیب الله او ۲ کلن نصرالله ناست دي. ورسره د دوی ساتونکي او نور ملازمان دي.
امیرعبد الرحمن څه موده په سمرکند کې جلاوطن و او هلته د بدخشان میر ورله خپله لور په نکاح ورکړه. د دغو ماشومانو مور هم هغه میرمن وه. په افغانستان کې د بیلا بیلو قوتونو سره د جنګ نه وروسته کله چې دی په ۱۸۸۰ م کې د افغانستان امیر شو نو خپل ټبر يې له سمرکند راوغوښتو.
د دغو ناستو شهزادګانو تر منځ یو بل لږ غټ ماشوم ولاړ دی چې ممکن د دوی خپلوانو نه و. د مهاجر شهزادګانو دا عکس ممکن یو اروپایی یا روسي اخستې و ځکه د ساتونکو جامې د دوی حالت په ګوته کوي. د دوو کسانو چې ممکن د دوی ساتندوی وو، روسي ډول پوځي یونیفارم په غاړه دی. دوو کسانو پوځي جامو سره په سر پټکي هم تړلي دي او د یو په پښو د بوټ په ځای، موچڼې ( پڼی) دي. یو کس خپل وطني جامې اغوستي دي او هم دی وسله لري. نور ټول بې وسلې دي. د ماشوم حبیب الله د پښو لپاره یو ګول بالښت هم پروت دی چې د ده رتبه پرې ښکاري.
د هغه وخت بهرنیانو په یادښتونو کې لیکلي دي چې د امیر عبد الرحمن زامن به په سرکاري مراسمو کې په کرسیو (تخت روان) یو ځای نه بل ته وړل کیده چې په مرکزي ایشیا کې یو دود و.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۱۸ فروری ۲۰۱۹م