Ab Ahmadzai | [email protected]

ژرنده

په دغه تصویر کې د افغانستان د یو کلی ژرنده ښکاري چې د ۱۸۸۰ م کې یو انګریز جان برک اخیستې و.
دغه ته به يې د اوبو ژرنده ویل ځکه د اوبو په توان به چلیدل. دا به په هغو کلیو کې جوړېدل چې د سیند یا د ویالې اوبه به پکې تیریدای. د دې لپاره به يې د سیند داسې ځای غوره کړو چې اوبه به په ژوره په ژوره بهیدې او د کلي د کورونو نه هم لیرې نه و. د سیند د پاسه به يې لکه د پل یوه کچه (خام) کوټه جوړه کړه چې په چت به يې لرګي وو.
د سر زورو اوبو د پاسه به يې یو څرخ کیښودو چې د منځ لرګي به يې د میچن تیږې ګرځولې. وروسته په دې کې لږ بدلون راغلو او د څرخ ځای توربین( ټرباین ) واخیستو. په دغسې ژرنده کې د غنمو، اوربشو، شموخه او جوارو نه علاوه، شرشم، جومیا یا د کونځلو له دانو غوړ هم ویستل کیدای شو.
په پښتني ټولنه کې “ژرنده ګړی” به تر ټولو غریب کس و چې د مزدورۍ په توګه به خلکو د میده شوي غلې معمولي برخه ورته ورکوله. خو د ژرنده ګړي سره به ډېر اختیار وو ځکه خلک د ډوډۍ لپاره ورته اړ وو. د کلي د هر یو کس غنم یا جوار به يې په خپل وار(نوبت) اوړه کول او هم هغه راهیسې دا محاوره جوړه شوه چې، “ژرنده که د پلار ده خو په وار ده.”
د دې سره د ” ملا ژرنده” محاوره به يې هغه وخت ویله چې یو کار ناشونې و. د یو کار نتیجه که ښه نه وه نو ویل به يې، “څه ژرنده پڅه او څه دانې لمدې.” یو کس به د بل په ځای خبرې کولې نو ویل به يې، ” د ژرندې نه زه راغلم او د لمدو اوړو حال دی وایی.” ښځو به چا ته ښیراوې کولې نو ویل به يې،
میرات میرات شې-
نه دې د ژرندې نه د جومات شې-
هسې بې غم له خیر خیرات شې.
صفیه حلیم
د خپریدو نېټه- ۱۲جنوری ۲۰۱۹